د سولې خبرې: خلیلزاد وایی، ‘له لوړو ژورو سره مو پرمختګ وکړ’

  • خپرول: ۲۱ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 108394

خلیلزاد

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

خلیلزاد وایی، ‘دا څرګنده شوه چې ټول لوری د جګړې ختمول غواړی’

د امریکایی استازو او طالبانو تر منځ د قطر پلازمېنه دوحه کې له دوو اونیو راهیسې روانې خبرې د کومې هوکړې له لاسلیکولو پرته پای ته ورسېدې. بېلابېلو سرچینو بی بی سی ته وویل، چې پر یو شمېر ټکیو پرمختګ شوی دی.

ویل کېږی دواړه لوری د ترهګرۍ پر تعریف او دا چې څوک ترهګر دی، سره سلا شوی دی. سرچینې وایی، د امریکایی ځواکونو د وتلو پر مهالوېش لا هم اختلاف پر ځای پاتې دی.

د خبرو د دې پړاو په پای کې کومه هوکړه نه ده لاسلیک شوې، خو ټاکل شوې چې امریکایان او طالبان به د روانې مارچ میاشتې وروستیو کې د خبرو بل پړاو پیلوی.

  • دوحه کې د سولې خبرې نهمه ورځ هم روانې دی
  • ملا برادر او خلیلزاد په دوحه کې سره ولیدل

بل لور ته د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزرات ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د خبرو پنځم پړاو له پای ته رسېدو وروسته په یو شمېر ټویټر پیغامونو کې ویلی، د سولې لپاره حالت ښه شوی دی:

دا څرګنده شوه چې ټول لوری د جګړې ختمول غواړی. له لوړو ژورو سره هم موږ پرمختګ وکړ. د سولې لپاره باید پر څلورو ټکو هوکړه وشی، چې له ترهګرۍ د مبارزې ډاډ، د پوځونو وتل، د افغانانو خپلمنځی خبرې او هر اړخیز اوربند دی. د جنورۍ خبرو کې موږ اصولاً پر دغو څلورو اصلونو موافقه وکړه او موږ اوس د لومړنیو دوو پر مسودې هوکړه کړې. کله چې د پوځونو وتلو مهالوېش او له ترهګرۍ سره د اغېزمنې مبارزې اقداماتو پر مسوده هوکړه وشی، بیا به طالبان او د حکومت په ګډون نور افغانان د یوه سیاسی جوړ جاړی او هر اړخیر اوربند لپاره خپل منځی خبرې پیل کړې. بل ګام به واشنګټن کې بحثونه وی او دغه راز به له نورو ملګرو سره سلا مشورې کېږی، موږ به ژر بیا سره ووینو او تر هغو چې پر ټولو مسایلو هوکړه نه وی شوې، وروستۍ هوکړه نه شته.

له ټویټر تېر شئ د @US4AfghanPeace شمېره په مټ

د ټویټر تبصرې پای د @US4AfghanPeace شمېره په مټ

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبر پاڼه کې ویلی، خبرو کې له افغانستانه د امریکایی ځواکونو وتلو او دا چې راتلونکی کې به له افغانستان څخه امریکایان او ملګری یې څه ډول ډاډه کېږی، پرمختګ شوی دی.

نوموړی وایی، دواړه لوری په شویو پرمختګونو لا زیات غورکوی، له خپلو مشرانو سره به یې شریکوی او راتلونکی غونډې ته چې د نوموړی په وینا وخت به یې وروسته د دواړو لوریو استازو په خوښه ټاکل کېږی، چمتوالی کوی.

تېر کال د افغان سولې خبرو لپاره د ځانګړی استازی په توګه د زلمی خلیلزاد له ټاکل کېدو وروسته د خبرو بهیر چټک شو او لومړۍ لیدنه د ۲۰۱۸ کال اکتوبر کې دوحه کې وشوه.

د انځور حقوق
.

Image caption

د افغان سولې لپاره د امریکایی حکومت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ویلی و، دوشنبه (فبروری ۲۵مه) یې په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر له نوی مشر ملا برادر سره په لومړی ځل ولیدل.

لومړی سر کې د خبر لپاره د امریکایی استازو مشری ښاغلی خلیلزاد کوله او د طالبانو مرکچیانو مشر د طالبانو قطر دفتر مشر شیر محمد عباس ستانکزی کوله.

وروسته د طالبانو د مشر ملا هبت الله مرستیال ملا عبدالغنی برادر اخوند د طالبانو قطر دفتر مشر غوره شو.

د امریکایی پلاوی مشری افغان توکمه زلمی خلیلزاد کوله او د رپوټونو له مخې دې خبرو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی، د امریکا د نړیوالې همکارۍ ادارې او کابل کې د دغه هېواد د سفارت استازی هم شامل ول.

په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو قومندان جنرال سکاټ میلر هم تر یوې اوونۍ پورې په دې خبرو کې له ګډون کولو وروسته د چارشنبې پر ورځ (مارچ شپږمه) له دوحې ستون شو.

د طالبانو پلاوی کې شیر محمد عباس ستانکزی، مولوی ضیاالرحمان متفی، عبدالسلام حنفی، شیخ شهاب الدین دلاور، ملا عبداللطیف منصور، ملا عبدالمنان عمری، مولوی امیرخان متقی، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خیرالله خیرخواه، مولوی مطیع الحق، ملا محمد انس حقانی، ملا نورالله نوری، مولوی محمد نبی عمری او ملا عبدالحق وثیق شامل وو.

د مارچ پر اوومه ځینو سرچینو وویل، چې د طالبانو د پخوانی مشر ملا محمد عمر ورور ملا عبدالحنان عمری هم تازه په قطر کې د خبرو له بهیر سره یو ځای شوی و.

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو دا وروستیو کې وویل، که د زلمی خلیلزاد په مشرۍ خبرې کافی پرمختګ وکړی، نو دی به خپله خبرو کې د ګډون لپاره وکولای شی قطر ته لاړ شی.

د خبرو له پیله په خبرو کې د پرمختګ خبره کېده، خو رسنیو ته ډېر جزیات نه ورکول کېدل. د بحثونو څرنګوالی په تړاو هم ضد او نقیض څرګندونې کېدې.

امریکایانو ویل، له ترهګرۍ سره مبارزه، په بین الافغانی خبرو ټینګار، له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو وتل او د اوربند ټینګښت د دغو خبرو مهم موضوعات دی، خو بل لور ته همدا نن د پنځم پړاو خبرو له پای ته رسېدو وروسته د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې وویل، د اوس لپاره په قطر کې یوازې پر دوو موضوعاتو خبرې شوې، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو او د افغانستان خاوره د چا په ضرر نه کارولو موضوعات دی.

د نوموړی په وینا له دې ور ها خوا د اوس لپاره پر نورو موضوعاتو چې په امریکایانو پورې اړه نه لری، خبرې نه دی شوې.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108394

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *