د سولې په خبرو کې د مېرمنو د شتون پرسر د خلیلزاد ټینګار

  • خپرول: ۲۱ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 120184

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ویلی چې امریکا د سولې په خبرو کې د مېرمنو ملاتړ کوونکی دی او ښځې باید په بین الافغانی خبرو کې شتون ولری.
خلیلزاد په یو ټویټ کې لیکلی چې له ځینو ښځینه مشرانو، سیاسیونو او د حکومت جګپوړو مشرانو سره په لیدنه کې د سولې بهیر په اړه ګټورې خبرې ترسره کړی دی.
دده په وینا، په دې بحثونو کې د مېرمنو د لاسته راوړنو او دغه راز د سولې بهیر په اړه د اندېښنو پرسر خبرې شوی دی. ده ټینګار کړی، د امریکا سیاست دادی چې مېرمنې باید په خبرو او بین الافغانی مذاکراتو کې ونډه ولری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=120184

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *