د سترګو ارواپوهنه/ نثار احمد هوتک

  • خپرول: ۲۴ سرطان ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 25732

سترګی نه یواځی د لیدلو وسیلی دی بلکی د انسان د روانی خواهشاتو او پټو رازونو د تعبیر کولو مهمی وسیلی هم دی. کولای شو د سترګو په وسیله سره د انسان صحت/ مریضی ، ویره ، اطمینان ، تکبر او عاجزی، کمک غوښتل، مینه او محبت، کینه، سخریه او داسی نور تعبیرونه څرګند کړو.

د ارواه پوهنی علماوو د خپلو څیړنو په نتیجه کی دا ثابته کړی چی انسانان ۷٪ خپل باطنی او روانی خواهشات په ژبه سره نورو ته وایی او پاتی ۹۳٪ باطنی او اروانی خواهشات په انسانانو کی پټ وی چی هغه کولای شو د انسان له ظاهری اعضاو او افعالو څخه تعبیر کړو چی یو له هغو څخه سترګی هم دی.

د سترګو دا معلومات له تاسو سره د انسانانو په پیژندلو کی ځانګړی مرسته کوی او د خلکو پټ رازونه او عادتونه در پیژنی.

د سترګو ۱۶ حرکتونه

۱: چپ طرف او لاندی کتل

هغه خلک چی دا ډول کتل کوی دوی په ځان کم باوره وی په محیط کی پر نورو خلکو هم باور نه کوی، او د هر کار په تر سره کولو کی شکمن او زړه نا زړه وی.

۲: ښی طرف او لاندی کتل

هغه خلک چی دا ډول کتل کوی دوی همیشه د نورو سره ضد لرونکی وی په هره موضوع کی خپل ضدیت څرګندوی تل انتقاد کوی او هڅه یی دا وی چه خپله خبره په نورو ومنی، پر ځان انتقاد نه شی زغملای او قصد اخستونکی وی.

۳: پورته او لاندی نظر یا کتل

کوم خلک چی پورته او لاندی کتل کوی هغوی مینه ناک وی، خیالی عاطفه او مینه خوښوی، همدارنګه دوی د طبیعت ښکلا په مینه او محبت کښی وینی.


۴: ښی طرف او پورته کتل

دا ډول خلک خیالی روانی حالت لری او تل خیالی ژوند خوښوی او راتلونکی ته خوشباره وی.

۵: چپ لوری ته کتل

دا ډول خلک نسبت ټولنیز یا اجتماعی ژوند ته فردی ژوند خوښوی او له مجهول شیانو څخه ویره لری لکه مینه او محبت.

۶: ټیټ یا لاند کتل

داسی حرکت د روانی ستړیا په وخت کی له انسان څخه صادریږی دا ډول خلک تل ځان خجالت ګڼی او نه غواړی نورو ته زیان ورسوی.

۷: پورته کتل

که یو څوک پورته کتل کوی ظاهراٌ د هغه په څیره کی تکبر او غرور معلومیږی خو په حقیقت کی برعکس ده دا ډول خلک خاکساره او اخلاقی روانی حالت لری.


۸: هر لوری ته نظر اچول یا کتل

کله چی یو څوک د خبرو پر مهال هر لوری ته ګوری دا ډول خلک همیشه فعاله او متحرک وی ټمبلی او ځای پر ځای کښیناستل یی نه غوښیږی او امکان ددی شته چی حسد او کینه هم ولری.

۹: په نیمه خلاصو سترګو کتل

دا ډول خلک هوایی روانی حالت لری، تل د مسو‌ءلیت احساس نه کوی او چی هر چیرته چی وی بی باکه او بی پرواه وی.

۱۰: د سترګو په کونجونو کی کتل

د سترګو دا حرکت د نورو پر وړاندی د مینی له کبله له انسان څخه صادریږی او له خلک سره د کومک کولو اراده لری.

۱۱: په یو اړخ کتل

هغه خلک چی دا ډول کتل کوی همیشه خطر ناک وی ځکه امکان ددی شته چی نورو ته زیان ورسوی پرته له دی چی کومه شخصی دوښمنی ورسره ولری. همدارنګه پرته له دی چی مقابل لوری پری پوه شی دوی یی غیر مستقیم څاری او د هغه په اړه معلومات ځانته حاصلوی.

۱۲: په کوچنیو یا راټولو سترګو کتل

دا ډول نظر پر ژوره مینه او عاطفه باندی دلالت کوی او د سترګو دا حرکت نسبت ژبی ته ډیر اغیزناک دی چی پواسطه سره یی انسان کولای شی په یو دقیق نظر د مقابل لوری احساسات په لرزه راولی.

۱۳: که دسترګو حرکت هر اړخیز وی او دواړې سترګی په پوره توګه خلاصی وی

دا حرکت د انسان پر ویره او خوف باندی دلالت کوی، دا ډول خلک په ژوند کی د ارامئ احساس نه کوی ، د بد خبر په اوریدو ناارامه کیږی او د دښمن پر وړاندی تل ځان ناکام ګڼی.

۱۴: په نیمه پټو سترګو لاندی کتل

دا ډول نظر د انسان پر ژور خفګان او غم باندی دلالت کوی.

۱۵: په عادی توګه مستقیم کتل پرته د سترګو له حرکته

هغه اشخاص چی دا ډول کتل کوی هغوی د مایوسئ او نااومیدئ په روانی حالت کی قرار لری او په دی فکر کی وی چی خپلو هیلو ته نشی رسیدلای، کله یی چی پر حق تیری وشی ډیر زیات ځوریږی او د انتقام اخستلو په فکر کی نه وی.

۱۶: که د سترګو نظر چپ یا ښی لور ته وی او نرمه خندا هم ورسره مل وی

دا ډول کتل د سخریی مفهوم ورکوی معنی دا چی مقابل لوری ته ظاهراً خاندی خو په باطن کی له هغه سره پټه دښمنی لری او خپله بریا سل فیصده د مقابل لوری په ناکامی کی وینی.

اړوند مطالب


افغان سرباز ته یوه سلامی! – نثار احمد احمد


له ۳ میاشتنۍ وروسته د انسان د سترګو اندازه نه بدلېږی


په کابل د لسو ځانمرګو هجوم/ نثار احمد احمد


د تازه مرچکو کښت او ګټی/نثار احمد صالح

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=25732

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *