د روښانی تصوف وحدت الوجودی برخه | څېړنه : پوهنیار حمیدالله عمرخېل

  • خپرول: ۳۰ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 105627


Fb-Button

لومړی به پیرروښان وپیژنو، چې څوک ؤ؟

پیرروښان: پیرروښان په میا روښان، بایزید انصاری، او بایزید مسکین سره مشهور دی، همدا رنګه د ده مخالفینو لکه اخوند  درویزه او د هغه استاد ملا محمد چې په ملا زنګی مشهور و، پیرروښان یې په پیرتاریک سره هم یاد کړی دی، پیر روښان د عبدالله زوی او د شیخ محمد لمسۍ دی، د مور نوم یې ځینو ماخذونو بیبڼ یاد کړی؛ خو په حالنامه نومی اثر او ځینو نورو یې د مور نوم آمنه ذکر کړی او د پلار نوم یې ابابکر ذکر کړی دی غالباً  دغه روایت صحیح ښکاری، بایزید (پیرروښان) په جلندر (پنجاب) کې په یوې متوستې کورنۍ د اورمړو په قبیله کې په ۹۳۱ هجری چې ۱۵۲۴ میلادی کال کیږی زیږیدلی دی، چې همدا د اورمړو کورنۍ تر اوسه پورې د وزیرستان په کاڼی ګرم کې میشته دی د دغو خلکو څخه یې یوڅه په اوس وخت کې هم د لوګر په برکی برک او برکی راجان کې اوسیږی او اورمړی ژبه وایی، پیرروښان خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل پلار او د هغه د شاګردانو خلیفه ملا پاینده او سلیمان کالنجری څخه کړی دی، پیرروښان د دینی علومو سربېره په فلسفه کې هم مطالعه کړې ده ، پیرروښان له کوچنیوالی څخه د تصوف سره مینه درلودله او له کوچنیوالی څخه د یوه کامل پیر په لټه کې و، اوس به راشو تصوف ته چې تصوف څه مانا لری؟ (۲: ۲۵ ـ۲۶)

روښان او تصوف: تصوف یو پراخ مضمون او له بحث څخه ډکه موضوع ده نشی کیدای، چې په څو کلمو او یاهم په څو جملو کې وپیژندل شی ځکه چې په بیلا بیلو مهالونو کې د اهل معرفت او تصوفی ډلو له اړخه په بیلا بیلو الفاظو کې تعریف شویدی، که څه هم دغه کلمې او الفاظ سره ورته ندی؛ خو یو شی چې د ټولو عارفانواو صوفیانو پرې اتفاق شته هغه دا دی، چې د دوی موخه د کشف او معرفت له لارې خدای پالنه، د الله (ج) له ذات سره مینه په خفی اوجلی ډول، د الله تعالی ډیر ډیر یادول، په عبادت سره د زړه صفایی کول، نور خلک د الله ج پیژندنې او د الله ج پالنې ته رابلل دی، اوس به د تصوف په اړه د بیلا بیلو پوهانو نظرونه راواخلو: ۱ـ  لوی استاد علامه ارواښاد عبدالحی حبیبی د ابو ریحان البیرونی له خولې لیکی: “د تصوف کلمه د صوف له کلمې څخه جوړه شوې ده او صوف په یونانی ژبه کې پوهې او حکمت ته وایی؛ نو د دې لپاره چې په اسلام کې ځینې خلک د پوهې او حکمت په لاره لاړل؛ نو ځکه د صوفی په نامه ونومول شول”. ۲- ارواښاد پوهاند صدیق الله ریښتین د ۱۳۱۴ کال په وږمه مجله کې په (۱۲) مخ کې داسې وایی، چې تصوف د صوف له کلمې څخه اخیستل شوی، چې صوف په عربی کې وړیو یا پشمینه مانا ورکوی دا ځکه چې صوفیانو به وړینې جامې اغوستلې؛ نو ځکه په دغه نامه سره یادیږی. ۳ـ بله نظریه داسې ده، چې تصوف له تیوصوفی څخه اخیستل شوی دی، چې په یونانی ژبه کې د خدای د دوستۍ مانا ورکوی. اوس به د تصوف په اصطلاحی مانا باندې د پوهانو له خولې ځانونه پوه کړو؛ خو بیلابیلو پوهانو په بیلابیلو مهالونو کې د تصوف لپاره بیلا بیلې اصطلاحی ماناوې کړې دی، دلته یې یواځې د یوڅو پوهانو د خولې خبرې راخلم: ۱ـ تصوف په اصطلاح کې هغه ریاضت دی، چې د کشف او شهود له لارې تر لاسه کیږی. جنید بغدادی (رح) ویلی دی، چې  تصوف له خدای ج سره داسې نږدې کیدل دی، چې په ماهیت یې پرته له الله (ج) انسان نشی پوهیدلی. ۲- د کشف المحجوب لیکوال ابوالحسن علی الهجوری بیا داسې وایی چې تصوف د ښه خوی او ښو اخلاقو نوم دی. ۳- خواجه عبدالله انصاری په خپل اثر مناجات کې داسې راپېژندلی دی: ” تصوف کار کول او مزد نه غوښتل دی” البته زما په اند له انسان څخه مزد نه غوښتل یې مطلب دی. ۴- محمد بهاوالدین نقشبندی چې د نقشبندی طریقې مشر و تصوف ته په دې نظر ګوری او وایی: ” تصوف یو ځانګړی ادب دی “. ۵- حضرت شبلی معمانی نظردرلود: “پرته له کومې اندیښنې دالله ج ذکر ته تصوف وایی”. ۶-  ابوعبدالله خفیف وایی: ” تصوف له اعتراض او انتقاد څخه ځان پاکول دی”. دغه او دې ته ورته نور ګڼ شمېر تعریفونه شته، چې د تصوف او اهل معرف پلویانو له خوا یې تعریفونه شوی دی؛ خو لنډه دا چې تصوف یوه روښانه او ځلانده لاره ده، چې په مسلکی ډول د سالکینو له خوا پر مخ ځی. د تصوف په اړه خو مو یو څه د پوهانو اصطلاحی تعریفونه راوړل اوس به دې خبرې ته راشو، چې بایزید پیر روښان تصوف ته څنګه ؟ ولې ؟ او څه وخت مخه کړه؟ په دې به هم پوه شو، چې د تصوف د رامنځ ته کیدو لامل څه و؟

دا چې روښان څنګه د تصوف لمنه ونیوه؟ د دې پوښتنې په ځواب کې باید وویل شی، چې دا وخت د تصوف بازار دومره عام شوی و، چې هره خوا د پیرانو او مریدانو لړۍ تر لرې لرې ځایونو غزیدلې وې، د تصوف د رامنځ ته کیدو لامل دا و، چې له ۶۰۰ هجری نه تر ۹۰۰ هجری پورې د مغلو د فاتحانو تاړاکونو د دې سیمې ملتونه یو په بل پسې مات کړل او د دوی روحیه یې بیخی ووژله، د همدغو تاړاکونو او ماتې په نتیجه کې خلک دومره ناهیلی شول، چې ګوښه توب یې غوره کړ، بیا همدغه ناهیلی او ګوښه توب د دې سبب شو، چې له هند نه تر مصره پورې د تصوف په نامه یو تفکر خپور شو چې خلکو به د روحانی تربیت او ریاضت په وسیله د ځان لپاره یو خلاصون غوښت په همدې توګه خلکو تصوف ته پنا یوړه او تصوف دومره خپور شو، چې لوی لوی ښارونه له خانقاوو څخه ډک شول او د تصوف ډیر لوی شخصیتونه په اسیا کې پیدا شول، په هند کې مغلی شهزادګانو او په ایران کې صفوی کورنۍ تصوف ته میلان پیداکړ، په دې توګه له شمال، شرق او غرب څخه د دې روحانی نهضت څپې په پښتونخوا هم راتللې او د پښتونخوا په سیمه کې یې دوه لوی نمایندګان سیدعلی ترمذی او د ده شاګرد اخوند درویزه لوی پیران وو. پیرروښان تصوف ته ولې مخه کړه ؟ د دې پوښتنې په ځواب کې ویلی شو چې پیروښان د خپل ولس مظلوم حالت او د مغلی حکمرانانو ظلمونه له نږدې نه ګوری حتی تردې چې دی په خپله هم د قندهار په سفر کې د بیرم خان د لښکرو د ظلم ښکار کیږی، د یوې پښتنې پیغلې مظلومیت او د مغلو د سپاهیانو د ظلم ننداره  د سر په سترګو وینی د خپل ولس تیر تاریخ له دغه حالت سره پرتله کوی د هیواد او خلکو د خلاصون او ازادۍ په فکر کې لویږی خپل هدف ته د رسیدو لپاره د تصوف د لارې نیول یواځینۍ لاره ګڼی او په دې توګه د تصوف حلقې ته داخیلیږی.

د دولت لواڼی په وینا د پیر روښان کورنۍ د مذهب په لحاظ یوه سنی مذهبه کورنۍ وه؛ دولت لواڼی ( د روښانی کورنۍ مرید او د روښانیه طریقې خلیفه هم وو) وایی:

زه دولت سنی مسلم چار یار منمه       هم په خدای رسول راوړی دی ایمان ما (۷: ۲۲)

د پیر روښان فلسفه د وحدت الوجود فلسفه وه، دا فلسفه د انسان د وجود معنوی او قلبی هستی په څلورو عالمونو سره  تقسیموی، د زړه عالم، د نفس عالم، د روح عالم او د شیطان عالم دی. د وحدت الوجود په فلسفه کې د روح عالم ته  ډېر اهمیت ورکړل شوی دی. د دغې فلسفې له مخې روح د دایمی او ابدی حقیقت یوه برخه ده، چې د لوی روح څخه رابیله شوې او د انسان د وجود په تپ و تیاره کالبوت کې یې ځای نیولی دی، د وحدت الوجود د فلسفې هاند او زیار دغه دی، چې د انسان دارنګه تربیت وکړل شی، چې د هغه په بدن کې د لوی روح څخه رابیله شوې دغه وړه ذره خپل اصل ته ور وګرځوی او د هغه سره وصل او یګانه کړی، چې دې ته توحید ویل کېږی، د پیر روښان  ټول علم او عمل د همدغه توحید لپاره و، د عقیدو او نظریو دارنګه فلسفی یون تصوف بولی د تصوف په علم کې د ایمان غرض او نتیجه همدغه توحید دی، دې نتیجې ته د رسیدلو په غرض صوفیانو د ریاضت او مجاهدو بیلې بیلې طریقې او ذریعې رایستلې دی، چې د هغو په مرسته انسانی روح د نفس او شیطان له منګولو څخه ازادوی او د عناصرو له تیارو څخه یې راباسی تر څو چې خپله اصیله رڼا او ځلا بیا ومومی.

د پیر روښان د زمانې نه څو پیړۍ د مخه دا فلسفه هندوستان ته رارسیدلې وه او دا د تصوف د رهبرانو د هلو ځلو برکت و، چې په هندوستان کې د اسلام دین پراختیا او ټینګښت وموندلو، خو د پیر روښان په زمانه کې دا فلسفه ډېره عامه او خاصه مقبوله شوه، د هندوستان په ډېرو لرو پرتو سیمو کې داسې ځای نه و چې هلته دې کوم صوفی بزرګ او یا پیر موجود نه وی ، بلکه  د دوی د ارشاد او تلقین دایره تر پښتونخوا پورې هم پراخه شوې وه، خدای پاک په دې وخت کې پیر روښان په پښتنو کې پیداکړ، په نتیجه کې پیر روښان یوه نوې او مستقله سلسله او طریقه رامنځ ته کړه، چې د روښانی تصوفی طریقې په نوم سره یادیږی.

د پیر روښان په طریقه کې اوه خویونه چې د روښانیه طریقې اصول او  اهداف تشکیلوی چې زما د لیکنې موضوع نه ده؛ خو یوازې د دغو اوو خویونو نومونه به دلته ذکر کړو (توبه، توضیع، مراقبې، مجاهدې، عزلت، خلوت، ذکر او طلب څخه عبارت دی ) او اته مقامونه چې په تفصیل سره به یې ولولو.

روښان د یوه سالک لپاره اته مقامات مقرر کړی دی، چې سالک باید دغه اته مرحلې طی کړی او د کمال لوړې مرتبې ته ورسیږی پخپله روښان وایی : چې ما په  خپل سیر او سلوک کې دغه مراتب طی کړل، دی تاکید کوی، چې دغه علم باطن دی او باید سړی یې له پیر کامل څخه زده کړی. پیرکامل هغه دی، چې دغه اته مقامونه یې طی کړی وی،  د روښان دغه اته مقامات ارزانی داسې بیانوی:

شریعت دی، طریـــــــقت دی       حقیقت یې مــــــعرفت دی

هر چې دا څلور یې خپل کړل       د بابا ادم پــــــــر پـــــت دی

بل قربت ،بل یې وصلت دی         بل وحدت، بل سکونت دی

د  روښانی تصوفی دورې مقامونه به اوس له لږ تفصیل سره ولولو.

۱ــ شریعت : د روښانیه طریقې د مریدانو لپاره د شریعت مقام ډېره سخته او ستوغه مرحله وه، د اخوند درویزه په قول پیر روښان به د شریعت په مقام کې په خلکو دومره سختی راوستله، چې د خلکو زړه به یې له شریعته شین کړ، پیر روښان به په خپلو مریدانو د شریعت د امر او نهی او د اسلام د پینځو بناوو سخت تاکید کاوه، له دروغو او ناوړه خبرو څخه به یې منع کول، د اسلام په پینځو بناوو پوهیدل او پرې عمل کول یې امر او د اسلام د پینځو بناوو ترکول یې نهی ده.

میرزاخان انصاری وایی :

ریښـــــــــــــــتینی لار دغه ده         چې عمل په شریعـــت کا

شریعت ریښتیا ګفــــــــتار دی         صادقان دې صداقـت کا

د اسلام پینـــــــــــــځه بینا دی         مومنان دې یې طاعت کا

ناروا دروغ دې پـــــــریږدی          او پرهیز دې له غیبت کا

چې ثابت په شریعـــــت شی          ترو دې یون په طریقت کا

دولت لواڼی وایی :    

شریعت ریښتیا ګفتار د پیـــــــغمبر      حذر کړه له غلا ،زنا،له غیبتونه

پنج بنا،حلال،حرام پیژندګلوی  ده عمل کړه په واړه حکم په رکنونه(۷: ۲۲)

ارزانی وایی چې شریعت پنځه حرفه دی او هر حرف یې بېل مقصد لری ‎: ش: شرم له خدایه ،  ر: روا چارې، ی: یاری لربه ‎، ع : عبادت ، ت: توبه ده.

۲ــ طریقت: د طریقت په مقام کې په سالک باندې د څلورو عالمونو پیژندل دی، دا ‎څلور عالمونه دا دی: د زړه عالم چې  د فرښتو عالم هم ورته وایی، د روح عالم، د نفس عالم او د شیطان عالم، د زړه او روح عالمونه سړی د طاعت او طلب په لور بیایی او د نفس او شیطان عالمونه سړی د دنیا په چارو ګماری او د ګنا، کبرو غرور  په لور یې کشوی. په دې مقام کې باید سالک په خپل ځان کې د فرښتو خوصوصیات پیدا کړی.

د طریقت په مقام کې په سالک باندې امر دا دی، چې د زړه او روح د عالمونو په نغوته  به عمل کوی یعنی طلب او طاعت ته به اوږه ورکوی او نهی د شیطان او نفس په نغوته  عمل کول دی.

میر زاخان انصاری وایی:

طریقت خوی دې فرښتو دی     چې بندګی په هر ساعت کا

دغه زړه په مثال تخـــــت دی     پرې دوه څیزه عـــداوت کا

که په نغوته د شیطـــــان شی      ډېر به خوار په ضــلالت کا

که په نغوته د فرښــــــتو شی    په پاکۍ به عــــــــــبادت کا

دولت وایی:

طریقت، فعـل کردار دایم فرض شوی    د صانع طاعت په واړه انــدامونه

خمس حواس بندی کول خوی د فرښتو دی     په صافی پاکی همیش دی ریاضـتونه

ارزانی د طریقت پنځه حرفیزه کلمه هم تحلولوی: ط: طوق بندګی ، ر: ریاضت تن، ی: یون په ورځ په شپه،ق: قدم راستی، ت: تن پاک.

۳ــ حقیقت : د حقیقت په مقام کې په سالک باندې په تفصیل سره د ارواګانو پیژندل دی، اروا ګانې په بدن کې درې دی، یو جاری روح دی، چې لس ګونې حواس ور پورې  تړلی دی، دا جاری روح انسانی روح بلل کېږی، جاری روح د خوب په وخت له بدن څخه وځی او په ویښه بیرته ورننوزی، همیشه ژوندی دی دا چې عقل ورسره ملګری دی  د خیر او شر پوښتنه له دغه څخه کېږی، دویم مقیم روح دی، چې د هرې اسوېلې سره راوزی د انسان وجود په دې روح سره ژوندی او قایم دی؛ خو لکه د جاری روح غوندې تمیز نه لری او حیوانی روح دی، دریم  روح روح الامین دی، چې روح اعظم هم ورته وایی، چې په ټول عالم لکه د دریاب غوندې محیط دی، دا روح له جاری روح او مقیم روح سره تړلی دی، دغه ډول د عالم څلور واړه ارواح یعنی جمادی، نباتی، انسانی او حیوانی ټولې  د لوی روح ( روح الامین) له برکته قایمې دی. په دې مقام کې اساسی عنصر خفی ذکر دی، له دې امله د باطن صفایی حاصلیږی.

امر د دې مقام دایمی ذکر او غفلت یې نهی ده.

میر زاخان انصاری وایی :

د ګمان  مورچه دې واخلی           د خدای یاد دې مشغلت کا

تل دایم دې په یـاد اوسی             او پرهیز دې له غــــفلت کا

بیهوده عمل دې پـرېږدی           ترو دې مینه په خــلوت کا

دولت وایی ‎:

حقیقت د زړه طاعت د نبی حال دی       المدم د مذکور یاد دی

۴ــ معرفت : د معرفت په مقام کې په سالک باندې د حق   ذات پیژندل دی، د حق ذات لکه د بحر په څیر دی چې هر څه په کې  ډوب دی لکه د نور په شان دی چې هر څه پرې روښانه دی، لکه د آب حیات په  شان دی چې هر څه پرې ژوندی دی، د حق ذات لکه د دریاب غوندې دی او بندګان یې لکه  د ماهیانو په شان دی، چې په دغه دریاب سره ژوندی دی، او ماهی چې هرې خوا ته مخ وګرځوی مخ یې د اوبو په خوا وی؛ نو په سالک لازم دی، چې دا وپیژنی چې بنده په هر لوری مخ اړوی؛ نو یې مخ د حق تعالی جل جلاله په لوری وی. لنډه دا چې په دې مقام کې سالک د حق تعالی دیدار ته رسیږی.

د دې مقام امر دا دی، چې سالک به د زړو په سترګو د تل لپاره د حق تعالی جل جلاله  د ذات کتنه کوی، او نهی یې دا ده، چې د حق تعالی جل جلاله  ذات نه ګوری.

میر زاخان انصاری وایی:

د ارواح تـــجلی دا ده        چې د دیدن د مـــعرفت کا

دی بې مثله  لوی دریاب دی چې د زړه په دید عزلت کا

نه یې رنګ نه یې مکان شــــته       یـــو بې مثــله اشارت کا(۱: ۱۱)

۵ــ قربت: په دې مقام کې په سالک باندې دا زده کړه ده چې په دې ځان وپوهوی چې  د حق تعالی جل جلاله قربت په اعلی په ادنی په فرښتو، په شیطان او په انسان په اول او اخر په باطن او په ظاهر یو شان دی، سالک ته په کار دی، چې په دې مقام کې ځان دې شیانو په اوازونو پوه کړی، سړی چې هر اواز اوری  هغه دې د حق تعالی څخه ګڼی؛ خو دا اوازونه به له دوو حالتونو څخه بهر نه وی، یا به د رحم اواز وی او یا به د قهر اواز وی، د رحم اواز هغه اواز دی د کوم په ذریعه چې سړی ته یقین او هدایت حاصل شی، چې هغه د ګناه  او غفلت څخه راوباسی او دا د کاملانو اواز دی او سالک باید دغه د رحم اواز چې رحمانی اواز دی اختیارکړی، د قهر اواز د ناقصانو اواز دی چې سړی یې په اوریدو سره ګناهګاریږی او د حق د ذکر څخه یې غافلوی. په دې مقام کې د سالک غوږونو ته دحق اواز  رسیږی .

امر په دې مقام کې دا ده، چې سامع عارف به هر اواز دې حق اواز ګڼی د هغه په تسبیحاتو به ځان پوهوی او نهی یې دا ده چې هر اواز د حق اواز   ونه ګڼی.

میرزاخان انصاری په دې اړه وایی:

اواز کل واړه له یـــــــوه دی     ګهی قهر ګاه رحمت کا

چې په ځمکه په اسمان دی       د یوه مـــــــولی صفت کا

کر بعـــــید پرې نه پوهیږی       ثنا واړه په لغــــــــت دی (۱: ۱۰)

۶ــ وصلت:  په دې مقام کې سالک خپل ځان خدای جل جلاله ته سپاری، ژوند چې د خدای جل جلاله امانت دی سالک به دغه امانت خپل څښتن ته سپاری.

د دې مقام امر دا دی چې سالک به خپل ځان د مرګ نه وړاندې په مړه حسابوی، غږیدل، لیدل تګ او راتګ ،خوراک  او څښاک او ژوند او ژواک به یې ټول په حق تعالی جل جلا له پورې وی، خپل ټول صفتونه  به د حق له خوا ګڼی، نهی یې دا ده، چې سړی خپل صفتونه  لکه پوهیدل، غږیدل، اوریدل او نور د وجود د صفتونو څخه وګڼی نه  د حق تعالی جل جلاله څخه.

ارزانی وایی :  

په وصلت د واصلانو یوکیده دی     له یوه وجود شمېرل د واړه وجودونه

۷ــ وحدت:  د وحدت مقام د فنا فی الله مقام دی، په دې مقام کې به سالک ځان  د حق په ذات کې محوه ګڼی او ځان به د حق د ذات سره داسې رنګه یو او یګانه  بولی، لکه د مالګې په کان کې چې هر څه لوېدلی و‎ی؛ نو مالګه بلل کېږی، او  لکه د باران څاڅکی چې په دریاب کې پریوزی؛ نو دریاب بلل کېږی. د وحدت په مقام کې به ذاکر د کل ‌ذکر کوی ، د ځان څخه  به ناخبره وی، موحد د کل ذکر په اختیارولو سره کل بلل کېږی، د دویۍ او غبرګون خیال به په زړه کې نه راولی په دنیا کې چې  څه علم او عمل دی هغه د همدغه توحید لپاره دی.

د وحدت د مقام امر دا دی، چې موحد هره خوا خپل مخ اړوی؛ نو خپل مخ به وینی که ښکلی مخ وی او که ناولی هغه به خپل مخ ګڼی، هر اواز چې اوری؛ نو خپل اواز به یې ګنی، که د چا صفت کوی که غیبت که چاته زیان یاګټه رسوی؛ نو داسې به یې ګڼی لکه له خپل ځان سره یې چې کوی، نهی یې دا ده چې هر څه لکه ځان نه ګڼی او هر عمل چې کوی داسې یې نه ګڼی چې د خپل ځان سره یې کوی.

د وحدت په مقام کې  د شیطان خطر او د موحد او ملحد فرق: په دې مقام کې شیطان کوشش کوی، چې موحد تېر باسی، شیطان ورته وایی، چې ای د خدای سره یو شویه موحده! د خلکو مال د خدای مال دی د خلکو مال موحد ته حلال دی  ځکه چې موحد د خدای سره یو شوی دی په موحد د امر او نهی پابندی نشته ځکه چې په پادشاه د چا حکم نه چلیږی هر څه چې کوی کوه یې ځکه له تا نه پوښتنه نه کېږی.

هر هغه څوک چې د شیطان په دې خبرو تیر وزی  هغه ګناهګار او ملحد دی ځکه چې دا د نفس او هوا لاره ده ، موحد وای هغه څوک دی چې د نفس  د هوا او حق تعالی جل جلاله تر منځ فرق وکړای شی د نفس هوا تر پښو لاندې کړی او د خدای سره یګانه شی.

میرزاخان انصاری وایی:

هر واصل چې یګانه شــــی     ننداره به د وحدت کا

واحد خلاص له بندګی دی      او نه جرم جنـــایت کا(۱: ۱۰)

۸ــ د سکونت مقام:  د سکونت مقام د وحدت بام دی ، د سکونت په مقام کې د روح او تن صفتونه سره بېلېږی، روح لکه د سواره او تن  لکه د تیزونی په شان وی، روح لکه د رب او تن لکه د مربوب غوند‎ې وی، د تن صفتونه راشه درشه، اورېدل، خوړل، څښل، کیناستل، او پاڅېدل؛ خو روح له دغو صفتونو څخه خلاص دی، د تن صفت د روح لپاره عذاب دی د حق تعالی جل جلاله صفت د روح لپاره راحت دی، ساکن به (تخلقو باخلاق الله) ته په پام کولو سره خدایی خوی اختیاروی، خپل بشری صفتونه به پرېږدی، د سکونت د مقام نهی بشری صفات درلودل دی، ساکن چې کله خدایی خوی اختیار کړ؛ نو مسکین وبلل شی، مسکین هغه څوک دی، چې طلب او غوښتنې څخه کراری ومومی.(۱۲: ۱۲۵)

د پورته اته مقامونو ترڅنګ هغه کسان چې د بایزد د طریقت پر لار روانیږی؛ نو بایزد ورته اووه صفته ټاکلی دی. د روښانی لارې یو پیرو باید دغه صفات ولری .
هغه اووه صفتونه دا دی:
۱- له حرامو دې ځان وژغوری.۲-  اسراف دې نه کوی، لږ دې خوری او لږ دې څښی.۳ : خبرې دې لږ او په نرمۍ کوی، او بدې خبرې دې نه کوی.۴ ـ خوب دې لږ کوی، په خوب او ویښه دې خدای په یاد ساتی.
۵ـ دې نیکانو صحبت دې کوی او د بدانو د صحبت دې ځان ژغوری.۶ ـ لوی خدای ج دې تل پټ یادوی .۷ ـ لوی خدای ج به په یووالی پیژنی او تل دې د خدای ج په یاد کې وی.(۵: ۱۳ـ۱۵)

بایزید په خپله تصوفی لار کې د یوه سالک لپاره لوړ یاد شوی اته مقامات مقرر کړی دی او د دې لارې هر لاروی باید دغه اته مرحلې تېرې کړی، د دوی په وینا  چې د کمال مرتبې ته ورسیږی؛ خود اسلامی علماوو له نظره دا عقیده چې د وحدت الوجود عقیده ده غلطه او له اسلامی شریعت سره په ټکر کې ده بله عقیده چې د وحدت الشهود عقیده ده، چې د وحدت الوجود په مقابل کې رامنځ ته شوې  صحیح او له شریعت سره موافقه عقیده ده، د وحدت الوجود ما نا دا ده، چې همه اوست(ټول دی دی) هر څه بېرته ورګرځېدونکی دی او له خدای سره یوځای کېږی؛ خو د وحدت الشهود مانا همه از اوست( ټول له هغه دی) یعنې هیڅ وخت بنده له حق ذات سره یوکېدای نشی خدای پاک چې ټول موجودات یې پیداکړی دی بېل او بنده ګان او نور  موجودات بېل دی، د حق ذات الله جل جلاله دی او له خپلو بندګانو به د ښه او بد پوښتنه کوی. الله جل جلاله هغه ذات دی چې په خپله موجود دی او په هر کمال سره موصوف دی، او د هره عیبه څخه پاک دی، د دې ذات پر شته والی او یګانګۍ ‌ډېر دلایل موجود دی:

اول دلیل:  ټول انبیأ علیهم السلام او ټول حکماء او په هر دور کې د هر قوم اکثریت د دې ذات یګانګۍ او شته والی باندې باور او یقین  لری، دې دلیل ته اجماع ویل کېږی.

دوهم دلیل: په دې جهان کې یو مکمل نظام موجود دی، د دې جهان د هر شی خپله خپله وظیفه وی او د فکر کولو څخه وروسته دا معلومیږی، چې د دې جهان دا نظام قابل دې زوال دی، مثلاً چې د سپوږمۍ څخه یوه کیلو ماده راوړل ممکن دی؛ نو د ټولې سپوږمۍ راوړل او د سپوږمیز نظام ختمیدل هم ممکن شول او چې د ځمکې څخه یوه کیلو ماده وړل ممکن شول نو د ټولې مځکې زوال هم ممکن شو، او چې د یو کیلو اوبو څخه بخارات جوړیدای شی ، نو ټولې اوبه هم په بخار بدلیدی شی، چې د یو انسان  مړه کیدل ممکن دی نو ټول انسانان مړه کیدای شی، د ستورو او شمسی نظام ختمیدل هم ممکن دی نو معلومه سوه چې دا جهان پیداکړل شوی دی، ازلی او ابدی نه دی؛ نو کله چې دا ثابته شوه چې دا جهان پیداشوی دی؛ نو سوال پیدا کېږی چې د دې جهان پیداکوونکی څوک دی، ایا پیداکوونکی یې ۱ـ یو جز دی ۲ـ دا ټولې اجزاوې دی ۳ـ دا جهان پخپله دی او که ۴ ‎ـ د جهان څخه یو خارج ذات دی. ۱ـ دا ناممکنه ده، چې پیدا کوونکی د دې جهان یو جز شی ځکه چې دا جهان معدوم وو او معدوم پیداکول نشی کولای۲ـ  دا هم ناممکنه ده، چې د دې جهان پیداکوونکی دې دا ټول اجزاوې وی ځکه چې دا ټولې اجزاوې معدومې وې؛ نو دا اجزا هم معدوم وه، او معدوم پیداکول نشی کولای. ۳ـ د دې جهان پیداکوونکی دا جهان یعنی دا مربوطې او منظمې اجزاوې نشی کیدای ځکه بیا هغه خبره چې معدوم پیداکول نشی کولای. ۴ـ نو لازمه شوه چې د دې جهان پیداکوونکی یو داسې ذات دی، چې د دې جهان څخه خارج لکه د میل، ساعت او نورو شیانو جوړوونکی، چې خارجی ذات دی او په لازمی ‌طور سره به دا خارجی ذات هر قسم کامل وی، حیات، علم، قدرت اراده به لری. مړ، بې علمه، بې شعوره، عاجزه او مجبور پیداکول نسی کولای، او دا ذات به کوڼ، ړوند او ګونګی نه وی که وی نو داسې ذات خو ناقص ذات وی، او محتاجه وی، دی قابل د پیداکولو نه وی. خلاصه دا چې که دا خارجی کامل ذات موجود نه وای نو دا سلسله د وجود به نه وای شروع شوې.

دریم دلیل: د اوبو طبیعت او خاصیت دی، چې خپله سطحه همواره ساتی او اختلاط او ګډون غواړی نو پر دې قاعده باندې دا ضروری وه، چې د سمندرونو د اوبو یو رنګ او یو خوند وای لیکن دوی مختلف دی او د دې طبیعت څخه مانع بل شی نسته ماسوا د یوه خارجی طاقت څخه چې الله جل جلاله دی.

۴ـ انسان چې کله په یو مشکل کې ونښلی او د ظاهری اسبابو څخه مایوسه شی نو الله جل جلا له ته زاری شروع کړی او مشکل یې حل سی؛ نو معلومه سوه چې یو ذات مشکل کشا شته، چې هغه الله جل جلاله دی.

الله جل جلاله یو دی، یعنی ده لره شریک نسته، نه په ذات او نه په صفاتو کې، نه په افعالو کې او هر څوک چې د الله جل جلاله په صفاتو او افعالو کې ځان شریک بولی نو هغه مشرک، کافر او ملحد دی، د یوالی مانا دا ده، چې الله جل جلاله یو دی، د الله جل جلا له د ذات په شان دوهم ذات نسته، الله جل جلاله د همیشه دپاره ژوندی دی او دا ژوند د ده ذاتی دی. ماسوا د الله جل جلاله څخه پرته د نورو شیانو حیات نه ذاتی او نه دایمی دی، د مخلوقاتو علم نه دایمی دی او نه کلی دی؛ خو د الله جل جلاله علم کلی او دایمی دی. خدای دې وکړی، چې د پیر روښان، تصوف، روښانی تصوف او اسلامی علماوو د نظریو په اړه چې په دې  لیکنه کې پرې خبرې شوې وې د لوستونکو لپاره یو ګټور ماخذ واوسی.

ماخذونه

۱ـ ارزانی، خویشکی.(۲۰۰۵م). دیوان. کابل: پښتو اکاډمی.

۲ـ انصاری، میرزا خان .(۱۳۵۴ل)، د میرزا خان انصاری دیوان. کابل: پښتو ټولنه.

۳ـ ایوبی کندهاری، محمد نادر.(۱۴۴۸ هـ ق).عرفان، دوهم چاپ.لاهور:صحاف نشراتی مؤسسه.

۴ـ حبیبی،عبدالحی.(۱۳۸۴ ل ل).د پښتو ادبیاتو تاریخ،لومړی او دویم ټوک. پیښور : دانش خپروندیه ټولنه.

۵ـ رفیع، حبیب الله.(۱۳۸۰ل ل) کتابونه دریابونه، د بایزید روښان ژوند او اثار. پیښور: د امان خپرولو موسسه.

۶ـ ریښتین،صدیق الله.(۱۳۷۷ل ل). د پښتو ادب تاریخ، دویم چاپ. کابل: پښتو ټولنه.

۷ـ زغم ، احمد شاه.( ۱۳۹۰ل ل). تصوف په پښتو ادب کې. کابل: د کابل پوهنتون د پښتو څانګې د لنسانس دورې لېکچر نوټ.

۸ـ ښکلی، اجمل(۱۳۸۹ل).تصوف او ادب. کابل: صمیم ادبی ټولنه.

۹ـ لواڼی ، دولت.(۱۳۹۱ل ل)، د دولت لواڼی دیوان، دویم چاپ، د پوهاند عبدالشکور رشاد په سریزه. کابل: دانش خپرندویه ټولنه.

۱۰ـ هاشمی، سید محی الدین.(۱۳۸۸ل ل ) د بایزید روښان یاد. کابل: د افغانستان د علومو اکاډمۍ.

۱۱ـ هیوادمل، زلمی.(۱۳۷۹ل ل). د پښتو ادبیاتو تاریخ. پیښور: دانش خپروندیه ټولنه.