د سولې ولسی حرکت له کابله بلخ ته پخښې ابلې سفر پیل کړ

  • خپرول: ۱۹ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 76032

د سولې ولسی حرکت نن له کابله د بلخ ولایت په لور پخښې ابلې سفر پیل کړ.

د دې حرکت ویاند بسم الله وطندوست ازادی راډیو ته وویل، دوی به په دې سفر له مختلفو قومونو وغواړی چې په افغانستان کې د سولې لپاره کار وکړی.

ښاغلی وطندوست وویل، له دوی سره شل کسان په دې سفر کې ملګری دی.

دا ولسی حرکت له هلمنده څخه خوځیدلی و او له ۳۸ ورځو مزل وروسته کابل ته ورسېدل.

د سولې ولسی حرکت په کابل کې د امریکا، پاکستان، ایران، روسیې سفارتونو او د ملګرو ملتونو د دفتر مخته پرلتونه او اعتراضونه وکړل.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=76032

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *