د سرې میاشتې ټولنه: سل افغان ماشومان د درملنې لپاره جرمنی ته لېږل کېږی

  • خپرول: ۲۴ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 44895

د افغانستان د سرې میاشتې ټولنه وایی، سبا چهارشنبه به نېږدې سل ناروغ ماشومان د درملنې لپاره جرمنی ته واستوی.
د دغې ټولنې سرپرست میرویس اکرم په کابل کې په یوه خبری غونډه کې وویل چې ۹۹ هغه ماشومان چې سخت سوځېدلی یا د هډوکو ناروغی لری او په افغانستان کې یې د درملنې امکانات نشته، د جرمنی د «دهکده صلح» د ټولنې په مرسته جرمنی ته استول کېږی.
د اکرم په وینا، له ۳۰ کلونو راهیسې د دغې جرمنۍ مرستندویې ټولنې په مرسته شااوخوا څلور زره افغان ماشومان جرمنی ته د درملنې لپاره وړل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44895

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *