د سالنګ لار د ترافیکو په مخ پرانیستل شوه

  • خپرول: ۲۴ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 44915

د سالنګونو د حفظ او مراقبت چارواکی وایی، چې د سالنګ لویه لار له څوالسو ساعتونو وروسته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.
د سالنګونو د حفظ او مراقبت مسئول جنرال رجب وایی په سالنګونو کې د درې ورځو پرله پسې واورې اورښتونو له کبله تیره شپه ۷:۳۰ بجې دغه لار د ترافیکو په مخ تړل شوې وه.
هغه زیاتوی، تیره شپه د ډیرې واورې د اورښت له امله دوی د ترافیکو پر مخ دغه لار تړلې وه خو نن سهار شاوخوا لس نیمې بجې بیرته پرانیستل شوه.
د جنرال رجب پر وینا د سالنګونو لار د واورې د کموالی له امله بیرته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوې ده، خو لا هم ټیلر موټرو ته په دغه لاره باندې د تګ راتګ اجازه نده ورکړل شوې.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44915

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *