د سولې کاروان نن په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان څانګې ته مخامخ په تحصن لاس پورې کوی

  • خپرول: ۳ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 65346

له هغه وروسته چې طالبانو د هلمند د سولې کاروان غوښتنې ته ځواب ورنه کړ. اوس مهال دوی غواړی په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د څانګې دفتر ته مخامخ د تحصن خیمه ووهی.
د یاد کاروان یو غړی ویلی چې دوی نن په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر ته مخامخ درې ورځنی تحصن پیل کوی.
د کاروان دغه غړی وایی، له تحصن او په کابل کې د یوناما دفتر ته دخپلې غوښتنې له وړاندې کولو وروسته، په راتلونکې ورځو کې به د یوشمېر نورو سفارتخونو په وړاندې هم تحصن ترسره کړی.
دی زیاته کړه چې په راتلونکې ورځو کې به ددوی تحصن په کابل کې د پاکستان، اېران، روسیې او امریکا سفارتونو په وړاندې هم دوام ومومی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=65346

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *