د سوریې په ادلب سیمه کې د ترهګرو د لمنځه وړلو په اړه د امریکا وېره او اندېښنې

  • خپرول: ۲۲ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 83235

د پنتاګون یو ویاند اعلان کړی که د سوریې پوځ د روسیې تر ملاتړې لاندې پر ادلب سیمه باندې برید ترسره کړی، له کوم شک پرته مسکو به په دغه ښار کې د انسانی ناورین مسول وی.
د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د پنتاګون یو ویاند روسیې ته خبرداری ورکړی او ویلی چې پر ادلب سیمه باندې د روسیې او اېران هېوادونو په ملاتړ د سوریې پوځ خونړی برید چې د ترهګرو وروستۍ اډه ده، د امریکا د اندېښنې لامل شوی دی.
دی زیاته کړه، بشار اسد خپل ځواکونه د ادلب ښار په شاوخوا سیمو کې ځای پرځای کړی او روسیې او اېران هېوادونو هم پر دغه ښار باندې خپل هوایی بریدونه په لار اچولی چې دا بریدونه د اندېښنې وړ دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=83235

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *