د سولې خبرو راتلونکې غونډه به په اسلام اباد کې وشی

  • خپرول: ۲۵ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 104822

طالبانو په راتلونکې اونۍ ددې ډلې، پاکستان او امریکا د استازو ترمنځ د یوې درې اړخیزې غونډې له ترسره کېدو خبر ورکړ.

د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، ددې ډلې په اعلامیه کې راغلی: د پاکستان دولت د رسمی بلنې له مخې، ټاکل شوې د افغانستان د سولې بهیر په اړه له امریکایی چارواکو سره د طالب استازو غونډه د ۲۰۱۹ کال د فبروری میاشتې په ۱۸ مه په لاره واچول شی.

ددې ډلې په وینا، له هغه وروسته د هغې هوکړې له مخې چې د مسکو په وروستۍ غونډه کې ترسره شوې، ددې ډلې او امریکا استازو ترمنځ راتلونکې خبرې د روانې میاشت په ۲۵ د قطرپلازمېنه دوحه کې ترسره شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104822

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




68 − 65 =