د سولې په تړاو شپژو نورو هېوادونو ته د خلیلزاد سفرونو پیل

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 104326

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد بیا د افغانستان په ګډون شپږو هېوادونو ته سفر پیل کړ.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی چې ښاغلی خلیلزاد به بلجیم، جرمنی، ترکیه، قطر، افغانستان او پاکستان ته وکړی.

د خبرپاڼې له مخې د خلیلزاد دا سفر به د روانې زیږدیزې میاشتې له لسمې تر ۲۸ مې پورې دوام وکړی.

خبرپاڼه کې دا هم ویل شوی چې د خلیلزاد دا سفر د افغان سولې لپاره د امریکا د هڅو یوه برخه ده او په دې لړ کې به د امریکا د ملی امنیت ګټې خوندی وساتل شی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په وینا، خلیلزاد به د خپل دې سفر په ترڅ کې د افغانستان له حکومت سره پر افغان سوله سلا مشورې کوی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هیله څرګنده کړې وه دا چې د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسراوی مخکې افغانستان له طالبانو سره د سولې هوکړې ته ورسیږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104326

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *