د سالنګونو لویه لاره د واورې ورېدنې له امله تړل شوې

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 44716

د افغانستان د شمالی ولایتونو لویه لار په سالنګونو کې د خرابې هوا او واورې ښویېدو په خاطر تر نامعلوم وخته تړل شوې ده.
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت رئیس جنرال رجب نن دوشنبه ازادی راډیو ته وویل چې په جنوبی او شمالی سالنګ کې تر یو نیم متر پورې واوره ورېدلې او په ځینو سیمو کې واوره ښویېدلې ده.
د ده په خبره، تر هغو چې هوا نه‌وی ښه شوی او لویه لار نه‌وی پاکه شوې، په سالنګونو کې به د کابل شمال لویه لار د ټرافیکو پر مخ تړلې پاتې وی.
په سالنګونو کې په تېرو کلونو کې هم څو ځلې د سختې واورې او د واورې ښویېدو په سبب لویه لار تړل شوې وه چې ځینی وختونه د واورو او د موټرو د ښویېدو په پېښو کې، لسګونه کسان وژل شوی یا ټپیان شوی وو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44716

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *