( د سپین کاروان سرلاری) په نوم ارزښتمن کتاب چاپ شو

  • خپرول: ۲۵ اسد ۱۳۹۶
  • نوملړ: امارت اسلامی
  • د خبر شميره: 31113
( د سپین کاروان سرلاری) په نوم ارزښتمن کتاب چاپ شو

د اسلامی امارت د فرهنګی کمیسیون د تاریخ څانګې لخوا د اسلامی امارت د پنځوس تنو مشرانو د ژوندلیکونو مجموعه ( د سپین کاروان سرلاری) په نوم په ۵۲۲ مخونو کې خپره شوه.

دا مجموعه چې د اسلامی امارت د پنځوس تنو مخکښو څیرو، نظامی مشرانو او سیاسی شخصیتونو تفصیلی سوانح په کې راغلی د خپل ډول خورا ارزښتمن او له معلوماتو ډک اثر دی چې د اسلامی امارت د ټولو مهمو شخصیتونو د ژوند له حالاتو مو خبروی.

ددې کتاب په مقدمه کې راغلی(په دې مجموعه کې د پنځوس تنو امارتی مشرانو سوانح راټول شوی دی چې د ژوند له ابتدائی حالاتو، تعلیم، جهاد او په اسلامی امارت کې  له خدمتونو  بیا د شهادت یا وفات تر وخته د هغوی دژوند په مهمو پیښو رڼا اچوی.په دې مجموعه کې ځکه د ټولو مخکښو او مطرحو شخصیتونو سوانح ځای نه شول چې زموږ په لاس کې فی الحال همدا سوانح بشپړ او د نشر لپاره آماده و، که د نورو  نامرتبو سوانحو تر ترتیب پورې مو انتظار کولای شاید د کتاب چاپ ډیر تأخیر شوی وای او ضخامت به یې هم له معمول حد څخه زیات وای)

دا کتاب چې په ښکلی قطع او صحافت چاپ شوی د ټایټل په لومړی مخ یې په عنوان سربیره د اسلامی امارت د مجاهدینو د یو موټریز کاروان انځور راغلی چې سپین بیرغونه ورباندې رپیږی. د ټایټل په وروستی مخ د کتاب له متن څخه د لنډ اقتباس سربیره د کندهار د عیدګاه انځور اغلی چې د اسلامی امارت د واکمنۍ په مهال جوړه شوې وه.

په کتاب کې راغلی سوانح  د اسلامی امارت د بیلابیلو لیکوالانو لخوا لیکل شوی خو ټولونه، ترتیب او تنقیح  یې د تاریخ د څانګې د مسؤل قاری سعید لخوا شوې ده.

دا کتاب په لومړی مخ د ( لومړی ټوک) لیکل شوی عنوان ښیی چې دا د سوانحو د یوې لړۍ لومړۍ برخه ده چې شاید په راتلونکې کې یې نورې برخې هم ترتیب او چاپ شی.

کتاب له معلوماتی اړخه خورا ارزښتمن اثر دی چې د کتاب د مینه والو تنده خړوبولی شی.

د (سپین کاروان سرلاری ) کتاب مینوال کولای شی د فرهنګی کمیسیون له ټولو اړوندو ادارو څخه کتاب ترلاسه کړی همدا راز د لاندی ورکړل شوی لینک له لارې کولای شی د کتاب pdf بڼه هم ترلاسه او خپلو کمپیوټرونو او مبایلونو ته کښته کړئ.

 

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=31113

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *