د سعودی غونډه او د طالبانو سلګۍ | نوید احمد څرک

  • خپرول: ۲۱ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 69085


Fb-Button

نږدې اولس کاله طالبانو د اسلام په نوم له ټکټ ګټه واخیسته او په دې موده کې یې د زیاتو خلکو ژوند په دې پلمه واخیست چې ګنې افغانستان اشغال دی او له دولت سره جګړه د اسلام له نظره مشروع عمل دی.

طالبانو په دې موده کې زرګونه کسان د جاسوس، مرتد او مزدور په نوم شهیدان کړی او دا لړۍ یې د اسلام په نوم تر ننه جاری ساتلې، خو اوس داسې ښکاری چې د اسلام ټکټ نور د طالبانو له لاس ووځی.

اندونیزیا، کابل او وروستی په سعودی عربستان کې د دینی علماوو او اسلامی هېوادونو د استازو ناستې په ډاګه کړه چې په افغانستان کې مسلمان وژنه او ورور وژنه ده چې په اسلام کې هیڅ جواز نه لری او هغوی چې د سولې پر ځای په جګړه تمرکز کوی، شیطان صفته یادیږی.

طالبانو هڅه وکړه چې د اندونیزیا، کابل او سعودی عربستان د کنفرانسونو په تړاو خپلو پلویانو او خلکو ته فریبانه تبلیغات وکړی، خو داسې ښکاری چې په دې کار کې نه دی بریالی شوی.

طالبان په فریبانه تبلیغاتو کې د دینی علماوو ناستې د امریکا په خوښه او جاسوسی یادوی، په داسې حال کې چې دینی علماء له قران او احادیثو څخه دلایل وړاندې کوی چې په افغانستان کې جګړه هیڅ شرعی جواز نه لری او د جګړې پلویان په سمه نه دی.

دینی علماء وروسته له هغې د افغان حکومت په ننګه او د جګړې پرضد راپورته شول چې افغان حکومت د سولې په تړاو ښه نیت او هر اړخیز وړاندیز وکړ، خو طالبانو په سپین سترګۍ سره رد کړ.

طالبان پلمه کوی چې په افغانستان کې جګړه یې له بهرنیو ځواکونو سره ده، خو په داسې حال کې چې د جګړې ټول قربانیان افغانان دی او په تېرو څو کلونو کې لس بهرنی ځواکونه هم نه دی وژل شوی.

د اندونیزیا، کابل او سعودی کنفرانسونو کې دینی علماوو په خپرو شویو اعلامیو او فتوا کې په قران او احادیثو ثابته کړې چې د افغانستان جګړه مسلمان وژنه ده او هیڅ بهرنۍ د دې جګړې قربانی نه دی.

د سعودی کنفرانس چې د نږدې سل هېوادونو استازو او دینی علماوو پکې ګډون کړی و، په خپلو خبرو او ناستو کې په ډاګه ویلی چې طالبان په سمه نه دی او نباید د اسلام په نامه باندې افغانان ووژنی.

حرمین شریفین اما الصالح په خپله بیانیه کې له طالبانو غوښتی چې له افغان حکومت سره سوله وکړی او نور له هغې جګړې لاس په سره شی، کومه جګړه کې چې مسلمان ورونه قربانی کیږی.

د اسلامی هېوادونو د همکاریو سازمان مشر په خپله بیانیه کې ټینګار کړی چې طالبان باید د افغان حکومت د سولې وروستی وړاندیز ومنی او په یوه او بله پلمه باندې جګړې ته دوام نه ورکوی، هغه جګړه چې اوس په افغانستان کې په فتنه بدله شوې.

په دې غونډه کې د افغان حکومت د پلاوی یو غړی ډاکټر محمد شفیق صمیم اسلامی هېوادونو ته وړاندیز وکړ چې د افغانستان د جګړې په تړاو خپل غوڅ دریځ په ډاګه کړی او په دې هېواد کې د مسلمان وژنې په تړاو د حق غږ پورته او نظر څرګند کړی.

ښاغلی صمیم د سعودی عربستان له ولیعهد سلمان بن عبدالعزیز څخه غوښتی چې طالبانو حرمین شریفین ته دعوت کړی او د افغانستان د سولې په تړاو ورسره خبرې وکړی، له سعودی دغه راز غوښتنه شوې چې په افغانستان کې د انفجار او انتحار په تړاو خپل دریځ روښانه کړی، هغه انفجار او انتحار چې قربانی یې بې ګنا ولسی وګړی دی.

د سعودی غونډې ته لکه څنګه چې تمه وه، همغسې وشول، د اسلامی هېوادونو علماوو او استازو په خپلو خبرو کې افراطیت غندلی او په قران او احادیثو یې ثابته کړې چې د مسلمانانو ترمنځ جګړه کې هیڅ خیر نشته او باید په سوله باندې کار وشی.

دا ډول کنفرانسونه یوه اجماع بللی شو چې ولسمشر غنی یې له لومړۍ ورځې هڅې پیل کړې وې او نن یې پایله په ډاګه شوه، دا ډول هڅې حتمی رنګ راوړی، ځکه چې د اندونیزیا او کابل د دینی علماوو له غونډې وروسته ډیرو طالبانو له جګړې لاس اخیستی او خپل عادی ژوند یې پیل کړی دی.

د طالبانواکثره کسان په چل او فریب تېروتلی او وسله یې غاړې ته اچولې او د خپلو خلکو پروړاندې جګړه کوی، د طالبانو هغه ډلې چې لږ سر یې خلاصیږی د دینی علماوو معقولو دلایلو قانع کړی او انشاء الله چې د سعودی عربستان غونډه به هم ډیر طالبان په دې قانع کړی چې سم نه دی روان.

اړوند مطالب


د سعودی کنفرانس له طالبانو لار ورکه کړې


د تاشکند غونډه او د سولې تمې | نوید احمد څرک


له طالبانو د جګړې شرعی جواز واخیستل شو | نوید احمد څرک


طالبانو د خندق د عملیاتو له اعلان سره سم جنایت او عام وژنه تېزه کړه| نوید احمد څرک

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=69085

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *