د رڼوالی بنسټ : حکومت د پراختیایی بودجې په کموالی سره هوډ لری وښیی چې بریا ته رسېدلی دی

  • خپرول: ۱۵ قوس ۱۳۹۶
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 39971

د افغانستان رڼوالی بنسټ اجرایی مشر اکرام افضلی د پراختیایی بودجې کموالی په اړه د حکومت څخه د نیوکې ترڅنګ وویل چې حکومت د پراختیایی بودجې په کموالی سره غواړی وښیی چې ددغې بودجې مصرف په برخه کې بریا ته رسېدلی دی.
د یاد بنسټ اجرایی مشر اکرام افضلی ، تېره ورځ وویل چې د افغانستان دولتی ادارات د تېر لسو میاشتو په ترڅ کې نه دی توانېدلی خپل ۵۰ سلنه پراختیایی پودجه مصرف کړی ، له همدې امله د افغانستان حکومت سژکال ددغې بودجې د کموالی پرېکړه ونیوله.
اکرام افضلی وویل : له بده مرغه حکومت ددې پرځای چې خپل ظرفیت ته زیاتوالی ورکړی ترڅو پراختیایی بودجه پلی کړی ، هڅه کړی چې د پراختیایی بودجې کچې ته کموالی ورکړی.
د افغانستان رڼوالی بنسټ د اجرایی مشر په وینا ، په روان کال کې د افغانستان پراختیایی بودجه ۱۶۱ میلیارد افغانی وه خو دغه بودجه په دیارلس سوه اوه نیویم کال کې ۹۳ میلیارد افغانیو ته کموالی موندلې ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=39971

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *