د سولې په مشورتی جرګه کې د طالبانو حضور شونتیا!

  • خپرول: ۵ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 109977

د سولې عالی شورا د دارلانشا مشر عمر داوودزی د سولې په مشورتی جرګه کې د طالبانو حضور له شونتیا خبر ورکړ.
داوودزی تېره ورځ(وری میاشتې۴مه) په کابل کې په یوه خبری غونډه کې وویل، هغو طالبانو ته چې وغواړی د خلکو له آدرسه د سولې په مشورتی لویه جرګه کې ګډون وکړی، د ګډون اجازه ورکړل شوې ده. ده زیاته کړه چې د سولې په مشورتی جرګه کې طالب ډلې ته د بلنې مساله همدا اوس د سولې په شورا کې تر بحث لاندې ده او ددې شونتیا شتون لری چې دا ډله په راتلونکې مشورتی لویه جرګه کې را وغوښتل شی.
داوودزی زیاته کړه چې د سولې مشورتی جرګې د جوړېدو په موخه چمتووالی نیول شوی او دا جرګه به د روان کال د غویی میاشتې تر نهمه د هېوادوالو د ۲۵۰۰ استازو په شتون جوړه شی.
ده ۱۷۵۰ تنه ګډون وال د ولایتونو ولسوالیو او مرکزونو پورې اړوند وباله او نور پاتی نور یې هغه کسان وباله چې د غیردولتی ملی بنسټونو له آدرسه ددې بنسټونو په مشرۍ کې د ټاکل کېدو په شرط په جرګه کې ګډون کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=109977

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *