د سولې بهیر په اړه له سیاف سره د خلیلزاد لیدنه او خبرې

  • خپرول: ۳۰ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 105683

د افغانستان سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن(سلواغې۳۰) له جهادی مشر عبدالرب رسول سیاف سره لیدنه وکړه.
خلیلزاد د هېواد له سیاستوالو سره د خپل لیدنې په دوام، له سیاف سره لیدلی او د سولې بهیر په اړه یې خبرې کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ددې لیدنې په اړه په خپله ټویټرپاڼه لیکلی: له استاد سیاف سره مې ګټورې خبرې لرلې. موږ هوکړه وکړه چې یوه سراسری او ملی مرکچی ډله اړتیا ده.
په دې اړه نور جزییات تردې دمه نه دی روښانه شوی.
د یادونې وړ ده چې خلیلزاد د لویې جرګې له ترسره کېدو نه مخکې د سولې مرکچی ډلې پر رامنځته کېدو ټینګار کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105683

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




42 + = 43