د روژې په مناسبت د جګړې له ښېکلو اړخونو د کندز ښار اوسېدونکو غوښتنه

  • خپرول: ۳ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 114165

د کندز ولایت ولسونو د سولې د ټېنګښت په هدف غونډه ترسره کړه او په‌دې غونډه کې یې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو د درناوی په خاطر دې په هېواد کې سرتاسری اوربند اعلان کړی او نور دې له جګړې لاس واخلی.
د کندز یو تن قومی مشر غلام حیدر حیدر په‌دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
“زموږ تاسې یو شمېر سیاسیون د خپل شخصی ګټو په خاطر نه‌غواړی چې د سولې خبرې یوې نتیجې ته ورسېږی، دوی غواړی چې هېواد په یو نوی ناورین کې ورګډ کړی. نور افغانان له دې تپل شوی جنګ څخه ستړی دی او ټول ولسونه په هېواد کې د سرتاسری سولې او ثبات غوښتونکی دی.”
دوی دغه‌راز په هېواد کې د سیاسی ډلو له مشرانو وغوښتل چې نور دې له خپل‌منځی کړکېچونو لاس واخلی او په پوره یووالی سره دې هېواد کې د سرتاسری سولې د تأمین لپاره په رښتینې توګه کار وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=114165

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *