‘د شاهد اپریدی سوځولو سره شاهین اپریدی د پلار ارمان پوره کړ’

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 104536

شاهین اپریدی

د انځور حقوق
PSL

Image caption

د شاهین اپریدی ورور ریاض اپریدی وایی، له کرېکټ سره د شاهین د مینې دا حال و، چې له د خوب پر مهال به یې د لوبې الات له ځان سره ساتل

د پاکستان کرېکټ ۱۸ کلن لوبغاړی شاهین اپریدی ورور ریاض اپریدی وایی، شاهین د شاهد اپریدی سوځولو سره د خپل پلار یو ارمان پوره کړ.

د خیبر ایجنسۍ لنډی کوتل اوسېدونکی شاهین اپریدی ورور ریاض اپریدی هم یو وخت کامیاب بالر و، چې د ۲۰۰۴ کال ۱۹ کلنو نړیوال جام ګټونکې لوبډلې غړیتوب یې درلود.

پاکستان سوپر لیګ یا پی ایس ایل لوبو کې د شاهین لخوا د شاهد اپریدی سوځولو په هکله ریاض اپریدی د بی بی سی خبریال عبدالرشید شکور ته وویل:

پلار به مې شاهین ته ویل، که په ایس ایل کې د لوبې فرصت ومومې، شاهد اپریدی به له میدانه بهر کوې. شاهین د شاهد په سوځولو سره د پلار ارمان پوره کړ، خو مشرانو لوبغاړو ته د احترام لپاره یې د شاهد سوځېدو خوښی و نه کړه، دغه راز د مصباح الحق له سوځولو وروسته هم هغه غلی ودرید او دا ځکه چې موږ د مشرانو احترام کولو تربیت ورکړی دی.

پېښور زلمیانو د پی ایس ایل پایلوبې ته لار وموندله

پېښور زلمیانو لاهور قلندر ته ماتې ورکړه

شاهین اپریدی د نړیوال کرېکټ لوبې پیل په یوه اننګ کې د اتو وېکټو له ترلاسه کولو سره وکړ. دغه راز د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې د ۱۲ وېکټو تر لاسه کولو له کبله تر ټولو بریالی بالر وبلل شو.

دې کې ایرلنډ لوبډلې هغه ۶ وېکټې هم شاملې دی، چې ایله د ۱۵ منډو بدل کې یې تر لاسه کړې، خو پروسږ کال پاکستان سوپر لیګ کې د شاهین اپریدی لوبې ته په کتو سره د کرېکټ مسوولینو هغه ته پام ډېر شو.

شاهین د پی ایس ایل په هغو لوبو کې د لاهور قلندرز له لوری ملتان سلطانز سره لوبه کې ایله د څلورو منډو بدل کې پینځه لوبغاړی له میدانه بهر کړل.

د انځور حقوق
RIAZ AFRIDI

Image caption

د شاهین ورور ریاض اپریدی هم یو وخت کامیاب بالر و، چې د ۲۰۰۴ کال ۱۹ کلنو نړیوال جام ګټونکې لوبډلې غړیتوب یې درلود.

نوموړی د پی ایس ایل له پای ته رسېدو وروسته لومړی ځل د ویسټ انډیز مقابل کې شل اوریزو سیالیو ډلې غړی شو او اوس د پاکستان له لوری ټولو دریو کرېکټ ډولونو کې شامل دی.

د پاکستان کرېکټ لوبډلې روزونکی مکی ارتهر وایی د شاهین لوبه کې د اسټرالیا د تېز توپ اچوونکی میچل سټارک د لوبې څرک وینی. هغه وایی:

که همداسې خپلې لوبې ته توجه وکړی او غوروالی پکې راولی، هیله من یم یوه ورځ به له مهمو کرېکټ لوبغاړو یو وبلل شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104536

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *