د سولی عالی شورا: په راتلونکې میاشتو کې په هېواد کې د سولې په برخه کې ستر بدلونونه رامنځته کېږی

  • خپرول: ۳۱ جوزا ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 65245

د سولې عالی شورا وایی، د طالبانو مشری برخې اوربند ته لېوالتیا ښودلې او په راتلونکې میاشتو کې په هېواد کې ستر بدلونونه رامنځته کېږی.
د یاد شورا ویاند سید احسان طاهری وویل چې تر څو راتلونکې میاشتو پورې په هېواد کې د سولې په برخه کې به ستر بدلونونه رامنځته شی او یاد شورا له طالبانو غوښتنه لری چې په خپلو پرېکړو کې په خپلواکه توګه عمل وکړی.
ښاغلی طاهری وویل: د طالبانو په مشری برخو کې لېوالتیا رامنځته شوې او هیلې شتون لری ترڅو په روان کال کې له طالبانو سره د مستقیمو خبرواترو د پیل شاهد اووسو چې په دې سره ترڅو راتلونکې میاشتو پورې به د سولې په برخه کې د سترو بدلونونو شاهد اووسو.
د سولې عالی شورا ویاند دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږی چې طالبانو څه موده وړاندې په یوه ویناپاڼه د اوربند د پای په مناسبت ویلی وو چې د افغانستان امنیتی ځواکونو او بهرنیو سرتېرو په وړاندې خپلې جګړې ته دوام ورکوی.
طالبانو په خپله ویناپاڼه ویلی چې د کوچنی اختر درې ورځنی اوربند د افغانستان حکومت د خوشحالۍ لپاره نه بلکه د خلکو د هوساینې په موخه ترسره شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=65245

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *