د سمنګان ولایت د امنیت امر له ځینو نورو سره ووژل شول

  • خپرول: ۲۴ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 87946

د سمنګان سیمه ییز چارواکی تائیدوی چې د دې ولایت امنیت امر حاجی خوانی او د ملی پولیسو لسګونه پوځیان د وسله والو په برید کې وژل شوی دی.
چارواکی زیاتوی، چې حاجی خوانی او ملګری یې وړمه شپه ناوخته د کوزې دره صوف ولسوالی په مربوطاتو کې وژل شوی.
د سمنګان والی عبدالروف ابراهیمی وایی حاجی خوانی او ملګری یې د دره صوف ولسوالی د امنیت د ټینګښت په مقصد دې ولسوالی ته تللی وو، چې د طالبانو له برید سره مخ شول.
په همدې حال کې ځینې امنیتی سرچینې وایی د برید په ترڅ کې شاوخوا ۴۰ پوځیان وژل شوی دی.
بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوی، چې د برید په ترڅ کې لسګونو امنیتی ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او ګڼ شمېر وسلې د طالبانو لاس ته ورغلی.
سمنګان د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتی وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د سمنګان په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنیتی پیښې رامنځته کیږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87946

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *