د سوریې بوځ د ادلب ښار پوځی هوایی ډګر د بشپړ نیولو په حال کې دی

  • خپرول: ۲۱ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 41063

د سوریې پوځ په حماه او حلب کې د پرمختګ ترڅنګ، د ادلب په سیمه کې د ابوالضهور په هوایی ډګر د النصرې ډلې ترهګر کلا بند کړی او په دې بریالی شوی چې سیمې ته ننوځی.
د الیوم راپور له مخې، د سوریې د بشری حقونو څار بنسټ مدیر رامی عبدالرحمن اعلان کړی چې د سوریې پوځ ځواکونو بریالی شوی چې په ادلب ښار کې د ابوضهور هوایی ډګر ته ننوځی او اوس مهال د ځواکونو او ترهګرو ترمنځ چې ددغه هوایی ډګر دننه کې شتون لری، سختې نښتې دوام لری. دی زیاته کړه: د نظام ځواکونو دغه ډګر ته دننه شوی په داسې حال کې چې دغه هوایی ډګر څو ورځې وړاندې ددوی محاصرې ته ورغلی وو او دوی د پوځی اړخه پر هغه باندې برلاسه شوی ول. دغه پرمختګ پر یاد هوایی ډګر باندې د النصرې د برلاسه کېدو څخه دوه کال وروسته ترسره شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41063

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *