د زلمی خلیل زاد او ولسمشر غنی لیدنه

  • خپرول: ۱۶ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 87680

د افغان سولې او پخلاینی په برخه کې د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې ولسمشر محمد اشرف غنی سره وکتل.
ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلی، چې دواړو لورو د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت په افغانستان کې د سولې د تامین پر لارو بحث او خبرې وکړې.
خبرپاڼه زیاتوی، چې جمهوررئیس غنی په دې کتنه کې د سولې پروسې د بریالیتوب او په هېواد کې د سراسری امنیت د تامین په موخه د افغان دولت د هڅو په اړه خبرې وکړې.
وروسته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‎زاد، کابل او د سیمې هېوادونو ته د خپل سفر د موخې په اړه معلومات ورکړل وې ویل، سوله یوه مقدسه پروسه ده او په دې پروسه کې د امریکا حکومت او خلک د افغانستان له حکومت او خلکو سره متحد دی.
د ارګ ماڼی په وینا، په دې کتنه کې د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو لوړپوړو دولتی مقاماتو هم حضور درلود.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87680

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *