د سولې درې اړخیزې خبرې

  • خپرول: ۸ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 118053

سید احمد موسوی مبلغ؛ د افغانستان اطلس خبری سرچینې رئیس
مسکو د طالبانو او سیاسی مشرانو ترمنځ د غیررسمی خبرو د ترسره کېدو لپاره د دوهمې بین الافغانی ناستې کوربه وو. په دې ناسته کې د افغانستان سیاسی پلاوی غړی پخوانی ولسمشر حامد کرزی، حنیف اتمر، عطا محمد نور، محمد محقق او د سولې عالی شورا مشر محمد کریم خلیلی او ځینې نور مطرحې څېرې رانغاړی. په روسیه کې د افغانستان سفیر لطیف بهاند د افغانستان هغه یوازینی چارواکی دی چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په استازیتوب په دې ناسته کې ګډون کړی دی. په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین په وینا، د طالبانو ځینو جګپوړو چارواکو له هغې جملې ملا عبدالغنی برادر هم په دې خبرو کې د ګډون په موخه مسکو ته تللی دی. د طالبانو مشری مرستیال ملا برادر چې د لومړی ځل لپاره په دې غونډه کې د رسنیو پر وړاندې را څرګند شوی، د تېرو په څېر پر دوو ټکو د ټینګار ترڅنګ، په غونډه کې را څرګند شو. لومړی ټکی دا چې دده او طالب ډلې له نظره، ترهغه وخته چې بهرنی سرتېری په افغانستان کې شتون لری، سوله او اوربند شونی نه دی. د ملابرادر د پام وړ دوهم ټکی هم دا وو چې په هیڅ ډول حالاتو کې به د افغانستان له دولت سره چې په وینا یې یو بې اراده او لاسپوڅی حکومت دی، خبرې ونه کړی. له بلې خوا، د افغانستان د سولې عالی شورا مشر محمد کریم خلیلی هم په خپلو څرګندونو کې پر دې مطلب ټینګار وکړ چې طالبان نباید د یوې فاتح ډلې په توګه په واک کې د شتون خیال په سر کې ولری. ده وویل چې طالبان نباید د امریکا او د افغانستان حکومت په اړه د پخوانی شوروی ځواکونو د ماتې په برخه کې د مجاهدینو لیدلوری ولری. حامد کرزی او په مسکو کې د افغانستان سفیر هم د سولې خبرو په برخه کې د روسیې له رول څخه هرکلی کړی او د هغه پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ. دا نطرونه کولای شی په خبرواترو کې د دریو بېلابېلو فکری او سیاسی اړخونو ښکارندویې وکړی. طالب ډله د خبرواترو د یو اړخ په توګه چې همداشان پر خپل مخکنی دریځ ټینګار کوی او دا ټینګار کولای شی په دې معنی وی چې د طالبانو او امریکا خبرو د پرمختګ په برخه کې د ادعاو سربېره، لا تراوسه ښکېلې خواوې د خبرواترو د اصلی موردونو لکه له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو د وتلو او واک ته د طالبانو د ننه کېدو څرنګوالی پرسر جدی نظر اختلاف لری. له بلې خوا، یوشمېر سیاسی شخصیتونه په دې لټه کې دی ترڅو په افغانستان کې د امریکا له ماتې سره مخ شوې څېره په یوډول بېرته جوړ کړی او له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو وتل باعزت ډول وښیی. بل اړخ هم چې په افغانستان کې د امریکا سیاستونو او دغه راز د سولې خبرو اترو په اړه ناخوښ دی، په هڅه کې دی ترڅو د افغانستان په سیاسی برخه کې د سیمې هېوادونو له هغې جملې د روسیې رول ته ډېروالی ورکړی ترڅو امریکا د افغانستان په راتلونکې سیاسی حالاتو کې لږ فرصت ولری او ښایی په اوسنیو حالاتو کې د افغانستان دولت هم له دا ډول تګلارې ملاتړ کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=118053

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *