د سید جیلانی جلان څو غزلونه

  • خپرول: ۲۴ سرطان ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 25693

همداسې ښه یم ښه سم غرق  خانه خراب لاندې

ســـاه اخـلم ستــا  د نظـــرونو  د ګــلاب لانــدې

څه مې پوښتې چې پاس دې ستوری لاندې سیوری څه شو؟

غــم داسـې ټیټ کړم لکه شـــګه د دریـاب لانــدې

مخــامخ لاړه شه د دوشــــاخې ونې ډډ وســـپړه

هلته مې  ایـښې  یوه  لــــجرمه  د کتـــاب لاندې

دغـې ســـاده تـورې بتـکې ته عـــادی مـه ګــوره

دلته یو سپـین اورغر  روان دی د حجــاب لاندې

خود به مې سرباندې  جـلانه! هر سپور پښې ږدی کلکې

شـوم هغــه اوسپـنه چې راغــلم تر رکــاب لانـدې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

هغه به خپله لار لری او زه به خپله لاره

ګله ! په ما باندې په زور مه منه بله لاره

پریږده چې اوس یې ګل وجود په سره تبۍ پولۍ شی

همداسې ښه دی چې اول یې نه کوله لاره .

هغه مهال به  مې خاورین وجود رڼا کوله

چې ستا په سترګو کې به خدای وځلوله لاره

اوس یې هغه د ځنګولې ځوانۍ  زور نشته چې

په ځنګولو قدمو یې ځنګوله لاره

جلانه ! زه به چې ترمنځ د جنکیو راغلم

میږی میږی به شوم له پښو مې تښتیدله لاره

__________________________

چې معشوقه دې په باران کې وی تر خوا روانه

سړی احساس کې وی د سرو ګلو دنیا روانه

زاهده ! ته زما  د مینې  مخه ولې نیسې ؟

وساده ! تار باندې تړلی شی هوا روانه ؟

دلته که ځان ساتی په خټو کې ژوندون تیروه

دلته پاکۍ پسې په ګام ګام کې بلا روانه

کوم پړانګ نظر یې په هوسۍ هوسۍ وجود پریوته؟

چې له محفله ترهیدلې ورخطا روانه

جلانه ! بیا یې د راتللو غږ دی  تبه مې شوه

جلانه ! بیا مې د زړه ځمکه کې درزا روانه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

یا به کمزوری یمه یا به انسانیت کومه

چې په خندا د اور حالاتو محبت کومه

یارانو حق مو دی چې درشمه بنډار ته مګر

شپه ورځ لګیا یم مزدوری کوم محنت کومه

دا چې پوچ مغزو سره هروختې ټکر کومه

زه لکه سپین جلد په غبار کې حساسیت کومه

بخښنه غواړم خوله دې خامه ده خوږیږی به هم

خو نن مې زړه  دی لږ بې باکه شرارت کومه

څه ځای به ونیسی جلانه ؟ شاعرې ده  خو بس

څه نا څه خپل فرهنګ او ژبې ته خدمت کومه

اړوند مطالب


د سید جیلانی جلان دوه تازه غزلونه


د سید جیلانی جلان دوه غزلونه


د جیلانی جلان دوه غزلونه


د جیلانی جلان دوه تازه غزلونه

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=25693

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *