د سولې لپاره د مشورتی لویې جرګې د جوړېدو په اړه د ولسمشر غنی غوښتنه

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 104365

د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غنی وایی چې د سولې له پاره دې د مشورو د پراختیا په خاطر مشورتی لویه جرګه جوړه شی.

محمد اشرف غنی نن مازدیګر په ارګ کې د سولې پروسې لومړنۍ مشورتی غونډې ته په خبرو کې وویل چې د سولې په اړه دې د راتلونکی کب میاشت کې مشورتی لویه جرګه جوړه شی او د افغانستان د ټولو خلکو استازی دې په کې ګډون وکړی ترڅو د سولې په اړه په کې بحث وشی.

نوموړی د سولې شورا د دارالانشاء په رئیس عمر داودزی غږ وکړ چې د سولې مشورتی غونډه جوړه کړی او د افغانستان حکومت به یې ملاتړ وکړی.

هغه یو ځل بیا په طالبانو غږ وکړ چې هیواد ته راستانه شی او د افغانستان له حکومت سره خبرو ته کینی.

اشرف غنی تیره ورځ ننګرهار ته د سفر پر مهال هم ویلی وو چې تیار دی طالبانو ته د افغانستان په داخل کې دفتر ورکړی خو طالبانو د نوموړی دا وړاندیز رد کړ او ویلی یې دی چې ګډ حکومت به د سولې له روانو خبرو څخه لرې وساتی.

محمد اشرف غنی دا خبرې په داسې حال کې کوی چې د دافغانستان د قضیې د سیاسی حل له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن له امریکا څخه افغانستان او د سیمې نورو هیوادونو ته خپل پنځم سفر پیل کړ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104365

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




− 8 = 1