د سیداصغر هاشمی علمی ادبی هڅی/ پوهنمل مومنه درانۍ

  • خپرول: ۱ سرطان ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 22379

کورنۍ: پوهنیار سیداصغر هاشمی د الحاج پوهنمل سید رحمن هاشمی زوی او د معلم سیدعبدالمنان هاشمی لمسی دی.اصغر متحل دی، دوه زامن او یوه لور لری. شپږ ورونه او دوه خویندې لری چې اکثره یې د عالی تحصیلاتو درلودونکې دی. د نسب شجره یې سرورکاینات حضـرت محمد صلی الله علیه وسلم ته رسېږی.

زوکړه: د انقلاب د راتګ سره یې کورنۍ ایران ته مهاجره شوه او په ۱۳۶۱ هـ ش کال د ایران په کاشان کې وزیږید او په ۱۳۶۷ هـ ش کال یې کورنۍخپل پلرنی ټاټوبی افغانستان ته راغلل او اوسمهال ننګرهار کې اوسېږی.   

زده کړه: هاشمی په ۱۳۷۸ هـ ش کال د شهید محمد عارف عالی لیسې د دولسم ټولګی څخه فارغ شو او په ۱۳۸۸ هـ ش کال د ننګرهار ښوونې او روزنې پوهنځی، پښتو ژبې او ادب د څانګې د لېسانس په درجه اول نمره خلاص شو او په ۱۳۹۳ هـ ش کال د کابل پوهنتون، ادبیاتو پوهنځی، پښتو ژبې او ادب د څانګې ماسټری تر لاسه کړه.

ژبې: د ژبو زده کړه په لیکوالۍ او د ژوند په کامیابۍ کې اساسی رول لری نو د همدې امله د هاشمی مورنۍ ژبه پښتو ده او په فارسی ژبې هم د لیکلو او ویلو صلاحیت لری، د فارسی نه زیاتې ژباړې کړې دی. په انګلیسـی او اردو ژبو هم خپل مشکلات حلولای شی، یعنې په تحقیقاتی کارونوکې کله کله له دې دوو ژبوهم استفاده کوی.

دندې: د پوهنتون د فراغت (۱۳۸۸ هـ ش) کال په پای کې سیدجمال الدین افغان(کونړ) پوهنتون، ښوونې او روزنې پوهنځی پښتوڅانګه کې د علمی کادر غړی شو او اوسمهال په خپله دنده بوخت دی. کله کله د ځینو تلویزیونونو او رادیوګانو سره علمی او اکاډمیکې خپرونې په افتخاری ډول پر مخ وړی.    ممم

اثار: هاشمی د محصلۍ دورې څخه لیکوالۍ سره مینه درلوده چې د وخت په تېریدلو یې دغه هڅه کامیابه شوه چې دا دی نن د لسګونو تحقیقی، تخلیقی، تحلیلی او ژباړل شوو اثارو درلودونکی دی او همدارنګه په سلګونو مقالو لیکوال هم دی.

الف: تحقیقی اثار

تحقیقی اثارو منځپانګه: د اصغراکثرو تحقیقاتی لیکنو منځپانګه ادبپوهنې او ادب تیورۍ ته ځانګړې شوې ده  او د خپل علمی توانمدۍ په نظرکې نیولو سره یې خپل کار سم پیل او پای ته رسولی دی. لیکوال کوښښ کړی چې یوه نوې خبره او یا یوه نوې فرضیه په خپلو لیکنوکې اثبات ته ورسوی، هاشمی د لیکوالۍ په نورو برخو کې هم کار کوی خو د تحقیقاتی کارونو پله یې په نورو برخو درنه ده. دغه ډول اثار یې په لاندې ډول دی:   

۱. د پښتو نظم تاریخ (لومړۍ او دویمه دوره): دغه اثر د مومند خپرندویی ټولنې د خوا په ۱۳۹۳ لمریز کال چاپ شوی دی. د لرغونې دورې اته ویشت تنه شاعرانو هر اړخیزه پېژندنه او د دویمې دورې ( روښان، خوشحال، رحمان بابا او عبدالحمید او کاظم خان شیدا ادبی مکتبونو) او لارویانو په هکله خبرې لری. په دغه اثرکې د نظم پر تاریخ نوې خبرې شته دی  او د نثر په هکه پکې موضوعات نشته.

۲. د استاد ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګېزه او جولېزه څېړنه(د ماسټرۍ تیزس): دغه اثر دانش خپرندویې ټولنې په ۱۳۹۴ لمریز کال چاپ کړی دی. په دغه اثر کې د ګل پاچا الفت د شعرونو په منځپانګې او فورم  باندې نوې څېړنه او کتنه ده. له دې اثره مخکې ما داسې یو اثر چې د الفت په هکله دې نوې معلومات ولری نه دی ترسترګو شوی.

۳.ادبی وړانګې: دا اثر په ۱۳۹۵ لمریزکال یون کلتوری یون خپرندویی له خوا چاپ شوی دی. په دغه اثر کې ادبی علمی مقالې دی.

۴.شعرپوهنه: دا اثرمومند خپرندویی ټولنې په ۱۳۹۲ لمریزکال چاپ کړی دی. د شعر په هکله  تیوریکی مسایل پکې وړاندې شوې دی. په دغه اثرکې د شعر پېژندنې په باب ځینې نوې خبرې لری او همدارنګه عروضی، ولسـی او نوې شاعرې په هکله د کار خبرې لری.

۵. د څېړنې بنسټونه: دا اثر یار خپرندویی ټولنې په ۱۳۹۴ لمریز کال چاپ کړی دی. په دغه اثرکې د تحقیق د لارو چارو په هکله معلومات شته. محصلان، استادان او د تحقیق کاروباریانو لپاره ګټور کتاب دی.

۶. بولـله له پیله تر خوشحاله: دا اثر مومند خپرندویی ټولنې په ۱۳۹۲ لمریز کال چاپ کړی دی.قصیدې له پیله ( د عربی نړۍ د جاهلیت د زمانې نه تر خوشحال خان ) پورې تر بحث لاندې نیول شوې دی. د خوشحال د قصیدو په هکله پکې نوې علمی خبرې شته او همدارنګه د خوشحال ټولې قصیدې چې کم او زیات ۲۰۰۰ بیتونه کېږی پکې راوړل شوې دی او همدارنګه د کتاب په پای کې د د خوشحال د بولـلو غنی ویپانګه هم موجوده ده.

۷. ادب پوهنې آرونه: دا اثر مومند خپرندویی ټولنې په ۱۳۹۲ لمریز کال چاپ کړی دی. د ادبپوهنې د اساسی او اصلی څانګو( ادبی کره کتنه، ادبی تیوری او ادب تاریخ) په باب خبرې لری.

۸.غنی خان فلسفی شاعر: دا اثر دانش خپرندویی ټولنې په ۱۳۹۳ لمریز کال چاپ کړی دی. د غنی خان د ژوند، فن، شاعری،  د شعر په شکلی او محتوایی منځپانګې، فلسفی او داسې نورو برخو معلومات لری.

۹. ادبی مرغلرې: دا اثر دانش خپرندویی ټولنې په ۱۳۹۳ لمریز کال چاپ کړی دی. دغه اثر اکاډمیکی ادبی مقالې دی او کوښښ شوی دی چې اکثره مقالو کې یوه نوې خبره راغلی وی.

۱۰. ادبی دورو ټاکنه: دا اثر د لیکوال په خپلو امکاناتو۱۳۹۳ لمریز کال چاپ شوی دی. دغه اثر هم د مقالو ټولګه ده. ادبی دورې ټاکنو مسله یوه کړکیچنه او لانجمنه مسله ده او ډېرو پوهانو د خپل نظر اړوند ادبی دورو ټاکلو باندې بحث کړی دی نو همدې ستونزو په نظرکې نیولو سره هاشمی خپل نظر ادبی دورو په هکله ورکړی دی.

۱۱.د پښتو ژبې ادبی سرلاری: دا اثر ګودر خپرندویی ټولنې په ۱۳۹۰ لمریز کال کې چاپ کړی دی. په دې اثر کې د لرغونې دورې په هغو شاعرانو بحثونه شته چې په خپل وخت کې یې د یوه نوی کار اساس او بنسټ ایښی دی او دوی یې سرلاری دی.

۱۲.ادبی مرغلرې(دویم ټوک): دا اثر هم دانش خپرندویی ټولنې په ۱۳۹۲ لمریز کال چاپ کړی دی. په دې اثر کې هم ادبی علمی مقالې دی.

۱۳. داستاد الفت په شعرونو کې د ویښو زلمیانو اهداف: دا اثر میهن خپرندویی ټولنې په ۱۳۹۴ لمریز کال چاپ کړی دی. ګل پاچا الفت د ویښو زلمیانو د ګوند کلیدی غړی وه نو له همدې امله د ویښو زلمیانو د غورځنګ اکثره ټول اهداف یې په شعرونو کې شته او په دغه اثر کې یې یادونه شوې ده.

۱۴.د مونوګراف لیکلو لارښود: دا اثر میهن خپرندویی ټولنې په ۱۳۹۴ لمریز کال په ښه صحافت چاپ کړی دی. مونوګراف لیکنه د لیسانس د دورې په پای کې د محصلانو لپاره یوه اساسی او مهمه مسله ده او محصلانو په دغه برخه کې ځینې ستونزې درلودې نوله همدې امله هاشمی د همدې تشې ډکولو لپاره یو معیاری کتاب ولیکه چې د محصلانو ستونزې پرې حل شی.

۱۵.د قرآن کریم طبی اعجاز: دا اثر هاشمی خپرندویی ټولنې په ۱۳۹۵ لمریز کال چاپ کړی دی. دا چې هاشمی د طب په برخه کې زده کړه کوی نو دا فکر ورته پیدا شو چې طب اړیکې له قران کریم سره تر بحث او څېړنې لاندې ونیسی او دا دی په دې برخه کې یې هم کتاب چاپ شوی دی.

۱۵. رنګونه مشالونه: دا اثر میهن خپرندویی ټولنې په ۱۳۹۵ ل کال چاپ کړی دی. دا اثر هم علمی او اکاډمیکې ادبی مقالې دی.

ب: تخلیقی اثار

تخلیقی اثارو منځپانګه: دا معلومه خبره ده چې هره لیکنه ځانته محتوا او پیغام لری او د تحقیقی لیکنو ژبه او د ارایی طرز د تخلیقی لیکنو سره توپیر لری نو له همدې امله د اصغر د تحقیقی او تخلیقی اثارو پیغام او ژبه سره توپیر لری او د تخلیقی لیکنو منځپانګه یې په لاندې ډول ده:   

۱. برخلیک: دا اثر ګودر خپرندویی ټولنې په ۱۳۹۱ لمریز کال چاپ کړی دی. کتاب ناول دی. اصلاحی، انتقادی او رومانتیک مسایل لری.

۲.د فکر بیان: دا اثر د لیکوال په خپل مالی لګښت په ۱۳۹۳ لمریز کال چاپ شوی دی. ادبی ټوټې دی، اکثره لیکنو کې انتقادی ریالیستکی موضوعات تر سترګوکېږی. درد او احساس پکې زیات دی. د اثره دا معلومولی شوچې هاشمی په زړه دردیدلی دی او د وطن ناخوالو مجبوره کړی چې د ټولنې د اصلاح لپاره قلم واخلی.

۳. د فکر پلوشې: دا اثر یون کلتوری یون خپرندویی ټولنې په ۱۳۹۵ لمریز کال چاپ کړی دی. دغه اثر هم د فکر بیان په شان ادبی ټوټې دی. دا لیکنې د ځان پېژندنې، ټولنپیژندنی او وګړ پیژندنې په هکله خبرې لری. که چېرې یې انسان په دقت سره ولولی او عمل وکړی نو فکری انقلاب به یې په فکر کې راشی او د خپل فکر څښتن به شی.

۴.غوره فکرونه: دا اثر په ۱۳۹۵ لمریز کال هاشمی خپرندویی ټولنې چاپ کړی دی. په دې اثر کې هم د فکر بیان او د فکر پلوشې په شان ادبی ټوټې دی چې د درې واړو منځپانګه یو شان مضامین رانغاړی.

ژباړې:   

ژباړو منځپانګه: سیداصغر هاشمی له تحقیقاتی او تخلیقاتی کارونو سربیره ژباړې هم کړی دی او د ښو منظومو او منثور ژباړو هنر په نظر کې نیولو سره په ژباړه کې کامیابه دی. د ژباړل شویو کتابونو معنا یې په لاندې ډول ده:

۱.د بهلول نصیحتونه: دا اثر ګودر خپرندویی ټولنې په ۱۳۹۱ لمریز کال چاپ کړی دی. اوسنی چاپ یې درېیم دی. د هوښیار بهلول په نامه دوه تنه تېر شوی دی، یو بهلول د سلطان محمود غزنوی ورور وه او بل تن د هارون الرشید له نږدې دوستانو هوښیار بهلول وه. زموږ په ټولنه کې اکثره وخت د سلطان محمود غزنوی د ورور بهلول یادونه کېږی او یا کله کله د ملا نصـرالدین کیسې د هارون الرشی د وخت بهلول ته منسوبېږی نو له همدې امله یې یوازې او یوازې د هارون الرشید وخت بهلول دانا کېسې د فارسی او انګریزی نه ترجمه کړې ترڅو چې د سلطان محمود غزنوی  د وخت او ملا نصیرالدین ته یې هوښیارانه خبرې منسوبې نه شی.

۲.د حضـرت محمد(ص) لنډژوند لیک: دا رساله په ۱۳۹۲ لمریز کال ګودر خپرندویی ټولنې چاپ کړې ده. دغه اثر د فارسی ژبې نه ژباړل شوی دی. د سرور کاینات په هکله ۲۵۰ پوښتنې او ۲۵۰ ځوابونه لری.

۳.د حضـرت ابوبکر صدیق (رض) لنډژوند لیک: دا رساله په ۱۳۹۲ لمریز کال ګودر خپرندویی ټولنې چاپ کړې ده. دغه  اثر هم د فارسی ژبې نه ژباړل شوی دی. د ابوبکر صدیق (رض) په هکله۲۵۰ پوښتنې او ۲۵۰ ځوابونه لری.

۴.د حضـرت عمر(رض)لنډژوند لیک: دا رساله په ۱۳۹۲ لمریز کال ګودر خپرندویی ټولنې چاپ کړې ده. دغه  اثر هم د فارسی ژبې نه ژباړل شوی دی. د حضـرت عمر (رض) په هکله۲۵۰ پوښتنې او ۲۵۰ ځوابونه لری.

۵.د حضـرت عثمان (رض) لنډ ژوند لیک: دا رساله په ۱۳۹۲ لمریز کال ګودر خپرندویی ټولنې چاپ کړې ده. دغه اثر هم  د فارسی ژبې نه ژباړل شوی دی. د حضـرت عثمان (رض)په هکله۲۵۰ پوښتنې او ۲۵۰ ځوابونه لری.

۶.د حضـرت علی(رض) لنډ ژوند لیک: دا رساله په ۱۳۹۲ لمریز کال ګودر خپرندویی ټولنې چاپ کړې ده. دغه اثر د فارسی ژبې نه ژباړل شوی دی. د حضـرت علی(رض) په هکله۲۵۰ پوښتنې او ۲۵۰ ځوابونه لری.

۷. د حضـرت محمد (ص) لنډ سیرت: دا اثر هم ګودر چاپ کړی دی. د کوچنیانو ماشومانو لپاره بهترین لنډ سیرت دی.   

ټولونې

د ټولونو منځپانګه: د پوهنیار هاشمی اکثره لیکنې د یوې علمی تشې د ډکولو لپاره لیکل دې دی. د ده اکثره هغه اثار چې ټولونې دی د محصلانو او عامو لوستو وګړو لپاره پکاریږی. او د دغه شان اثارو منځپانګه یې په لاندې ډول ده:

۱.د ادبی ژانرونو لنډه پیژندنه: دا اثر ګودر خپرندویی ټولنې په ۱۳۹۲ لمریز کال چاپ کړی دی. په دغه اثر کې شاو خوا ۵۰۰ ادبی علمی اصطلاحات ټول شوې دی او د پوهنتون د محصلانو لپاره کار امد اثر دی.

۲. د ادبی اصطلاحاتو سیندګی: دا اثر دانش خپرندویی ټولنې په ۱۳۹۳ لمریز کال چاپ کړی دی. په دغه اثر کې شاو خوا ۲۰۰۰ ادبی اصطلاحات دی. دغه اصطلاحات د ویپانګو( ډیکشنریګانو) په شان د( الف) له توری پیل او په (ی) پای ته رسېږی. محصل او یا هغه څوک چې د یوې اصطلاح د  پیدا کولو علاقمند وی کولای شی چې په لږ وخت کې یې پیدا او خپله ستونزه حل کړی.

۳.د ګل پاچا الفت ستاینې(راټولونه اوسریزه): دغه اثر دانش خپرندویی ټولنې په ۱۳۹۴ لمریز کال چاپ کړی دی. د الفت صاحب شعرونه هر ډول منځپانګه لری خو د ستاینو معنایی برخه یې پیاوړې ده. د ده ستاینې دوه برخې لری، یوه برخه یې د اشخاصو په هکله ده او بله برخه یې د نورو موجوداتو په برخه کې ستاینې دی. دی چې د سیدجمال الدین، خوشحال، ابن سینا، رحمان بابا او یا داسې نورو علمی اشخاصو ستاینه کوی، له ډیره مهارته کار اخلی او که چېرې د ده هره ستاینه ولوستل شی نو انسان فکر کوی چې دی خوشحالپوه، رحمان پوه، نابغه پوه دی. په دغه اثر باندې د هاشمی صاحب ۱۵ صفحې سریزه شته چې د ستاینو په تاریخی پس منظر غږیدلی دی او د الفت صاحب د ستاینو په هغو ځانګړو او منفردو خصوصیاتو یې بحث کړی دی چې په نورو لیکوالو کې دغه برخه نشته او یا کمه ده.

۴.د استاد الفت د شعرونو منتخبات(سریزه، اوډنه او راټولونه): دغه اثر میهن خپرندویی ټولنې په ۱۳۹۴ لمریز کال چاپ کړی دی. د الفت صاحب ټول شعرونه اعلی دی او په دې کې انتخاب اسان کار نه دی خو د لیکوال په وینا چې په دې اثر کې هغه شعرونه ټول شوې دی، چې د نن وخت له شرایطو سره برابره معناییزه خوا لری. د الفت د وخت ناخوالې او نن وخت مشکلات سره ورته والی لری  نو له همدې امله هغه شعرونه د منتخبو بیتونو په ډول ټول شوې دی چې اکثره لوستی وګړی خپلو ستونزو ته متوجې کوی.

۵ .ادبی ترمینالوژی: دا اثر هاشمی خپرندویی ټولنې په ۱۳۹۵ لمریز کال چاپ کړی دی. دغه اثر هم ادبی اصطلاحات دی خو یوه ځانګړنه یې د پورته دوو نورو هغو اثارو سره چې هغه هم ادبی اصطلاحات دی دا ده چې په دغه اثر کې د هرې مهمې اصطلاح سره یې نمونه هم راغلې ده.

۶. سیندونه او اندونه (د کرګر د مقالو ټولګه): دا اثر هاشمی خپرندویی ټولنې په ۱۳۹۵ لمریز کال چاپ کړی دی. دغه اثر د پیاوړی څېړونکی محمد اکبر کرګر مقالې دی. په دغه مقالو کې د شعر په هکله، اسطوره یی، فرهنګی، فلسفی او داسې نورې مقالې شته دی او مدون کوښښ کړی دی چې د تدوین ټول شرایط په نظر کې ونیسـی او خپل کار سم پیل او پای ته ورسوی. هره برخه مقالې په موضوعی لحاظ سره بیل بیل راغلې دی او همدارنګه د کرګر صاحب هر اړخیزه لنډه پیژندنه هم پکې شته. د کرګر صاحب حق او حقوق خو په دغه پیژندنه بسنه نه کوی خو د لیکوال په وینا چې په اینده کې نور کار هم پرې کوی.

۷. د الفت مرغلرې(سریزه، زیاتونه او ویپانګه): دا اثر دانش خپرندویی ټولنې چاپ کړی دی. دغه اثر څو ځلې نور هم چاپ شوی وه خو د د ې کار توپیر د مخکنیو کارونو سره دا دی چې په دې اثر باندې د ګل پاچا الفت هر اړخیزه پیژندنه په ۱۳۰ مخو کې راغلې ده او همدارنګه په مخکنیو چاپ شویو شعری کلیاتو کې د الفت صاحب فارسی شعرونه موجود نه وه او په دغه اثر کې د الفت فارسی شعرونو ته ځانګړې برخه ورکړل شوې ده. په پای کې د الفت د شعرونو یوه کامله ویپانګه چې شاوخوا ۱۵۰۰ لغات کېږی موجوده ده. د لیکوال په وینا چې په دغه اثر یې شاو خوا شپږ میاشتې مسلسل کار کړی دی.

د ماشومانو ادبیات: سیداصغر هاشمی ماشومانو ته هم اثار لیکلی دی چې د نمونې په ډول یې د لیک او لوست اسانه زده کړې نه یادونه کوم:

۱. د لیک او لوست اسانه زده کړه: دغه اثر په خاص مهارت د ماشوم ذهن ته لیکل شوی دی، د افغانستان د ماشومانو ارثی، ټولنیز، سیاسی، اقتصادی او داسې نور شرایط په نظر کې نیول شوې دی او دغه اثر د ماشوم ذهن ته برابر لیکل شوی دی. د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې زیات خرڅېږی چې د خپرندویی ټولنې په وینا شاو خوا یو میلیون جلده پلورل شوی کتاب دی. د هاشمی په وینا چې زما په کتابونو کې ګران را باندې همدا دی ځکه چې د نوی نسل د روزلو لپاره مهم کتاب دی او زما د ټولو کتابونو نه دغه کتاب زیات پلورل شوی دی، د ده په وینا چې هر چیرته روان یم دغه اثر د ماشومانو سره ګورم او د ډېر د خوشحالۍ احساس کوم.

چاپ ته تیار اثار

د هاشمی لاندې کتابونه چاپ ته تیار دی، که چېرې کومه خپرندویه ټولنه او یا داسې څوک پیدا شی چې د چاپ امکانات یې برابر کړی نو دی تیار دی چې بې د هر ډول امتیازاتو یې د چاپ لپاره ورکړی. هغه اثار په لاندې ډول دی:

۱.د پښتو ژبې ادبی سرلاری( دویم او درېیم) ټوک.

۲. نړیوالې ادبی څېرې

۳. ادبی نظم ډولونه او پیدایښت یې

۳. د لرغونې دورې نثری اثاراو پیدایښت یې.

۴.د لودیانو او سوریانو لیکوال.

۵.شاعران او مشاهیر.

۶. د پښتو ژبې تاریخ.

۷.ادب تیوری

۸. ادبپوهنې بنسټونه .

۹. اخلاق د امام غزالی له نظره

مقالې: هاشمی د مختلفو اثارو سربیره شاوخوا۴۰۰ سیاسی،  ادبی، ټولنیزې، اروا پوهنیزې او داسې نورو برخو کې رسمی او غیر رسمی مقالې لیکلې دی، لکه:

۱. سیاسی مقالې: هاشمی د سیاست سره مینه او علاقه نه لری او تر اوسه پورې د هیچا پورې تړلی نه دی، د ده په خپله وینا چې زه د چا پسې نه ځم که څوک زما پسې راځی ورته هر کلی وایم خو بیا هم کله کله په غیر ارادی ډول سیاسی مقالې لیکی چې د نمونې په ډول یې یوه لیکنه راوړم:

اشرف غنی او مثبته ملتپانه

د افغانستان ځینې خلک باید د خپل وجدان په نظرکې نیولو سره مستحق کاندید ته رایه ورکړی.

وجدان د هر انسان لپاره ښه قضاوت کونکی دی.یو عالم وایې که چېرې هر انسان خپل وجدان قاضی کړی او عمل وکړی، هیڅکله به دده څخه تیروتنه ونه شی، چې قاضی دا محاکمه کړی.

رایه ورکول زموږ او ستاسې مسولیت دی خو د دې څخه لوړ مسولیت مستحق ته رایه ورکول دی او که چېرې مو مستحق ته رایه ورنه کړه، الله تعالی به مو محاکمه کوی.

ای افغانانو فکر وکړی او د دقت نه کار واخلی، قوم پرستی، سمت پرستی، ژبه، ګوند، یوه خیټه ډوډۍ، یوجوړه کالی او داسې نور مسایل په نظر کې مه نیسئ. رایه مستحق کاندید اشرف غنی ته ورکړئ.

د استاد شپون خبره(اشرف غنی) پیاوړی علمی پهلوان دی، اشرف غنی باید وپیژنو، رښتیا چې مونږ سترخوشحال خان خټک څه د پاسه څلور سوه کلونو کې ونه پېژنده، د عبدالغفارخان مشر زوی غنی خان مو په سلو کلونو کې ونه پیژنده، نو اشرف غنی به څنګه دومره ژر وپیژنو.

دی ډېر لوړ عالم دی، چې قوم به یې ډېر وروسته وپېژنی، دا د اشرف غنی بدمرغی ده، چې هغه په داسې وخت کې زېږېدلی دی، چې زموږ د قوم ډېره برخه بې سواده او د هغه د پېژندنې توان نه لری خو د اشرف غنی  نه ډېره د قوم بدمرغی ده.

د افغانستان ډېرخلک اوس هم نیشنلیزم او قوم پرستی  په نظر کې نیسـی او عمل کوی. په حقیقت کې (Nationalism) په دوه ډوله دى.

١. Positive Nationalism: دې ته مثبته ملتپالنه (نیشنلیزم) وایی، په دې ډول ملتپالنه کې مشـر او یا رهبر د خپل قوم په واسطه ځان یوځاى ته رسوی او بیا بېرته خپل قوم ته خدمتونه کوی؛ یعنې مشـر د خلکو د خدمت لپاره هرډول هڅې کوی. داسې ملتپالنه په هغو ټولنوکې د تطبیق وړ وی، چې د ټولنې زیات خلک باسواده او تعلیم یافته وی.

٢. Negative nationalism: دې ته منفی ملتپالنه (نیشنلیزم) وایی،   په دې ډول ملتپالنه کې مشـر یا رهبر ټولنې لپاره په چل او فریب کې وی، ځان د خلکو په واسطه لوړو لوړو ځایونو ته رسوی او بیا هېڅ ډول خدمت نه کوی. لکه: زموږ د پارلمان ځینې داړه ماران او غله چې د عوامو په سترګو کې خاورې اچوی او ځان د پارلمان  چوکۍ پورې رسوی او بېرته د همدې خلکو وینې زبېښی.

داسې ملتپالنه په بې سواده او وروسته پاتې ملکونو کې ډېر تطبیقېږی. لکه: افغانستان او داسې نور غریب ملکونه.

په حقیقت کې مثبته ملتپالنه او ملت جوړونه د اشرف غنی احمدزی تګ لاره ده.

خودټولنې ځینې وګړی مو  Negative nationalism(منفی ملتپالنه)او Positive Nationalism(مثبتې ملتپالنې) تر منځ توپیر نه شی کولای، چې د ریاست جمهوری ډېر کاندیدان د منفی ملتپالنې فکر لری او د ډېرو تیرکړه وړه ښکاره دی.

ای افغانانو دخپل سرنوشت ټاکلو لپاره مستحق کاندید اشرف غنی احمدزی ته رایه ورکړئ، چې سیاسی، اجتماعی، کلتوری او فرهنګی، علمی، اقتصادی او د ټولنې نورې خواوې مو پیشرفت وکړی.

۲.ادبی مقالې: هاشمی ډېرې ادبی مقالې لری، په دغو لیکنو کې رسمی او غیر رسمی مقالې موجودې دی. د ده هر ډول مقالې په بیلا بیلو ویبپاڼو کې خپرې شوې دی او همدارنګه په مختفلو اخبارونو او جریدو کې هم نشرشوې دی، د مثال په ډول یوه لنډه  مقاله د نمونې په ډول راوړم:

د غنی او الفت په شعرونو کې د اضدادو فلسفه

د فلسفې د یوې څانګې په ډول د ګل پاچا الفت او خان عبدالغنی خان په شعرونو کې د اضدادو فلسفې په هکله شعرونه شته دی.

الفت وایی: ټوله نړۍ له ضدینو جوړه ده، که د انسان د زړه خوښه وی او که نه وی، له دې اضدادو سره به وخت او ژوند تېروی.

د غنی خان په شعرونو کې هم د ژوند او مرګ په هکله فلسفی شعرونه شته دی، چې د اضدادو د فلسفې ډېرې ښې نمونې دی.

ګل پاچا الفت پخپل (شعری کلیات، ص ۱۰۴) کې د (آغاز او انجام) تر سرلیک لاندې داسې وایی.

له اسمانه څاڅکی راغله د باران
پرې را شنه شوه سپین و سره او زېړ ګلان
یو څو ورځې پس یې باد ویوړلې پاڼې
خپل آغاز آنجام هیڅ نه شو ور عیان
په زرګونو کلو ګورو چې ژوندون شته
حرکت شته لوېدل شته مخکې یون شته
له آغازه له آنجامه خبر نه یو
دومره وایو چې دورونه د ګردون شته

د انسان د پیدایښت ورځ او د مرګ ورځ الله تعالی ته معلومه ده او په تقدیر کې لیکل شوی وی.

هیڅ انسان نه شی کولای، چې د بل انسان د مرګ وخت په دقیقه موده او وخت کې وښایی.

الفت هم داسې نظر لری او د پورته راغلی شعر مفهوم دی: له اسمانه بارانونه راورېږی، ددې بارانونو له امله ټول بوټی شنه کېږی او ډول ډول ګلان پیدا کېږی، د څو ورځو وروسته د همدې شنه شوو بوټو او رنګارنګو ګلانو پاڼې د خزان د شمالونو له راتګ سره له منځه ځی، دغه بوټی په دې پوه نه شول، چې څنګه پیدا او فنا شول.

انسانانو هم په زرهاوو کلونو ژوند وکړ، حرکت، کار او هلې ځلې یې وکړی، همدا انسان له خپل پیدایښته او مرګه خبر نه دی.

دلته هم د ژوندون او د مرګ په فلسفې په هنری، شعری او فکری انداز بحث شته دی، استاد الفت د ژوند او د مرګ په باب داسې نظر لری، چې د انسان د ژوند نېټه او د مرګ نېټه نامعلومه ده، نو په داسې بې اعتباره ژوند بیا اعتماد په کار نه دی.

ګل پاچا الفت په نثری کلیاتو ، ۱۸۵ مخ کې د (غم او خوشحالی) تر عنوان لاندې داسې وایی: (ډېر خلک دی، چې یوه ورځ یې ګرانه ښځه مری او دی غمجن کېږی، مګر بله ورځ نوی واده کوی او د خوشحالۍ هغه زوړ غم بېخی هېروی، نو دغه د خوشحالۍ ډولۍ او هغه د غم جنازه یو له بله ډېر ربط لری، که هغه غم دغه کاله ته رانه شی، دغه ښادی هم نه شی راتلی.

د الفت په شعری کلیاتو کې فیوډالی نظام ته اشاره کوی او وایی:

غنا په فقر حکومت کاندی
بډایان لوړوی په نورو باندې
راسره شته دی ډېر عزتونه
په ماسمېږی واړه کارونه
په خزانو مې فخر شاهان کړی
جګړې جنګونه په ما انسان کړی

په پورته راغلی شعر کې هم د مالدار او غریب یا د مال او پیسو خاوند او مفلس یادونه شوې ده، چې که فلسفی بحث پرې وکړو، نو د اضدادو فلسفې بحث ترې لاس ته راځی.

غنی خان د مرګ او ژوند په باره کې داسې نظر درلود: دا د نور او نار دنیا د اضدادو نه جوړه ده، د هر شی ضد شته، ژوند سره مرګ تړلی دی او یو د بل ضد دی. د ژوند سره، رڼا او تیاره، ګل او اغزی، ټول د ژوند سره تړلی دی.

که د انسان د زړه خوښه وی او که نه وی، ددې اضدادو سره به وخت او ژوند تېروی. د انسان مرګ د انسان د زېږېدو له ورځې د هغې سره یو ځای پیدا شوی دی. او هر ساکښ شی به یوه نه یوه ورځ د منځه ځی او مړ کېږی به.

که یو انسان هر څومره قوی، عالم، فاضل، مالداره او د دُنیا هر څه ورسره وی، بیا هم مړ کېږی.

غنی خان وایی، مرګ په حقیقت کې د انسان ژوند دی، انسان باید خپل مرګ ته خفه نه شی، ځکه د انسان ژوند بعد له مرګه شروع کېږی.

رښتیا که انسان دینداره او د الله تعالی ټول اوامر یې پر ځای کړی وی او د الله تعالی په لوریینې او پیرزویینې د جنت دروازې یې پر مخ خلاصې شی، نو ژوند بیا هلته ژوند دی، نه دې دنیا کې.

کله چې خزان د پسرلې ګلونه ورژوی، پسرلی ورته وایی: ته ما وژلی نه شې، دا مرګ مې د نوی ژوند زیری دی.

نو د مرګ نه پس ژوند شروع کېږی. که په ژوند کې اضداد نه وی، وخت به په انسان نه تېریده، ژوند به بې خونده وی، لکه:

چې په ژوند کې سخته نه وی
لکه بې مالګې طعام
چې په خوله کې خندا نه وی
لکه ډک د خاورو جام

غنی خان وایی: په ژوند کې خوشحالی او خفګان دواړه باید موجود وی، که ژوندکې سختی او خفګان نه وی، داسې مثال لری، چې غذا کې مالګه نه وی، دا چې بې مالګې طعام خوند نه لری، دغسې د خفګان نه بغیر خوشحالی خوند نه لری.

د غنی خان د ژوند او مرګ د فلسفې په اړه خپل نظر دی، د عام انسان فکر د غنی خان فلسفی فکر ته نشی رسېدلای، هغه یو مفکر او فیلسفوف دی. یو عام انسان ته خو مرګ د ژوند خاتمه ښکاری، خو هغه وایی، چې مرګ ژوند نه شی وژلی، لکه:

که لکونه ژوندی مړه کړی

ژوند څوک نه شی مړ کولای
چا د بوی نه منع کړی
شنه ګلونه د رېحان

د غه د غنی خان یقین او ایمان دی او ددې دغه دعوه بالکل صحیح او پرځای ده، هغه نن هم ژوندی او سبا به هم ژوندی وی او تر کومه چې پښتو ژبه او ادب وی، غنی خان څوک نه شی وژلی.    

۳.ټولنیزې مقالې: هاشمی د سیاسی او ادبی مقالو سربیره ټولنیزې مقالې هم لیکلې دی چې د نمونې په ډول یو مثال راوړم:

معلم او عالم

معلم او عالم دوه هغه کلمې دی چې یو له بل لپاره ضروری او نه بېلیدونکې دی.یو معلم باید عالم وی او هر عالم که معلم نه وی باک یې نشته.

علم او پوهه ارزښتناکه سرمایه ده خو له دې پوهې نه د تدریس په وخت کې ښه استفاده او پرځای استفاده کول د یوښه معلم کار دی.

په نړۍکې ډېرعالمان تېرشوی دی، لکه: افلاطون، ارسطو، سقراط، سیدجماالدین افغان او داسې نور په سلګونو. دوی ټول سره له دې، چې نامتو فیلسوفان او پوهان د نړۍ دی خو ښه معلمین او لارښوونکی ورته ویلای نه شو.

همدارنګه په افغانستان کې ډېر پوهان او عالمان لرو خو دوی ټولو ته معلمان او لارښوونکی ویلای نه شو.

د پیداګوژی او ارواپوهنې علم په رڼا کې هر عالم ته معلم او لارښوونکی نه شو ویلای او هر معلم عالم کیدای شی خو هر عالم هېڅکله معلم کیدای نشی.

په ټولې نړۍ کې ارواپوهنه د یو اساسی مسلک په ډول په ټولو پوهنځیو کې تدریسیږی، دا ځکه چې د هر پوهنځی فارغ التحصیل باید د زده کړې د لاس ته راوړلو سره سره د ټولنې یو ښه لارښوونکی هم وی.

نن چې په افغانستان کې د ډاکټرانو له سلوک او رویې نه ډېر خلک  شکایت کوی یا د پوهنتونونو ډېر استادان مو د علم او پوهې د درلودلو سره سره د یو ښه لارښود هېڅ ښه خصوصیات او ځانګړنې نه لری، دلیل یې روښانه دی چې د ارواپوهنې مسلکی مضامین یې نه دی لوستی.

د لوړو زده کړو وزارت باید د افغانستان په ټولو پوهنځیو کې ارواپوهنې ته ځای ورکړی.

شاګردانو ته درس ورکول د یو ښه لارښود کار دی او ښه معلم باید د ډېرو ځانګړنو سره سره لاندې خصوصیات هم ولری:

۱.معلم باید د تدریس له یو ښه مېتود نه استفاده وکړی او دی باید د تدریس له مېتودونونه باخبر وی، که چېرې دې مسلکی مضامین لوستی نه وی، دی هېڅکله د یو ښه مېتود نه استفاده نشی کولای.

۲.معلم باید له شاګردانوسره صمیمانه او دوستانه روابط ولری ترڅوچې شاګردان په زړوره توګه د ستونزو د پیداکیدو په وخت کې له استاده سوال کولای وشی او استاد باید په ورین تندی ځواب ورکړی. معلم باید د شاګرد په سوال کولو له خپل شاګرد سره قصداو ضد ونه کړی.

۳.معلم باید کوښښ وکړی چې د خپلو شاګردانو اصلی نومونه زده کړی او په هماغه اصلی نوم ورته غږ وکړی، دلته د معلم او شاګرد تر منځ مینه او محبت پیداکېږی او د زده کړې پروسه ښه پرمخ ځی.

۴.معلم باید د خپلو شاګردانو استعدادونه معلوم او په داسې شکل امتحان واخلی، چې حق حقدار ته ورسېږی.

د یو ښه معلم لپاره د پورته خصوصیاتوسربېره نورې ډېرې ځانګړنې هم شته چې باید یې ولری او د دغو ځانګړنو لپاره د ارواپوهنې علم او بیا مسلکی مضامینو زده کول د هر هغه عالم لپاره مهم دی، چې د تدریس چارې پر غاړه لری.

۴. ارواپوهنیزې مقالې: هاشمی له ارواپوهنی سره ډېره مینه لری او په لسګونو مقالې یې د ارواپوهنې په هکله چاپ شوې دی چې د مثال په ډول یوه نمونې یې زما انتخاب (همدا اثر) کې دویمه مقاله ده. دغه مقاله د ادبیاتو او ارواپوهنې د اړیکو په هکله  یو ښه مثال کېدای شی.

۵. طبی مقالې: هاشمی د طب په برخه کې پر زده کړو بوخت دی او همدارنګه په دې نږدې وختونو کې یې د قران کریم طبی اعجاز په نامه اثر چاپ شوی دی  او د نمونې په ډول یوه لیکنه یې د مقالې په ډول راوړم:

په اسلام کې بخښنې او عفوې ته زیات ارزښت ورکړل شوی دی او الله تعالی په قرآن کریم کې داسې فرمایی:( فَمَنْ عَفَا وَاَصْلَحَ فَاَجْرُهٗ عَلَی اللّٰهِ)

ژباړه:که چا عفوه وکړه، هغه اصلاح وکړه، اجریې الله تعالی ورکوی.

عفوه د مسلمان لپاره د غچ اخېستلو نه بهتره ده نوځکه دین داره او با ایمانه خلک بښوونکې وی.

۱۴۰۰ کاله وروسته علمی، ساینس او نوی طبی څېړنو ثابته کړه، هغه کسان چې د بخښنې ځواک لری،  له روحی او جسمی اړخه له روغتیا څخه برخمن وی.

هغه کسان چې د عفوه کولو توان لری، د روحی فشار، د ملا دردونه، بې خوبې، د سر درد او د ګېډې درد ورته کم پیداکېږی، همدارنګه عفوه پر هیلې، صبر او پرځان ویسا ډېره مثبته اغېزه کوی او غوسه په انسان باندې بدتاثیرکوی اوکله کله ډېره غوسه د ځینو انزایمونو د لوړیدو لامل ګرځی چې د وینې فشار ورسره لوړېږی.

عفوه د فیزیولوژی یوه برخه ده، هغه کس چې د عفوه کولو توانایی ونه لری نو دغه کس به ځای ته ستونزې جوړوی.

قهراو غوسه د زړه لپاره ډېر تاوانونه لری، هغه کسان چې ډېر قهرجن او غوسه کوونکې دی، نسباًهغوکسانوته چې صبراو زغم لری، ژر زړېږی او د زړه په ناروغیوډېراخته کېږی.

طبی څېړونکې پر دې باور دی، چې د روحی فشارونو له کبله د اکسېجن مصرف د زړه عضلې غټوی، د وینې د ټینګېدو او په پای کې د زړه د حملې لامل ګرځی، دغه شان قهراو غوسه نارحمی رامینځ ته کوی او په وینه کې د پروتینونو د پړسوب لامل هم ګرځی، دغه پروتینونه د رګونو دیوالونه کلکوی او دزړه د ناروغیو امکان پکې ډېروی.

ټولې څېړنې ښیی، چې قهر او غوسه د انسان روغتیا ته زیان رسوی، په داسې حال کې چې عفوه او بخښنه خوندوره او د روغتیا لپاره ګټوره ده.

ویبپاڼو او نورو ځایونو کې خپرې شوې مقالې: د هاشمی اکثره رسمی او غیر رسمی مقالې په تاند، لومړیتوب، انتخاب، روهی، کابل مجله، او د افغانستان اکثره اخبارونو او جریدو کې چاپ شوې دی.

د هاشمی د اثارو ژباړې: د هاشمی ځینې لیکنې د پښتو نه په انګلیسـی او ځینې بیا له پښتو په فارسی ژباړل شوې دی.

ادبی ټوټې: هاشمی درې اثاره د فکر بیان،  د فکر پلوشې او د غوره فکرونو په نامه چاپ شوې دی چې اکثره لیکنې یې ادبی ټوټې دی چې د ګل پاچا الفت سبک سره یو اندازه ورته والی لری،  د ده دغه ادبی ټوټې هر ډول منځپانګه لری چې د نمونې په ډول یو مثال راوړم:

فکری قوت

په نړۍ کې د هر شی په پیداپښت کې د الله تعالی لوی حکمتونه پراته دی. که سترګې وغړوو ډېر لوړ او ټیټ څیزونه به وګورو او د فکری شخوند وهووروسته دې نتیجې ته رسېږو چې د ځینو شیانو په لوړوالی او دځینو شیانو په ټیټوالی کې د څښتن تعالی قدرتونه پراته دی.

ځینې لوړ شیان د ارزښت وړ دی او ځینې ټیټ شیان د ستایلو وړ دی.لکه: اسمان ډېر لوړ دی، بارانونه ورنه کېږی، مځکې خړوبوی، غلې، دانې، میوې اوګلان د همدې بارانونو برکت دی. د همدې بارانونوبرکت دی، چې سیندونه او بحرونه لرو او ډېر حیوانات مو په همدې اوبو کې ژوند کوی، یعنې د ډېرو حیواناتو د ژوند اصلی ټاټوبی او کور په اوبو کې دی.

په همدې بحرونو کې د مرغلرو پیدایښت هم د اوبو برکت دی او اوبه د انسانانو د ژوندیو مهم ضرورت هم دی.

د سپوږمۍ راختل او را پریوتل، د لمر پیدا کېدل او فنا کېدل په اسمان کې دی، همدغه اسمان دی چې ځمکه یې د انسانانو په خدمت کې کړې ده.

که بارانونه نه وی، لمر نه وی،سپوږمۍ نه وی، بادونه نه وی، وریځ نه وی او داسې نور …. نو مځکه به هېڅکله د انسانانو، حیواناتو، او نباتاتو لپاره د ژوند ځای نه وای.

سره له دې چې مځکه ټیټه ده، خو د اسمان برکت دی، چې مځکې باندې ژوند کېږی.

د ځینو شیانو په ټیټ والی کې لوی حکمت پروت وی او له لوړوالی یې ټیټ والی د خورا اهمیت وړ وی.

که یوه لوړه ماڼۍ په نظر کې ونیسو، د همدې ماڼۍ د لوړ والی ټول قوت او استحکام په تهداب کې دی، دلته دی چې د ماڼۍ له لوړوالی نه یې ټیټ والی مهم دی.

د همدې تهداب برکت دی چې ټوله ماڼۍ پرې ولاړه او محکمه ده. بادونه، بارانونه، زلزلې او نور طبیعی افتونه ورته تاوان نه شی رسولای.

انسانان هم لوړه او ټیټه برخه یا نقطه لری، لوړه څوکه یې د سر ده او ټیټه یې د پښو ده.

د انسان لوړوالی ډېر مهم دی، ککره ده چې د ټول بدن رهنمایې کوی، د ښه او بدو کارونو لارښونه همدا ککره او په ککرې  مغز کوی.

د انسان مغز او فکر دی، چې په ټول بدن واکمنی کوی او د بدن اعضاویې یې فرمانبرداری کوی.

د بدن د ټولو اعضاوو( سترکې، غوږونه، لاسونه، پښې او داسې نورو) د ښه کارونو اصلی او حقیقی لامل د انسان ښه مغز او فکر دی. د همدې اعضاوو د بدو کارونو لامل بد مغز او بد فکر دی.

د انسان ټول داخلی جوړښت د فکر او عقل سره نېغ په نېغه اړیکه لری او د ښه فکر او عقل نتیجه ده، چې یو انسان له خپل داخلی جوړښت( احساسات، جذبات، وجدان، اخلاق، انسانیت، سړیتوب او ټول انسانی ښېګڼو) نه ښه استفاده کوی.

که په لاسونو د خیر کارونه کوو، یا سترګې ګناه ته نه پریږو، په غوږونو غیبت نه اورو او قرانکریم اورو، په ژبه درواغ نه وایو، په پښو بدو ځایونو ته نه ځو او د انسانیت ټولې اسلامې او انسانی ښېګڼې لرو، اصلی او حقیقی لارښوونه یې له فکر څخه کېږی، چې د انسان د فکر او پوهې سره مستقیمه اړیکه لری.

د انسان لوړوالی هم لکه د اسمان لوړوالی ډېر مهم دی، اسمان که ځمکه خپله تابع کوی. یو بافکره او پوه انسان هم خپل ټول بدن تابع کولای شی او هېڅکله یې سرکشی ته نه پریږدی.

فکر او عقل چې بې لارې شو، ټول بدن خراب کارونه کوی او له داسې انسانانو بیا د خیر او ښېګڼې طمع او امید نه شو کولای.

فکری قوت انسان ته ډېره پیاوړتیا ورکوی او دغه قوت د نړۍ له ټولو قوتونو ځینې بهتره دی او دغه فکری قوت په علم او پوهې لاس ته راځی.

دلته اکثره خلک پوهه او علم نه لری، نو له همدې امله دوی ښه فکر نه لری او نه شی کولای چې په ټولنې کې ښه کارونه او خدمتونه وکړی.

فکر او عقل د بدن بادشاه دی، ښه فکر او عقل ښه مشری کولای شی او بد عقل او فکر بده مشره کوی.

فکری قوت او ځواکمنتیا له انسانی ټولو قوتونو ځینې بهتره ده، د فکر قوت د انسان نور بدن ته هم قوت ورکوی.

ځینې ملکونه د هغو ککرو(فکر، عقل او پوهې) درلودونکی څښتنان ډېر لری، چې موږ او تاسې ورته احتیاجه او محتاجه یو.

ککرې خو د نړۍ ټول انسانان لری، خو په ککرو او سرونو کې مغز او فکر مهم دی.

ډېرې (زیاتې) بې مغزه او بې فکره ککرې  مهمې نه دی، بلکې په ډېرو ککرو کې هغه ککرې او سرونه مهم دی، چې مغز او فکر یې پیاوړی وی.

په نړۍ کې په هغو ککرو حساب کېږی، چې فکر او عقل یې د کار وی او د هغو سرونو احترام نشته، چې فکر او عقل نه لری.

تاسو هم د هغو ککرو او سرونو احترام وکړئ، چې د لوړوالی حق یې ادا کړی دی او بدن یې خپل تابع کړی دی.

لکه څرنګه چې د اسمان لوړوالی د ځمکې لپاره مهم دی، دغه شان د انسان لوړوالی هم په فکر او عقل کې دی او د نور بدن لپاره مهم دی.

د فکر قوت دی، چې له انسانه پیاوړی انسان جوړوی او فکری ضعف دی چې انسان کمزوری کوی.

د هاشمی نثر: د هاشمی نثر روان، ساده او عام فهمه دی. د ده په ویناوو کې نا مانوس کلمات کم دی او د خپلې خبرې د اثبات او اظهار لپاره کله کله د فارسی او عربی ژبې هغه کلمات چې اوس په ژبه کې مروج دی راوړی. د کتابونو او  مقالو په برخه کې یې اکثره لیکنې همدا ځانګړنه لری.

د نثر سبک یې: هرلیکوال په ارادی او غیر ارادی ډول کله کله د نورو لیکوالو په پل روانیږی او په داسې مواردو کې دغه لیکوال دبل لیکوال د سبک پیروی کوی چې هاشمی هم د الفت مینه وال دی او شاو خوا شپږ کتابونه یې په الفت لیکلی دی او همدارنګه اکثره ادبی ټوټې یې د معنا او شکل له مخې الفت لیکنو سره ورته والی لری. د الفت په نثرونو کې د فکر برخه پیاوړې ده او همدارنګه اکثره لیکنې یې د ویښو زلمیانو د اهدافو لپاره ویل شوې دی، ویښو زلمیانو غورځنګ یوه پیاوړې او سالمه ټولنه غوښتله او سالمه ټولنه د پوهو او کار کوونکیو انسانانو په واسطه جوړیدای شی نو له همدې امله د هاشمی په لیکنو کې هم اساسی او اصلی سمبول انسان دی او همدا انسان دی چې ټولنه جوړوی او ورانوی.   

د  سیداصغر هاشمی د نثر منځپانګه:د هاشمی نثرد منځپانګې له مخې هر ډول مضامین لری. د ده د اکثرو لیکنو معنایی برخه بیا هم د الفت د نثرونو سره یوشان والی لری. د مثال په ډول د نمونو د ډولونو سرلیکونه راوړم او د هرې نمونې بېلګه ځکه نه راوړم چې موضوع مې اوږدیږی او په دې برخې کار مې اینده پلان دی، لکه:( ښوونیز او روزنیز نثرونه، دینی او مذهبی نثرونه، انتقادی نثرونه، ریالیستیک نثرونه، عشقی نثرونه، حقیقی عشق، مجازی عشق، سیاسی نثرونه،  اخلاقی نثرونه، فلسفی نثرونه، اضدادو فلسفه، فکرآزادی، ټولنیزنظرونه، انسان دوستی(هیومانېزم)، مساوات.)       

د هاشمی په نثرونو کې غندنې: د هاشمی په نثرونوکې غندنې هم شته. د مثال په ډول (د خانانو غندنه، منفی دیموکراسی غندنه،  د وخت دځینومشرانو غندنه، قوم پالنې غندنه، نژاد پالنې غندنه او داسې نور)       

د هاشمی په نثرونو کې پیداګوژیکی نظرونه:هاشمی د ارواپوهنې زیاته مطالعه لری نوله همدې امله یې په نثرونوکې داسې مثالونه هم شته چې د ارواپوهنې څرکونه د ادبیاتو سره ښوولی شی، د مثال په ډول (ښوونیز او روزنیز نظرونه، فردی تفاوتونه،  د محیط تاثیرات، والدینو پالنه او مینه د اولاد لپاره او داسې نور)   

متفرقات: د هاشمی نثرونه د معنا په لحاظ ځینې داسې مثالونه هم لری چې یوازې یو یو مثال یې په لیکنو کې تر سترګو کېدای شی چې داسې مثالونو ته یې متفرقات ویلای شو، د مثال په ډول (همدردی، د علم او پوهې ارزښت، عدالت ، علم او عمل، ظلم او زیاتی، ناپوهی او داسې نور)

شاعری: هاشمی د شعراو شاعرۍ لوستلو سره زیاته مینه لری او کله کله مات ګوډ نظم هم لیکی چې د مثال په ډول یې یوه نمونه راوړم:

زندګی

بې کوره او بې اوره او خرابه زندګی
د غم د پاسه غم دی او مرداره زندګی
دا ټوله دنیا ښکلې هره خوا ته خوشحالی ده
یوازې دلته سخته ده، خفګانه زندګی
نړۍ ده په بل شانتې، زندګی په معنا پوه دی
یوازې دلته ګرانه ده، جنجاله زندګی
که ښکلوښکلاګانو ته اهمیت ورکول کېږی
هغه شان وجدان نشته، دلته ګرانه زندګی
هلته په انسان کې د انسان د نوم معنا شته
خو دلته د انسان ده، په بل شانه زندګی
که اور دی که اوبه دی او که ځمکه ده  که شاړه
ایل کړی یې په فکر، دې دنیا ته زندګی
په نورو ممالکو کې حساب دی په فکرونو
خو دلته ده مرداره، له وسواسه زندګی
چې فکراو عمل مو سره یو ځای شی نو کار شی
که فکر و عمل نه وی، نو بې کاره زندګی
چې چېرته پرمختګ وی هلته فکر او عمل وی
خو دلته بیا خرابه بې روزګاره زندګی
اصغره دومره بدې سپورې مه وایه لیوان دی
که خوله یې واچوله نو بیا ورانه زندګی

ټولینز شخصیت: هر انسان په یوه ټولنه کې ژوندکوی او دی مجبوره دی چې کار وکړی او د خپل ژوند بیړۍ له دې ګردابونو نه سلامته پرمخ بوزی او ځان خپل هدف ته ورسوی نو هاشمی هم په ټولنه کې ژوند کوی او غواړی چې خپلو خلکو ته خدمت وکړی. دی ډېرې خبرې نه کوی او اکثره وخت په مطالعه کولو او کتاب لیکلو بوخت وی، د ده په خپله وینا لس کاله کیږی چې زه د لیکوالۍ سره سرو کار لرم په دغو کلونو کې ډېرې ورځې مې خپل علمی کارونو ته ورکړې دی.

د علمی خدمت کولو لپاره یې په ننګرهار کې د هاشمی کتاب خپرنځی په نامه کتابخانه جوړه کړه او د افغانستان ډېر هغه کسان چې د علمی کارونو صلاحیت لری هڅوی چې کار وکړی.

دی د سپورت سره ځانګړې مینه لری او دده په خپله وینا چې زه په سپورت کې د ښه استعداد درلودونکی وم خو دا چې په افغانستان کې یې ارزښت نه درلود او خلکو ورته هم ښه نظر نه درلود نو له همدې امله یې منظم سپورت کول پریخود خو بیا هم د خپل صحت لپاره روزمره سپورت کوی. ده ډېر وخت سپورته کړی دی او دی وایی چې د انسان فکری او ذهنی ځواک د جسمی ځواک سره مستقیمه او غیر مستقیمه رابطه لری نو له همدې امله دی اوس هم سپورت د صحت او خپلو علمی کارونو لپاره کوی.

پهلوانی: هاشمی ډېر وخت پهلوانی کړې ده. د خپل وخت بهترین پهلوان وه، دی وایی چې کله ما منظم سپورت پیل کاوه، د هغه مخکې ما په کوڅو، کور او کلی کې غیږې نیولې او هر کس به مې ماتوه نو له همدې امله راسره مینه پیدا شوه او د لومړی ځل لپاره یې په ننګرهار کې پهلوانی پیل کړه. په ۱۳۸۰ هـ ش کال یې لومړی مسابقه د شرقی زون په سطحه وکړه چې لومړی مقام یې واخیست، د وخت په تېریدلو یې د شرقی زون د خپل وزن شپږکاله قهرمان پاتې شو. د ختیځ زون اکثره ښه پهلوانان یې په خپل وخت کې څملولی دی او د دغو مسابقاتو تصویرونه او اسناد (دیپلومونه) ورسره موجود دی، دې د پهلوانۍ ۲۹ مسابقې کړې دی او ۲۸ یې ګټلې دی او یوه یې د اسیا په قهرمان د دې لپاره بایللې ده چې د هغه وزن ۹۴ کیلو ګرام وه او د ده وزن ۷۴ کیلو ګرام وه یعنې د وزن تر مینځ یې ۲۰ کیلو ګرام توپیر موجود وه.

بهرنۍ سیالۍ: هاشمی په پاکستان کې هم د پهلوانی مسابقات کړې دی، د پاکستان د کوټې په سوبه کې( نیشنل ګیم) مسابقې وې او ده پکې برخه اخیستې وه او ښې لاس ته راوړنې یې درلودې. د هغه وخت اسناد او مدارک هم ورسره موجود دی.

د بدن ښکلا:  د بدن ښکلا ته زیبایی اندام هم وایی،  دی د پهلوانۍ سربیره دا سپورت هم کوی او په دې سپورت کې هم ښې لاس ته راوړنې لری، دوه کاله د خپل وزن قهرمان پاتې شوی دی او اوس هم دغه سپورت کوی.

همدارنګه د ولیبال، فوټبال او کرکیټ سره هم مینه لری او په دې برخوکې یې هم سیالۍ کړې دی. د افغانستان د ولسی لوبو لکه تیګه اچول، خوسی کول او مټ زور وهلو کې هم د ښه مهارت څښتن دی.

د افغانستان په سطحه د تیږې اچولو مسابقوکې یې دویم مقام خپل کړی وه. دی د سپورت سره زیاته مینه لری او دا یې هم د ژوند یوه برخه ده.  

خپله موضوع په همدې ځای پای ته رسوم او په اینده کې د نور لیکوالو او پوهانو څخه امیدواریم چې په هاشمی نوی کارونه وکړی او د لیکوال د زحمتونو حق پکې ادا شی.

په پای کې ځان خوشبخته او نیکبخته ګڼم چې د ډېرو مصروفیتونو سره سره مې دغه مقالې ټولې کړې او دا دی چاپ ته تیارې دی.

په درناوی

پوهنمله مومنه درانۍ، د البیرونی پوهنتون استاده

ماخذونه:

۱: هاشمی، پوهیالی سیداصغر: د نظم تاریخ(لومړۍ او دویمه دوره)، مومند خپرندویه ټولنه، ننګرهار، ۱۳۹۲ ل کال.

۲: هاشمی، پوهنیار سیداصغر: د استاد ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګېزه او جولېزه څېړنه(د ماسټرۍ تېزس)، دانش خپرندویه ټولنه، پیښور، ۱۳۹۳ ل کال.

۳: هاشمی، پوهنیار سیداصغر: ادبی وړانګې، دانش خپرندویه ټولنه، پیښور، ۱۳۹۳ ل کال.

۴: هاشمی، پوهنیار سیداصغر: د الفت مرغلرې( سریزه، زیاتونه او ویپانګه)، دانش خپرندویه ټولنه، پیښور، ۱۳۹۳ ل کال.

۵:هاشمی، پوهیالی سیداصغر: شعر پوهنه، مومند خپرندویه  ټولنه، ننګرهار، ۱۳۹۱ ل کال.

۶: هاشمی، پوهنیارسیداصغر: د څېړنې بنسټونه (دتحقیق فن او لارې چارې)یار خپرندویه ټولنه، ننګرهار، ۱۳۹۴ ل کال.

۷: هاشمی، پوهیالی سیداصغر: بولـله له پیله تر خوشحاله، مومند خپرندویه  ټولنه، ننګرهار، ۱۳۹۱ ل کال.

۸: هاشمی، پوهیالی سیداصغر: ادب پوهنې آرونه، مومند خپرندویه  ټولنه، ننګرهار، ۱۳۹۱ ل کال.

۹: هاشمی، پوهیالی سیداصغر هاشمی: غنی خان فلسفی شاعر، دانش خپرندویه ټولنه، پیښور، ۱۳۹۲ ل کال.

۱۰: هاشمی، پوهیالی سیداصغر هاشمی: ادبی مرغلرې، دانش خپرندویه ټولنه، پیښور، ۱۳۹۲ ل کال.

۱۱: هاشمی، پوهیالی سیداصغر هاشمی: ادبی درو ټاکنه، ۱۳۹۲ ل کال.

۱۲: هاشمی، پوهیالی سیداصغر، د پښتو ژبې ادبی سرلاری، ګودر خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۰ ل کال.

۱۳: هاشمی، پوهیالی سیداصغر، د لیک او لوست اسانه زده کړه، ګودر خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۱ ل کال.

۱۴: هاشمی، پوهیالی سیداصغر، ادبی مرغلرې(دویم ټوک)، دانش خپرندویه ټولنه، پیښور، ۱۳۹۲ ل کال.

۱۵: هاشمی، پوهنیار سیداصغر، د مونوګراف لیکلو لارښود: میهن خپرندویه ټولنه، پیښور، ۱۳۹۴ ل کال.

۱۶: هاشمی، پوهیالی سیداصغر، برخلیک(ناول): ګودر خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۱ ل کال.

۱۷: هاشمی، پوهیالی سیداصغر،د فکر بیان:۱۳۹۳ ل کال.

۱۸: هاشمی، پوهنیار سیداصغر، د فکر پلوشې: ۱۳۹۴ ل کال.

او داسې نور ………………

یادونه: د لیکوال په پیژندنه کې د هاشمی د هغو لیکنو هم استفاده شوې ده چې د مقالو په ډول په تاند او ځینو نورو ویبپاڼو کې خپرې شوې دی.

اړوند مطالب


هغه لارې چارې چې په سبب یې د انسان/ ژباړن: پوهنمل مومنه درانۍ


د انسان د نیمګړتیاوو پېژندل/ ژباړنه: پوهنمل مومنه درانۍ


پښتو ادبی دورې او ځانګړنې/ پوهنیار سیداصغر هاشمی


د پښتو ادبی دورو لارښود/ پوهنیار سیداصغر هاشمی

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=22379

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *