د سعودی عربستان په جنوب کې یوې حملې ٢۶ ملکیان ټپیان کړی

  • خپرول: ۲۲ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 120312

د سعودی عربستان په جنوب کې پر یوه هوایی ډګر د حوثی یاغیانو د میزائیلو په حمله کې ٢۶ ملکیان ټپیان شوی دی.

د سعودی عربستان په مشرۍ پوځی ائتلاف نن د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، پر ابها هوایی ډګر د میزائیلو لګېدو له کبله په ټپیانو کې درې ښځې او دوه ماشومان شامل دی.

دغه هوایی ډګر د سعودی عربستان او یمن ترمنځ سرحد ته نږدې پروت دى.

د سعودی عربستان په مشرۍ د ائتلاف اعلامیه وایی، دا حمله ثابتوی چې حوثی یاغیانو له ایرانه پرمختللې وسلې ترلاسه کړی دی.

اعلامیه زیاتوی چې دا حمله ښایی یو جنګی جنایت وبلل شی.

حوثی یاغیانو تردې مخکې اعلان کړى و چې دوى پر دغه هوایی ډګر یو کروز میزائیل ویشتلى دى.

تېره میاشت د سعودی عربستان د تېلو پر تأسیساتو د یوې بې پېلوټه الوتکې له‌خوا حمله شوې وه چې حوثی یاغیانو یې مسوولیت منلى و.

خو ریاض د دې حملې پړه پر ایران واچوله، هغه تور چې تهران رد کړى دى.

د سعودی عربستان په مشرۍ پوځی ائتلاف چې د یمن د حکومت ملاتړ کوی، د حوثی یاغیانو پرضد له څلورو کلونو راهیسې جګړه پرمخ بیایی.

دغې شخړې ته د سعودی عربستان د هغه د سیمه‌ییز سیال ایران ترمنځ د نیابتی جګړې په سترګه کتل کېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=120312

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *