د سمې لارې فکری ځوانانو بنسټ له لورې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین او د ټاکنو امنیتی کمیسیون رئیس ستر پاسوال اختر محمد ابراهیمی ته د ټاکنو د امنیت د ښه مدیریت له کبله مډال ورکړل شو.

  • خپرول: ۲۹ عقرب ۱۳۹۷
  • نوملړ: د کورنیو چارو وزارت
  • د خبر شميره: 89244


د سمې لارې فکری ځوانانو بنسټ له لورې د هېواد امنیتی او دفاعی ځواکونو د ستاینې په پار جوړه شوې غونډه چې د ملی دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د ملی امنیت ریاست له مشرانو سربېره د یادو امنیتی ارګانونو د منسوبینو په ګډون د حکومت د رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه لومړی د یاد بنسټ مشر سلیمان خپلواک د ټولو امنیتی او دفاعی ځواکونو کړنې او لاسته راوړنې او په ټاکنو کې د امنیتی او دفاعی ځواکونو له لورې نیول شوی امنیتی تدابیر وستایل او د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین او د ټاکنو امنیتی کمیسیون رئیس سترپاسوال اختر محمد ابراهیمی څخه یې ځانګړې مننه وکړه، چې د خپلې قوی سوق او ادارې له مخې یې د ټاکنو امنیتی تدابیر په ډېر ښه او بریالی شکل سره مدیریت کړل.

ورپسې له کابل څخه ولسی جرګې ته نوماندې خاطرې اسحاق زی، د کابل پوهنتون استاد محبوب شاه محبوب، مدنی فعال ارشاد رغاند او یو شمېر نورو ځوانانو هم په خپل وار سره خبرې وکړې او د هېواد امنیتی او دفاعی ځواکونه یې د دې هېواد ریښتینې اتلان یاد کړل.

وروسته د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین او د ټاکنو امنیتی کمیسیون رئیس ستر پاسوال اختر محمد ابراهیمی د سمې لارې فکری ځوانانو بنسټ څخه مننه وکړه چې د خپلو اتلانو د ستاینې لپاره یې ځانګړې غونډه جوړه کړه.

ښاغلی ابراهیمی د ټاکنو امنیت ته په اشارې سره وویل:”د ولسمشر او وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان له لورې د سولې په برخه کې جوړه شوې ستراتیژی چې په نړیواله کچه یوه منل شوې ستراتیژی ده او د نړۍ جیدو او دینی عالمانو هم د سولې په اړه خپل غږونه پورته کړل او په افغانستان کې روان جنګ او جګړه یې ناروا وبلله نو موږ له هماغه وخته د ټاکنو د ترسره کېدلو لپاره یوه قوی اراده لرله څو ټاکنې مو په وخت او پوره ډاډمنه امنیتی فضا کې ترسره شی، چې له نیکه مرغه ستاسې امنیتی او دفاعی ځواکونو د دښمن له لورې ټول پلان شوی ترهګریز او شوم پلانونه شنډ او خلکو ته یې په ټاکنو کې د ډاډمن امنیت زمینه برابره کړه.”

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین او د ټاکنو امنیتی کمیسیون رئیس ستر پاسوال اختر محمد ابراهیمی په ټاکنو کې د خلکو له پراخ ګډون څخه هم ځانګړې مننه وکړه او په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون یې د دښمن په مخ کلکه څپیړه وبلله.

دغه راز د ملی دفاع وزارت د دفاعی پالیسۍ رئیس جنرال خیال نبی احمدزی هم خبرې وکړې او د سمې لارې فکری ځوانانو له بنسټ څخه یې مننه وکړه چې د امنیتی او دفاعی ځواکونو د ستاینې په موخه یې ځانګړې غونډه جوړه کړه.

هېره دې نه وی چې د غونډې په پای کې د سمې لارې فکری ځوانانو بنسټ له لورې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتی معین او د ټاکنو امنیتی کمیسیون رئیس ستر پاسوال اخترمحمد ابراهیمی ته د ټاکنو د امنیت د ښه مدیریت له کبله مډال او د کورنیو چارو وزارت، ملی دفاع وزارت او د ملی امنیت ریاست یو شمېر سرتیرو ته ګلان ورکړل شول.
 

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=89244

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *