د سالنګ لویه لاره بېرته د ټرافیکو پرمخ پرانیستل شوه

  • خپرول: ۲۹ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 109359

د سالنګ لویه لاره چې یوه شپه او ورځ تړل شوې وه، بېرته د ترافیکو پر مخ پرانېستل شوې ده.
د سالنګونو د حفظ او مراقبت رئیس عبدالبصیر حبیبی د سې شنبې په ماښام ازادی راډیو ته وویل، سخت توپان او واورې ښوئیدنې دوی اړ کړل چې د سالنګ لویه لاره د ترافیکو پر مخ وتړی.
ښاغلی حبیبی وویل، اوس بېرته لاره پرانېستل شوې، خو نوموړې هغو موټر چلونکو ته چې له دې لارې تګ راتګ کوی سپارښتنه وکړه چې په احتیاط دې له سالنګونو تېر شی.
نوموړی زیاته کړه:
“زموږ جدی سپارښتنه دا ده چې موټر چلوونکی دې په ورو سرعت حرکت وکړی. باید چین او ځنځیر ولری. د انټی فریز «کنګل کېدو ضد» اوبه دې ولری. یو اندازه اضافی تیل دې ځان سره په موټرو کې وساتی او له یو بل سره د سبقت نه کوی.”
د سالنګونو د حفظ او مراقبت رئیس د نوروز په درشل کې پردې لاره د خلکو د سفر ګڼې ګوڼې او په عین حال کې توپانی وضعیت او د سالنګ درنې واورې ته په پام وویل، په سږنی ژمی کې تراوسه پر سالنګونو د سفر پر مهال خلکو ته تلفات او زیانونه نه‌دی اوښتې.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=109359

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *