د سید حامد گیلانی په اړه د رحمت الله نبیل افشاګری

  • خپرول: ۱۹ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 40982

د ملی امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل د سید حامد ګیلانی څرګندونو په غبرګون ویلی چې دی د حقانی شبکې یوتن مسول یې د اسلام اباد څخه کابل ته لېژلی او ده ته د انس حقانی سره د لیدنې زمینه برابره کړې ده.
د افغانستان محاذ ملی ګوند مشر سید حامد ګیلانی په دې وروستیو کې په کابل کې په یوه ناسته کې ویلی وو چې اوس مهال د طالب ډلې ډېری مشران په افغانستان کې حضور لری، نه په نورو هېوادونو کې. دی همداراز زیاته کړه چې په نېژدې راتلونکې کې د طالبانو سره د خبرو لپاره به یو پلاوی ولېژی.
د ملی امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل دغو څرګندونو ته په غبرګون په خپله فېسبوک پاڼه لیکلی، د پاکستان استخباراتو پوځیان او غړی هم د نړیوالې ټولنې فکرونو د ترلاسه کولو په موخه داډول څرګندونې لرلې، یوازې داځل غوښتل په افغانستان کې روانو حالاتو ته په کتو سره همهغه څرګندونې د پیر سید حامد ګیلانی له آدرس څخه نړی ته ور ورسوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=40982

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *