د « ریئل ټایم» د قضیې د پټولو لپاره د حکومت نوې سناریو

  • خپرول: ۲۶ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: خاورمیانه
  • د خبر شميره: 100299

۳ تیر دقیقه

د مخابراتو او ټیکنالوژۍ پخوانی وزیر د حکومت له لورې د هغه د نن ورځې محکمه د حکومت له لورې «ریئل ټایم»(Real Time ) د قضیې پټول وګڼل.

عبدالرزاق وحیدی د خاور میانه خبرې اژانس سره په ځانګړیو خبرو کې څرګنده کړه چې ددې کار څخه د حکومت موخه ،د ځانګړې محکمې «ریئل ټایم» پر موضوع باندې د تاثیر اچولو نوی سناریو رامنځته کول دی.

وحیدی وویل چې«ظاهراً اوسنۍ دوسیه او ممکن نورې دوسیې چې حکومت یې وړاندې کوی د هغه خاصې محکمې د جبرانولو لپاره دی چې لمړی ځل پکې زه بې ګناه پیژندل شوی یم.»

نوموړې همدارنګه څرګنده کړه چې حکومت د اصلې قضیې«ریئل ټایم» مجرمینو ته برائت ورکړی دی او اوس غواړې چې د عدلی او قضایی نهادونو تر څیړنې لاندې باید پاتی نه شی او نوې قضیه یې پرانیستی ده  چې د مالې د وزارت پورې تړاو لری.

هغه وویل چې هغه قضیه چې اوس مهال پرانیستل شوی ده ۷ کاله مخکنۍ ده او د مالیې پر وزارت پورې اړه لری چې په هغه وخت کې مطرح شوی نه ده؛  مګر په اوس وخت کې ددغه قضیې پرانیستل په واقعیت کې د حکومت له لورې یو ډول «مسخره بازی» ښودل دی.

په همدغه حال کې وحیدی وایی چې په هغه صورت کې به علنی محکمه کې ګډون وکړې  چې نن ورځ ( مرغومې ۲۶) دایره شی او له دې پرته په عدالت،قاضی او قضایی مرکزونو بې باوره دی او په محکمو کې به له ګډون ډډه وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې علنی محکمې د دریم ځل لپاره د مرغومې پر څلورمه نیټه په وحیدی باندې د سیستم د رامنځته کېدو د نشتوالی«ریئل ټایم» او غیر قانونی ګمارنو د ترسره کولو تور پورې کړ چې د محکمې ځانګړې پلاوی د لګول شوی تور د ثابتولو لپاره کافی شواهد په لاس کې نه درلودل او نوموړې یې بې ګناه ثابت کړ او برأت یې ورکړ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=100299

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *