د سولې په تړاو د اروپایی ټولنې له ځانګړی استازی سره د عمر داوودزی لیدنه

  • خپرول: ۲۲ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 120340

د ګډ حکومت د سولې عالی شورا د دارلانشا رئیس عمر داوودزی د افغانستان لپاره د اروپایی اتحادیې له ځانګړی استازی « رونالډ کوبیا» سره غږېدلی.
د سولې عالی شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې، په یاده لیدنه کې د افغانستان په سوله کې د اروپایی اتحادیې د همکارۍ په ارزښت، د افغانانو په مالکیت د سولې په پروسې، په دوحه کې په نږدې راتلونکې کېدونکې بین الافغانی ناستې او د مشورتی لویې جرګې د پایلو د تطبیق په تړاو خبرې وشوې.
خبرپاڼه زیاتوی چې، داوړو لوړو په افغانستان کې د اروپایی اتحادیې د مرستو په زیاتوالی او د افغانانو په مشرۍ د سولې په پروسې ټینګار وکړ.
عمر داودزی داسې مهال په بین الافغانی مذاکراتو باندې ټینګارکوی چې، د ګډ حکومت لوړپوړی امنیتی چارواکی په پرلپسې ډول د طالبانو د له منځه وړلو او په جګړه ئیز ډګر کې د هغوی د ماتولو ګواښونه کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=120340

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *