د زده کړې په اړه د روسو تجربی او عملی میتود

  • خپرول: ۲۷ سرطان ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 26269

جمشید عمر||

د زده کړې لپاره موږ د دریو څیزونو سره مخ کیږو، انګیزه، شوق او علاقه او د شخص فعالیت. همدا څیزونه په اتلسمه پېړۍ کې روسو او ډیری استادانو او روانشناسانو په شلمه پېړۍ کې  تر مطالعی او څیړنې لاندې ونیول. امیل د رسو اثر دی، چې د ګڼو موضوعاتو ترڅنګ پکې د تجربې میتود هم شته. دغه میتود په اولسمه پېړۍ کې د دکارت لخوا وړاندې شو، چې تر کتابونو او مکتوبونو یې د شخص عملې کار او تجربې ته ارزښت ورکاوه، یعنې ویل به یې چې تر نظریی کار عملی کار بهتره دی.

یو وخت به په مکتبونو کې نظریی درسونه تدریس کیدل او زده کوونکو ته چانس پکې نه ورکول کیده؛ خو اوس ورو ورو تجربی او عملی میتود ته کار روان دی. دلته زموږ په هیواد کې تر اوسه هم د نظریی میتود څخه ګټه اخیستل کیږی. همدا علت دی، چې زده کوونکی چې سبا ټولنې ته وړاندې کیږی حتی د دوو خبرو کولو جرت هم نه لری پاتې شو عملی کار.

روسو امیل ته اجازه ورکوی، هغه ځمکه یې چې مخکې نرمه کړی په هغه کې لوبیا وکری، هغه اوبه کړی او  هغه خوند چې د لوبیا د ودې څخه ورځ په ورځ اخلی احساس کړی. دلته امیل ته وایی چې دا ستا دی او هغه دی ته متوجه کوی، چې خپل وخت، انرژی او کوشش، زحمت او خواری او بلاخره خپل ځان دی کار ته وقف کړی دی. دلته روسو امیل ته دا نه وایی چې لوبیا داسې کرل کیږی، بلکې ورته یې په اختیار کې ورکوی چې په خپله یې وکری. بیا هم زموږ استادانو ته مخ اړول کیږی، چې که د زرعت محصل ته د لوبیا او یا بل څه تیوری ورکړئ؛ نو ددی نه ښه ده، چې همدا لوبیا په اختیار کې ورکړئ، چې په کور کې تجر به کړی او خوند تری واخلی.

رشبلاو هم د روسو نظر تاییدوی او وایی، چې کوشش مه کوئ چې د ماشوم ذهن د نظری علومو څخه ډک کړئ، بلکې دا هنر زده کړئ چې څنګه د ماشوم سره رویه وکړو. په دې اړه ماریا مونتسوری وایی، چې ماشوم ته په وړکتون کې واړه واړه میزونه، چوکۍ، د لاس مینځولو تشت او داسی نور څېزونه په اختیار کې ورکړئ، چې تر څو وکولی شی په خپله لاسونه ومینځی، خپل هر څه په خپل ځای کیږدی او دا هر څه ماشوم دی ته هڅوی چې یو حقیقی کار، په یو رښتنی موخې سره، چې لاس رسی ورته اسانه دی تر سره کړی.  ددی موخه داده، چې ماشوم ته باید په کور کې د کور کارونه وسپارل شی، چې په شوق او علاقی او په ښه ډول خپل کورنۍ کار ترسره کړی.

زموږ ټول کار فقط یو څو محدودو کسانو پورې وی، چې ټول کار هغوی کوی. موږ همیشه نظر ورکړی او خپلې نظری ته مو پخپله د عمل جامه نه ده اغوستی. دلته تمرکز په یو څو محدودو چپټرونو کیږی او زده کوونکی هم د دی چپټرونو هخوا هیڅ څه نه لولی او نه یې عملی کوی. موږ چې کله د ژبو او ادبیاتو پوهنځی لوست؛ نو موږ هغه چپټرونه لوستل او حفظول چې په ۱۳۳۵ هـ ش کال کې لیکل شوی ول.

روسو وایی: هیڅکله دا کوشش مه کوی، چې ماشوم ته تیاره مړۍ په خوله کې ورکړئ، بلکې هغه ته لارښونه وکړئ. باید په یوه محدوده کې هغه پریښودل شی، چې خپل د خوښی مضامین پیدا او هغه یاد کړی  یعنی ماشوم پریږدئ چې هر څه پخپله پیدا کړی. استاد باید یو لارښود و اوسی او بس. هغه باید د تعلیم پر لور شاګرد ته لارښوونه وکړی. مثلاً روسو د برونوو بتلهایم د کیسو په اړه وایی، چې کیسی یو درس او یو پیغام لری؛ خو پر ماشوم هیڅ شی نه تحمیلوی او ماشوم ته دا زمینه برابروی ، چې شته پیغام په اسانۍ سره پیدا کړی؛ خو برونو بتلهام مور او پلار ته دا توصیه کوی، چې کیسې خپلو ماشومانو ته مه تشریح کوئ او له هغوی نه غواړی چې ماشوم ته دا چانس ورکړئ چې کوم سوالونه یې په ذهن کې ګرځی هغه پخپله کشف او پیدا کړی.

ماشوم ته چانس ورکړئ چې هر څه پخپله تر سره کړی فقط تاسو ورسره د یو لارښود په توګه کار وکړئ. که ددی لارې دا کار نه کیده بیا کوشش وکړئ، چې له نورو لارو څخه کار واخلی؛ خو تاسو هیڅکله دا کوشش مه کوی چې ټول کار د ماشوم تاسو ورته وکړئ. پریږدئ چې ماشوم خپل ذهن په کار واچوی او هر څه پخپله عملی، تجربه او کشف کړی.

اړوند مطالب


د تدریس د عملی میتود ګټې


ژان ژاک روسو/ ژباړه او زیاتونه: ذبیح الله رحیمزی


لیکوالی، خنډونه او تجربی/ ګل رحمن رحمانی


د ادبی کره کتنې د تحلیل او تجزیې میتود

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=26269

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *