د سولې خبرواترو لپاره د یوه روښانه طرح د رامنځته کېدو پرسر د سیاسی ګوندونو ټینګار

  • خپرول: ۱۹ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 87805

سیاسی ګوندونه وایی حکومت د سولې لپاره روښانه او واضح طرحه نه لری‎. ‎
سیاسی ګوندونو د زلمی خلیلزاد د غوښتنې په مقابل کې ویلی، چې حکومت باید یوه جامع طرحه او کړنلاره څرګنده کړی‎. ‎
زلمی خلیلزاد چې د افغان سولې لپاره امریکایی مامور دی، پر افغان حکومت غږ کړی چې با صلاحیته پلاوی دې ورته وټاکی‎. ‎
د سیاسی ګوندونو او سیاسی څېرو د ائتلاف غړی، محمد یونس قانونی وویل، د روښانه طرحې نه شتون د سولې پر وړاندې ‏ستره ننګونه ده‎. ‎
د حراست او ثبات شورا غړی عمر داودزی اعتراف وکړ، چې دوی د سولې ادرس غلط کړی و‎. ‎
هغه وویل، اوولس کاله وړاندې موږ له ناسمې نقطې پیل وکړ او هغه دا چې له دښمنه مو د مرستې غوښتتنه کوله‎. ‎
په ورته وخت کې د سولې شورا دعوه کوی چې له طالبانو سره یې غیر رسمی خبرې شوې دی‎. ‎

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87805

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *