د سپرم مشخصات/ د ډاکټر سباوون ځواب

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۵
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 4579

ډیرو قدرمنو ملګرو د سپرم او منی د زیاتولو او نورو خصوصیاتو په هکله پوښتنې کړی له دې چې ډیرې سره ورته وې د بیلګې په توګه دوه پوښتنې راخلو او ځواب کلی ورکوو چې ټولې ځواب شی:

داکټر صیب عمر می تقریبا د۲۲ او ۲۷ کالونو ترمنځ دی او واده می نه دی کړی ولی بدبختانه بلوغ ته درسیدو سره په استمنا یا موټک په ناوړه ناروغۍ اخته شوی وم ولی خوشبختانه ستاسی مشورو دلوستلو ورسته دا دوهم کال دی چې دی ناورغۍ ته می توجه کمه شوی یانی په تیر ۲۰۱۱ ټول کال تر اوسه می ۲ یا ۳ ځل د استمنا نه کار اخیستی خو بربڼد یا سیکس فیلمونو دلیدو خوند اخلم او کله نا کله یی ګورم ولی د استمنا غوندی پری روږدی شوی نه یم.

هغه ستونزه چی زه ورته متوجه شوی یم داستمنا یا موټک وروسته چې کله زه خلاصیږم یانی سپرم می دجنسی الې نه بهر کیږی خوند اخلم ولی سپرم می ټوپ نه وهی په خوند سره دوتلو وروسته بس دجنسی الې نه خټه خټه توی شی، بوی هم لری خو په سیکس فیلمونو کې متوجه شوم چې د نارینه اوبه اولوزی یا داسی ټوپ وهی خو زما ټوپ نه وهی ایا دا دسپرم ټوپ ضروری دی؟ کوم وخت مونږ پوهیږو چې زمونږ سپرم نارمل دی او په راتلونکی وخت به د اولاد په برخه کی کومه ستونزه ونه لرو؟ هیله ده په تفصیل یی جواب راکړۍ. یادونه کوم چې اوس مو کورنۍ غواړی کوژده راته وکړی ولی زه ورته زړه نه ښه کوم او په دی اندیښنه کې یم چې داسی نه شی سبا ورځ ښځې ته کم رانشم او دا هم راته دټولنیز ژوند او افغانی کلتور له امله شرم مالومیږی چې داکټر ته ورشم نو یوازی می تاسی سره شریکه کړه. ستاسی دسالمی رهنمایی په هیله یم

مل.ابراهیم دننګرهار ولایت

محترم ډاکټر سباوون ته

ښاغلې :زما علی احمد نېکی هیلی او ښې ښې پېرزوینی د ننګرهار ولایت څه قبولی کړی او خداى پاک دی وکړی چې دکامل صحت جامې به مو په تن وی :

محترم ډاکتر صاحب : زما یوه پوښتنه داده چی د سپرم دډېرولو لپاره باید څه وسی او کوم عام ټابلیټ ښه دی چی څوک یې باید استعمال کړی ( البته چی په دواخانو کی پیداکیږی ) او بله پوښتنه می داده چی کومه ښځه چی په میاشتنی مریضى کی ډیر د ملا درد ولری نو څه باید وکړی چی ددې مشکل څه خلاص سی .
هیله ده چی ددې پوښتنو جواب په تاند او یا هم زما وایمیل ته راولیږی .

په همدې هیله .

ځواب:

دسپرم د ډیرولو او نورو مشخصاتو په هکله ډیرې پوښتنې شوی دی دلته به په تفصیل سره د سپرم د مشخصاتو په هکله خبرې وکړو هیله ده ددغو وروڼو پوښتنې هم ورسره ځواب شی

ډیر نارینه د دې لپاره چې ماشوم وزیږوی او یا له جنسی مقاربته خوند واخلی هیله لری سپرم ېې ډیر وی او داسې فکر کوی چې که سپرم ډیر وی نو ممکنه ده نو میرمن به ېې ژر حامله شی خو ددې لپاره چې په دې مسلو پوه شئ غوره ده په ټول کې د منی او سپرم په مشخصاتو خبرې وکړو او وګورو دغه مایع څه دندې او کومې ځانګړتیاوې لری .

منی سریښناکه ، او دشیدو په رنګ اوبه دی چې خپل مخصوص بوی لری ددې مادې ph قلایی او (۵/۷- ۳/۷- PH) دی منی په ټول کې دوه برخې لری یوه برخه ېې ژوندۍ حجرې دی چې سپرموټوزیید بلل کیږی چې په هګیو یا خصیو کې جوړیږی او بله برخه ېې اوبه دی چې سیمینل بلل کیږی چې له بیلابیلو برخو او موادو جوړې دی او سپرمونه پکې لامبو وهی .

2په حقیقت کې سپرمونه د ټولې منی اته په سلو کې جوړوی او شمیره ېې په هر سانټی متر معکب منی کې یو سلو شل میلیون ده هر سپرم یو سر او یوه لکۍ لری او د ټول سپرم اوږدولی ۶۰ مایکرونه دی او دخپلې لکۍ په حرکت سره دمنی په اوبلنه برخه کې چې سیمنال بلل کیږی لامبو وهی .

دغه خبره هم دیادولو ده چې کله مایع له بهر کیږی خپله خاص حرکت نه لری خو کله چې اتل ساعته په یوې بلې برخې کې چې اپیددیډرم بلل کیږی پاتې شول دحرکت کولو جوګه شی خو فعال حرکت ېې هغه وخت پیلیږی چې دانزال په وخت د پروستات دغدې او دمنی د کڅوړو په اوبو کې لامبوزن شی سپرم د درویشت کرموزمونو درلودونکې حجرې دی او معمولاً نیمایی ېې X  او نیمایی نور ېې Y کرموزومونه لیږدوی خو اوسنۍ څیړنې وایی چې Y کرموزوم لږ زیات وی دغه راز په نویو څیړنو کې ښودل شوې چې هغه سپرمونه چې ګرد سر او ډیر حرکت لری هغه Y کرموزوم او هغه چې غټ او اوږد سر لری هغه Xکرموزوم لیږدوی.

منی کله چې تولیدل شول په یوې کڅوړه کې چې اپی دیډیم بلل کیږی زیرمه کیږی او سپرمونه تر هغه وخته چې په دغه قلایی برخه کې اوسی که تودوخه ورته مناسبه وی تر ډیرې مودې پورې حتی تر څو میاشتو پورې ژوندی پاتې کیږی خو کله چې له بدنه بهر شی که تودوخه ۳۷ درجې وی او محیط ورته اسیدې نه وی څو ساعته ژوندی پاتې کیدای شی .

کله چې سپرم دمقاربت په وخت د میرمنو تناسلی الې ته ورځی او یا دمصنوع القاح په وسیله هلته هدایت کیږی معمولاً ۲۴ ساعته ژوندې وی خو کله ناکله د رحم د غاړې په برخه کې ننوځې اوهلته تر اوو ورځو پورې هم ژوندی پاتې کیدای شی .

کله چې منی له بدنه بهر کیږی دنشایستې په بڼه بدلیږی او له ۵ تر شلو دقیقو وروسته بیرته د اوبو په بڼه بدلیږی تر هغو چې بیرته داوبو په بڼه نه وی بدل شوی سپرم پکې حرکت نه لری له همدې امله سپارښتنه کیږی چې دسپرم معاینه دسپرم له اخیستو شل دقیقې وروسته ترسره شی منی په بدن کې دننه اوبلنه وی خو کله چې له بدنه بهر کیږی نورې اوبه او مواد ورسره یوځای کیږی او بیا هغه لږ کلکه او دسریښو په شان کړی خو وروسته دپروستات د مایع له امله بیرته اوبلنه شی .

دمنی اوبه خپل خاص خصوصیات لری که بدل شی ممکنه ده کومه ستونزه موجوده وی مثلا که منی ډیره ټینګه وی سپرم پکې ښه حرکت نه شی کولای دغه راز که دبدن اوبه هم کمې شی ممکنه ده منی ټینګه یا غلیظه شی .

که انزال ډیر کم وی ممکنه ده چیرته په لاره کې بندش موجود وی ، که منی ډیره نرۍ وی ممکنه ده مثانې ته د بیرته ګرځیدا یا رتروګراډ له امله دغه ستونزه پیدا کړی دغه چاره خطرناکه نه ده خو کله د پروستات له امله هم ممکنه ده منی نرۍ وی که مقاربت ژر ژر وشی طبعاً دمنی اندازه کمیږی .

په کلی توګه مو د منی دخصوصیاتو په هکله لنډې خبرې وکړې خو د هغه ورور دپوښتنې په ځواب کې چې ویلی دی منی ېې توپ نه وهی باید وویل شی چې له بده مرغه ډیر کسان کله چې استمنا کوی نو دمنی د وتلو مخه لږ ډب کړی دغه چاره پروستات ته تاوان رسوی او منی بیرته مثانې ته ځی دغه راز د منی دکیسو عضلات خپل خاصیت له لاسه ورکوی   البته د منی په ټوپ وهلو کې کمی د اولاد په پیدا کیدا کې کومه ستونزه نه پیدا کوی دغه راز دجنسی خوند د کمیدا سبب هم نه کیږی خو ددې لپاره چې د منی دټوپ وهلو قدرت بیرته زیات شی ځینې سپورټونه شته چې ممکنه ده مرسته وکړی دمثال په توګه د تناسلی برخې عضلات منقبض کړئ او له څو ثانیو وروسته ېې بیرته سست کړی دغه کار څو ځله تکراروئ ورو ورو به د تناسلی برخې عضلات مذبوت او دغه ستونزه به هم ورسره ورکه شی البته که په تناسلی لاره کې تاوان ډیر وی ممکنه ده بیرته عادی حالت ته ستون نه شی خو لکه چې وویل شول تاوان هم نه لری او داندیښنې خبره پکې نه شته البته ځینې کسان وایی که ژر ژر مقاربت وشی نو سپرم هم زیاتیږی او په خپله ېې ټوپ وهل هم زیاتیږی

البته دغه ورور ویلی دی چې منی ېې بوی هم لری او دخټې په شان تویږی نو ډیر ګمان دادی چې په تناسلی لارو کې ېې کوم غړی میکروبی شوی وی غوره ده ټول معاینات وکړئ او علت ېې پیدا کړئ ځکه چې که په سر کې ورته توجه وشی دغه ستونزه ډیره غټه نه ده او په درملو سره ېې علاج کیدای شی په تیره بیا که میکروب وی ژر معالجه کیدای شی په دې شرې چې ډاکټر ته ورشئ او علت ېې پیدا کړئ

د بل قدرمن ورو د پوښتنې په ځواب کې چې ویلی دی څنګه سپرم زیات کړو باید ووایو چې دسپرم کمی او زیاتوالی د اولاد په پیدا کې دومره اغیز نه لری بلکه د یوې هګۍ د القاح لپاره یو سپرم کفایت کوی خو په دې شرط چې سپرمونه سم او سالم وی له دې سره سره دغه څو لارښوونې ممکنه ده دسپرم له ډیرولو سره مرسته وکړی :

سګریت مه څکوئ ، لاندې جامې باید ازادې وی چې نیلون هم ونه لری ،مناسب خواړه وخورئ ، شراب منی او جنسی اشتها کموی دغه برخه هم د رسره مرسته کوی چې په دې برخه کې خپله پوهه زیاته کړئ

د سپرم انالیز

وار مخکې انزال او استمنا

د تناسلی الی کمزوری یا دنعوظ ستونزه

د نارینه وو جنسی کمزورتیا

د میاشتنۍ مریضۍ په وخت د ملا د درد په هکله ځواب دلته لوستلئ شئ

د ملا درد او میاشتنی عادت

اړوند مطالب


په نارینه وو کې د سپرم ستونزه/ د ډاکټر سباوون ځواب


څنګه معده سالمه وساتو/ د ډاکټر سباوون ځواب


مناسب او ایډیال وزن / د ډاکټر سباوون ځواب


وچ مزمن ټوخی/ د ډاکټر سباوون ځواب

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=4579

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *