"د سری دېوی سترګې راښکونکې وې"

  • خپرول: ۶ حوت ۱۳۹۶
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 46980

مسټر انډیا

د انځور حقوق
MR. INDIA FILM POSTER

د بالیووډ اوڅارې فلم جوړوونکې هدایت شېکر کپور یو ځل د سری دېوی په هکله ویلی وو، کله چې ما د سری دېوی د هوا هوایی سندره فلموله، نه پوهېدم له نژدې شوټ واخلم که له لرې. د هغې د څهرې اغیز ډېر وو او د هغه سترګې ډېرې زړه راښکونکې وې چې کله به دې وروکتل نو تا به ویل چې بس همدې ته ګوره د هغې نڅا ډېره زړه وړونکې وه او د هغه فلم یوازې له لرې اخیستل کېدای شوی.

صدمه

د انځور حقوق
SADMA MOVIE POSTER

سری دېوی د صدمه په فلم کې د یوې داسې نجلۍ رول لوبولی چې حافظه له لاسه ورکوی او کله چې یې حافظه بېرته فعالېږی، نو هغه اداکار کمل هاسن ته ګوری، کمل هاسن داسې کارونه کوی چې د هغه تېره حافظه بېرته راستنه شی.

چاندنی

د انځور حقوق
CHANDNI MOVIE POSTER/YASHRAJ FILMS

په ۱۱ کلنۍ کې سری دېوی د مې تیلګو فلم کې د یوې ړندې نجلۍ رول لوبولی و. د سری دېوی د مشهورو فلمونو په ډله کې چاندی هم مشهور فلم دی. سری دېوی په بېلابېلو رولونو کې د کار کولو هنر درلود په لمحې فلم کې هغه له ځانه له ډېر عمر لرونکی سره مینه کړې او په مام فلم کې پر خپل لور د جنسی تېری کوونکو څخه د غچ اخیستلو لپاره راووځی.ې سری دېوی د مې تیلګو فلم کې د یوې ړندې نجلۍ رول لوبولی و. د سری دېوی د مشهورو فلمونو په ډله کې چاندی هم مشهور فلم دی. سری دېوی په بېلابېلو رولونو

لمحې

د انځور حقوق
LAMHE FILM POSTER/YASHRAJ FILMS

سری دېوی د فلمونو نړۍ کې ۵۰ کاله پوره کړل. هغه څلور کلنه وه چې د فلم نړۍ راغله او په لومړی فلم کې یې د یوې وړې نجلۍ په رول کې کار کړی، هغه د تمل او تیلګو فلمونو کې وروسته سینما ته راغله.

۱۶ کال

د انځور حقوق
SOLVA SAWAN MOVIE POSTER

د سری دېوی په اړه دا هم ویل کېږی چې هغه د هند سینما لومړنۍ سوپر سټار ښځه وه، کله چې هغه د فلم د نجلۍ په توګه په خپل لومړی فلم سولھوسال کې رول لوباوه، وزن یې ۷۵ کیلو ګرامه و او له هغه وروسته چې همت والا فلم کې راښکاره شوه، نو ورو ورو ټولو د خپلې ستورې په توګه ومنله.

نګینه

د انځور حقوق
NAGINA FILM POSTER

د سری دېوی پلار وکیل و، پلار یې د هغې په ژوند کې ډېر مهم کس و، سری دېوی هر ډول کامیډی، اکشن، نڅا او ډارامې رولونو کې د کار کولو صلاحیت درلود.

چالباز

د انځور حقوق
CHAALBAAZ MOVIE POSTER

د مسټر انډیا په فلم کې یې د چارلی چاپلین سندره د خلکو ترمنځ ډېره منلې ده او هغې ته به نڅا کې هېڅوک نه رسېدل د هغې نڅا په (هوا هوایې) کې، (زما په لاسونو کې نهه نهه بنګړی دی) (سترګو کې خوبونه)، او د (نګینه) فلم په سندرو کې لیدل کېدای شی.

سری ډیوی له خپل مېره او لور سره

د انځور حقوق
TWITTER @SRIDEVIBKAPOOR

سری دېوی په یوه مرکه کې ویلی وو، کله یې چې د نګینه فلم سندرې ثبتولې، نو ډېر خلک یې نندارې ته راغلی وو خلک په دېوالونو راختلی وو.ی په خپلې یوې مرکه کې ویلی وو کله یې چې د نګینه فلم سندرې ثبتولې نو ډېر خلک یې نندارې ته راغلی وو خلک په دیوالونو راختلی وو.

مام

د انځور حقوق
MOM MOVIE POSTER

په لومړیو کې د هغې په غږ نیوکه کېده چې ګنی د نورو غږونو په څېر دی، د هغې په ژوند کې ستر بدلون هغه وخت راغی چې هغې له بونی کپور سره د واده کولو پرېکړه وکړه، بونی کپور له هغه مخکې هم واده شوی و هغې له فلم جوړونکی بونی کپور سره په کال ۱۹۹۷ ډېر فلمونه جوړ کړل او د جدایی فلم نه وروسته د یو څه مودې لپاره له فلمونو لرې شول.

چاندنی

د انځور حقوق
CHANDNI MOVIE/YASHRAJ FILMS

مګر په ۲۰۱۲ کال کې د انګلش ونګلش فلمو سره راستنه شوه داسې ښکارېده چې هغه د فلمونو څخه هېڅ لرې نه وه، په تېر ۲۰۱۷ کال کې د هغې د مام فلم ثبت شو چې دا یې وروستی فلم دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=46980

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *