د سالنګ لار د ټیلر موټرو پر مخ وتړل شوه

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: خاورمیانه
  • د خبر شميره: 104431

۲ تیر دقیقه

په شمالی سالنګ کې د واورې او طوفان او جنوبې سالنګ کې د کمزورې واورې د اورښت له امله د سالنګ لویه لار د ټیلری موټرو پر مخ تړل شوی او نور وسایط کولای شی تګ راتګ وکړې.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،په سالنګونو کې له تیرې ورځې راهیسې د واورې اورښت پیل شوی او نن د(سلواغې ۲۳) هم دوام لری د اټکل له مخکې شاید تر راتلونکو ۴۸ ساعتو پورې دوام ومومی.

په همدې اساس،د سالنګونو د حفظ او مراقبت چارو مسوولینو دغه لویه لار د ټیلری موټرو پر مخ تړلی ده او نورو وسایطو ته د  قوانینو په رعایت کولو سره د تګ راتګ اجازه ورکول کیږی.

دې ریاست د ترافیکو د شاملینو څخه غوښتی دی چې د تیریدو پر مهال دغه ټکې په نظر کې ونیسی:

۱- قانونی چټکوالی،قانونی وزن،او قانونی ارتفاع

۲ ـ د ژمنی وسایلو او تجهیزاتو په ځانګړې ډول د ځنځیر( چین) ،ګرمې البسې،احتیاطی خواړو او اضافی روغنیاتو درلودل.

۳ـ د تخنیکی لحاظه د لوې لارې د وسایطو مجهز وسایل درلودل.

۴ـ د موظفینو د لارښوونو او جدې مقرراتو رعایت کول او په ګالریو او تونلونو کې د چټک تګ او دریدو څخه مخنیوی کول.

د مالوماتو له مخې،د لوې لارې عمومی وضعیت په دې ډول دی:

د واورې د طبقې پنډوالی؛  ۳۵ سانتی متر،د لیدلو ساحه؛ ۵۰ کیلومتر،د باد چټکوالی؛ په ثانیه کې ۶متره، د سړک پر فرش باندې د کنګل؛ ۵۲ کیلومتر،۱۰۰ سلنه رطوبت،د هوا یخوالی؛ ۹ – درجې سانتی ګراد او په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د واورې د اورښت ۹۰ سلنه احتمال موجود دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104431

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *