د سولی او اعتدال په نامه د حنیف اتمر ټاکنیز ټکټ اعلان شو

  • خپرول: ۲۸ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 100671

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو نوماند «محمد حنیف اتمر» د «سوله او اعتدال» تر نامه لاندې خپل ټاکنیز ټکټ اعلان کړ.
حنیف اتمر په یاد ټاکنیز ټکټ کې «محمد یونس قانونی» د لومړی مرستیال او «محمد محقق» د دوهم مرستیال په توګه غوره کړی.
نوموړی په دې اړه په خپل ټویټر لیکلی چې « زه به له خپلو وروڼو یونس قانونی او محمد محقق سره یو ځای د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره خپل ټاکنیز ټکټ ثبت کړم، نن ورځ زموږ لپاره تاریخی ورځده».


تمه ده چې حنیف اتمر به نن د ګڼو سیاستوالو په بدرګه د ټاکنو کمیسیون ته ورشی او رسما به راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوملیکنه وکړی.
دا په داسې حال کې چې د ګډ حکومت مشر «اشرف غنی» ولسمشریزو ټاکنو ته خپله نوماندی تائید کړې خو لا یې هم نوملیکنه نده کړې، ویل کېږی چې نوموړی لا هم ندی توانیدلی خپل ټاکنیز ټکټ بشپر کړی او تر اوسه یې چا مرستیالۍ ته زړه ندی ښه کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=100671

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




44 + = 46