
د سولې په بهیر کې د خلیل زاد له اقداماتو څخه د محمد محقق نیوکه
- خپرول: ۲۶ عقرب ۱۳۹۷
- نوملړ: تیتر دو
- د خبر شميره: 89002
اطلس خبری سرچینه: د اجرایی ریاست دوهم مرستیال محمد محقق وایی چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې د طالبانو پخوانی مشر ملا عمر زوی ملا یعقوب سره لیدنه او خبرې کړی دی.
د اجرایی ریاست دوهم مرستیال او د افغانستان خلکو د اسلامی وحدت ګوند مشر محمد محقق د سولې په بهیر کې د زلمی خلیل زاد هڅې یو اړخیز بللی او له ده څخه په نیوکې سره وویل چې دی تردې دمه د سلاورکونې په موخه د هزاره خلکو مشرانو ته نه دی مراجعه کړی.
دی زیاته کړه چې د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی خلیل زاد په تېرو ورځو کې د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې د طالبانو پخوانی مشر ملا عمر له زوی ملا یعقوب سره لیدنه او خبرې کړی دی.
نظرات(۰ دیدگاه)