د سږکال په ترڅ کې څه باندې ۲۰۰ زره افغانان بې ځایه شوی

  • خپرول: ۱۷ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 87728

د ملګرو ملتونو سازمان د بشری چارو د همغژی دفتر په یو نوی راپور کې اعلان کړی چې د روان کال له پیل څخه د اکتوبر میاشتې تر لومړۍ اونۍ پورې د افغانستان ۲۴۹ زره او ۲۰۰ اوسېدونکی له خپلو اصلی سیمو څخه بې ځایه شوی دی.
د یاد بنسټ په راپور کې راغلی چې یوازې د اکتوبر میاشتې په لومړۍ اونۍ، ۲۸ زره او ۴۰۰ افغانان د جګړې او ناامنۍ له امله دخپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوی دی.
د یاد راپور له مخې، ډېری بې ځایه شوی کسان له پروان، کاپیسا، تخار، پکتیکا، غزنی، کنړ او بادغس ولایتونو څخه دی.
اوچا وایی چې ۱۱۴ زره افغانان چې د جګړې او وچکالی له امله زیانمن شوی، مرستې ترلاسه کړی دی. خو څه باندې ۵۵ سلنه نور اوس هم بشری مرستو ته اړتیا لری.
د جګړې ترڅنګ، وچکالۍ هم یوشمېر افغانان له زیانمنونکو ولایتونو څخه بې ځایه کړی دی.
د ملګرو ملتونو سازمان د شمېرو له مخې، اوس مهال ۲۱۶ زره افغانان د افغانستان په جنوب او لوېدیځو برخو کې د وچکالی له امله بې ځایه شوی چې له دې ډلې څخه یوازې سل زره کسان یې له څلورو لوېدیځو ولایتونو او هرات ښار څخه دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87728

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *