د سوریې په ادلیب ښار کې د ترهګرو په ختمیدو د امریکا ویره

  • خپرول: ۲۲ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: خاورمیانه
  • د خبر شميره: 83265

۴ تیر دقیقه

د پنتاګن یوه ویاند اعلان کړی دی چې که چیرته د سوریې فوځ د روسیې په ملاتړ د ادلیب په ښار برید وکړې مسکو به له شک پرته په دغه ښار کې د انسانی ناورین مسوول وی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د پنتاګون یوه ویاند اریک پاهون روسیې ته خبردارې ورکړی او ویلی یې دی چې د ادلب په ښار کې د ترهګرو وروستی مرکز باندې د روسیې او ایران په ملاتړ د سوریې د فوځ خونړیو بریدونو امریکا اندیښمنه کړی ده.

نوموړی زیاته کړه چې له څه وخت راهیسې بشار اسد د ادلب په ښار کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړی دی او د روسیې او ایران هېوادونو هم په دغه ښار کې هوایی بریدونه ترسره کړی دی چې دغه بریدونه اندیښمنونکی دی.

د امریکا د دې چارواکی په وینا د مدیترانې په اوبو کې د روسیې د هېواد جنګې بیړۍ هم د تګ راتګ په حال کې دی او دغه بیړۍ باید د ټولو نړیوالو امنیتې قوانینو په پام کې نېولو سره چلند وکړې.

د کارپوهانو په وینا امریکا دغه څرګندونې په داسې حال کې ترسره کوی چې پخپله په سوریه کې د ترهګرو له ملاتړو څخه ده او تل یې ددغه هېواد په مختلفو سیمو کې ددې ډلو څخه ملاتړ کړی دی او په اوس وخت کې د سوریې د فوځ په بریدونو باندې په نیوکو کولو سره غواړی چې په ادلب کې د ترهګرو د له مینځه وړلو مخه ونیسی.

 

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=83265

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *