د سولې لپاره مثبتې هڅې |غازی ځدران

  • خپرول: ۸ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 73199


Fb-Button

په افغانستان کې له لسیزو راهیسې په بېلابېلو پلمو جګړه روانه ساتل شوې چې په لړ کې یی میلیونونه وګړی ووژل شول او په پېړیو د پرمختګ له کاروانه شاته پاتې شو. دا جګړه له بیلابیلو لارو تغذیه شوې چې کله اسلامی هېوادونو او کله هم لویدیځ د دغې جګړې اور ته خس راوړی.

د دې کړکېچ تر ټولو لوی حقیقت دا دی چې له یوې خوا بهرنیانو لاسوهنه کړې خو له  بلې خوا، په خپله افغانانو د ورور وژنې لپاره له بهرنیانو سره د جوال خوله نیولې. سربېره پر دې په هېواد کې واکدارانو هم د واک د دوام لپاره په دې غمیزې سترګې پټې کړې او یا خو یی د پای ته رسولو لپاره کلکه اراده نه ده کړې. له دوه زره لومړی کال را وروسته له کله چې د امریکا په مشرۍ د نړیوال اېتلاف لخوا د طالبانو د پنځه کلن واک ګیلم ټول کړای شو یو ځل بیا د دغې جګړې د اور لمبې د هرې افغانې کورنۍ تر کوره ورسېدې.

که څه هم د تېرو پنځلسو کلونو راهیسې د دغې جګړې د ختمېدو لپاره غږ پورته کېدو خو جمعی باور دا و چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره اصلا کلکه اراده نه وه موجوده او ځینې کړیو په لوی لاس د طالب او حکومت ترمنځ د خبرو پر سر  خنډونه رامنځ ته کول. ښایی دا ټول د شخصی ګټو او د واک د دوام لپاره وو.

خو د ملی یووالی حکومت په رامنځ ته کېدو سره یو ځل بیا، مړاوې هیلې را ژوندی شوې چې ګواکې د دغې اوږدې غمیزې د پای ته رسولو لپآره ریښتینی ګامونه پورته شی. ښاغلی غنی د لوړې په مراسمو کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې د پایښت لپاره ځینې مهمو ټکو ته اشاره وکړه او ترڅنګ یی سوله؛ د ټولو کارونو په لومړیتوبونو کې راوستله. ښاغلی غنی که له یوې خوا پر وسله والو طالبانو پوځی فشارونه ډېر کړل له بلې خوا یی له نړیوالو فشارونو څخه په ګټې اخیستنې سره د سولې او روغې جوړې پروسې ته هم توجه ډېره کړه.

جمهور رییس غنی د سولې لپاره په یوه وخت نړیواله، سیمه ییزه او د اسلامی نړۍ اجماع رامنځ ته کړه. د دې اجماع په پایله کې په افغانستان کې د روانې جګړې مشروعیت ته پوښتنې لاندې رواستل شو. له شاوخوا یونیمې لسییزې جګړې وروسته د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ یوه وسله واله ډله د سولې له پروسې سره یو ځای شوه. جمهور رییس غنی په دې کار سره وښوده چې د سولې رامنځ ته کېدو او د جګړې پای ته رسولو ته کلکه اراده لری.

له دې وروسته ګڼو هېوادونو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ په ډاګه کړ. د لومړی ځل لپاه په اندونیزیا کې چې په اسلامی نړۍ کې له ځانګړی ځای څخه برخمن دی، د افغانستان جګړې د پای ته رسېدو په خاطر منځګړیتوب  ته زړه ښه کړ او د پاکستان افغانستان او اندونیزیایی دینی‌ عالمان یی په یوه ټغر راټول او په افغانستان کې یی یی روانه جګړه ورور وژنه او نامشروع اعلان کړه. سربېره پر دې په کوردننه شاوخوا درې زره دینی عالمان تر یوه واحد چتر لاندې راټول او په افغانستان کې  یی د ورور وژنې روانې جګړې پر ضد فتوا صادره کړه.

اړوند مطالب


د لویې جرګې داعیان څوک دی؟؟؟ | غازی ځدران


د سولې د خبرو لپاره اوربند اړین دی


د شتمن کېدو لپاره مثبتې تاکیدی جملې


د غازی بابرک خان ځډراڼ تاریخی کلا د روغونې لپاره سروې کېږی

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=73199

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *