د روڼتیا د کاری ډلې او له فساد سره د مبارزې دویمه غونډه ترسره شوه.

  • خپرول: ۲۶ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: د کورنیو چارو وزارت
  • د خبر شميره: 84234

د کورنیو چارو وزارت د ارزونې د رییس پاسوال عبدالضیأ کوهستانی او د غوڅ ملاتړ د مشر جنرال دېوېد چباوسکی تر مشرۍ لاندې، د روڼتیا کاری ډلې او له فساد سره د مبارزې، دویمه غونډه تر سره شوه.

په دې ناسته کې د امریکا سفارت، د (اس.اس.ام.آی)، د آلمان د پروژې د پولیسو ډلې، د (جی.آی.زیډ)، د غوڅ ملاتړ، د (یو.ان.ډی.پی)، د انګلستان د سفارت او د اروپایی اتحادیې استازو هم ګډون درلود.

په دې غونډه کې د نویو ګډونوالو په تاییدولو، د کاری ډلې د دندې د لایحې په بشپړېدو، د اداری فساد په تعریف، له فساد سره د مبارزې په اړه د کامپکټ (اس.اس.ام.آی) د دندو پېژندنې، د کورنیو چارو وزارت د تحلیل د طرحې په بیا کتنې، پوښتنلیکونو، د غوڅ ملاتړ په پرېزېنټېشن، د نیویارک د پولیسو په راپور او په راتلونکې ناستې خبرې وشوې.

د کورنیو چارو وزارت د ارزونې رییس پاسوال عبدالضیأ کوهستانی، فساد؛ د منځپانګو د له منځه وړو، د حکومتی چارو د ټکنی کېدو او د ټولنیز نظم په وړاندې د خنډ لامل وباله.

ښاغلی کوهستانی همداراز زیاته کړه، چې د کورنیو چارو وزارت په اډانه کې باید کاری ډله رامنځته شی، تر څو د روڼتیا، حساب ورکوونې او د قانون د پلې کېدو په برخه کې رغنده کارونه وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=84234

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *