د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتوالی په موخه د افغانستان او چین نوی هوکړه لیک

  • خپرول: ۱۴ قوس ۱۳۹۷
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 91886

چین او افغانستان د دواړو هېوادونو د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتوالی په موخه یوه هوکړه لاسلیک کړې ده.
د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرستې کامله صدیقی نن چهارشنبه د چین هېواد د بازارونو د تنظیم چارو وزیر ژینک ماو سره په لیدنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتوالی په موخه یوه هوکړه لاسلیک کړه.
همداراز په دې غونډه کې صدیقی د سوداګریزې راکړې ورکړې زیاتوالی او د هېواد اقتصادی پرمختګ په موخه د چین ملاتړ ترلاسه کول ددې هوکړې له مهمو اهدافو څخه وباله.
په همدې حال کې د چین هېواد د بازارونو د تنظیم چارو وزیر ژینک ماو څرګند کړ چې په افغانستان کې د پانګونې په موخه ډېرې زمینې شتون لری او چین په پام کې لری ترڅو له دې فرصت څخه د افغانستان د اقتصادی پرمختګ په موخه ګټه واخلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=91886

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *