د ریکا په ناسته کې د ګډون په موخه د افغانستان چمتوالۍ

  • خپرول: ۴ سنبله ۱۳۹۶
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 33202

د بهرنیو چارو وزارت اقتصادی مرستیالې عادله راز د شنبه په ورځ په یوه خبری ناسته کې وویل چې ټاکل شوې دغه ناسته د نوامبر په ۱۴ او ۱۵ په ترکمنستان کې ترسره شی.
مېرمن راز وایی ، ددغې ناستې تمرکز پر هغو پروګرامونو دی چې د افغانستان او سیمې لپاره د ارزښت وړ وی لکه انرژی ، د واټونو بیارغاونه ، د اوسپنی پټلۍ او نړیوال راکړې ورکړې.
د هغې په وینا ، د هغو دېرشو پروژو څخه چې افغانستان به به دې ناسته کې وړاندې کړی ، یویې هم د هرات – آسیا د اوسپنی پټلۍده .
عادله راز وایی ، د ښځو تولیداتو لپاره بازار موندنه هم د ریکا په ناسته کې به د خبرو اترو یوله مهمو موردونو څخه وی.
د ریکا لومړنۍ ناسته په ۲۰۰۵ کال کې او له هغه وروسته په ۲۰۰۶،۲۰۰۹،۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې په نوی دهلی ، اسلام اباد ، استانبول او دوشنبه کې ترسره شوه. د سیمه ایزو اقتصادی همکاریو ناسته یا ریکا هر دوه کال یوه ځلې په غړو هېوادونو کې ترسره کېژی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=33202

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *