د سولې په مشورتی جرګه کې د نیوکه کوونکو د ګډون لپاره د داوودزی هڅې

  • خپرول: ۴ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 114347

د سولې مشورتی لویې جرګې د ترسره کېدو کمیسیون رییس محمد عمر داوودزی له ټولو هغو کسانو چې دا جرګه یې تحریم کړی غوښتی چې خپل بندېزونه بېرته لغوه کړی او په دې جرګه کې ګډون وکړی.
د طلوع نیوز د لیکنې له مخې، د لویې جرګې د ترسره کېدو کمیسیون مشر ویلی، که ځینې کړۍ دا اندېښنه لری چې خدای نه خواسته دولت له دې جرګې نه ناوړه ګټه وانخلی، نو باید دا قضاوت له جرګې نه وروسته وکړی که له جرګې وروسته ددوی ارزونې وښودل چې دولت په رښتنی دول له جرګې نه ناوړه ګټه پورته کړې، په دې صورت کې ممکن زه هم ددوی پلویان شم.
په همدې حال کې د افغانستان سولې او ژغورنې شورا د افغانانو ترمنځ د سولې غونډې د ترسره کېدو غوښتونکې شوه او د دوحې غونډې پر ترسره کېدو یې هم ټینګار وکړ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=114347

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *