د روژه ماتی او پیشمنی احکام او آداب!

  • خپرول: ۲۱ جوزا ۱۳۹۶
  • نوملړ: افغان ولس
  • د خبر شميره: 19583

محمد عمر حماد
دپېشمنی فضیلت: (۱)رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی تاسو پیشمنی کوئ بیشکه په پېشمنی کې برکت ده.
متفق علیه

(۲)رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی چې زموږ او د اهل کتابو د روژې جدائی د پېشمتی خوراک کول دی معنا داچې هغوی به پېشمنی خوراک نه کوه.
رواه مسلم و ترمذی

بهترین پېشمنی: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی د مؤمن بهترین پېشمنی کجورې دی.
رواه ابوداود و ابن حبان

د پېشمنی ادنی مرتبه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی تاسو پېشمنی کوئ اګرکه په یو غوړپ اوبو سره وی.
رواه ابن حبان و ابی یعلی

د رسول الله د پېشمنی وخت: د زید بن حارث رضی الله عنه څخه روایت ده هغه فرمایل موږ له رسول الله  سره پېشمنی وکړ بیا موږ لمونځ ته پاڅیدو ما وویل د آذان او پېشمنی ترمنځ څومره وخت وو؟هغه وفرمایل دپنځوسو آیاتونو د تلاوت په اندازه وخت.
متفق علیه

په پېشمنی کې ورستوالی سنت ده
(۱) رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل چې کله عبدالله بن ام مکتوم رضی الله عنه آذان وکړ تاسو خوراک او څښاک کوئ او چې کله بلال رضی الله عنه آذان وکړ تاسو بیا خوراک او څښاک مه کوئ،انیسه رضی الله عنها فرمایی چې موږ کې به د یوه تن د پېشمنی وخت لږه برخه وخت پاتی وو هغه به بلال رضی الله عنه ته ویل لږ مهلت وکړه تر دې چی زه له خپل پېشمنی څخه فارغ شم.

رواه نسائی و احمد و ابن حبان

(۲)رسول الله صلی الله علیه وسلم به فرمایل همیشه به زما امت په خیر کې وی تر څو چې په هغوی په پېشمنی کې وروستوالی کوی او په روژه ماتی کې مخکې والی کوی.
رواه احمد

کله چې دسهار آذان کیږی او د یوه تن په لاس کې د خوراک لوښی وی نو تر هغې دی لوښی پرځمکه نه ږدی تر څو ترې خپل حاجت پوره نه کړی.

دلیل: رسول الله فرمایلی دی کله چې یو تن ستاسو څخه آذان واورئ او د خوراک لوښی د هغه په لاس کې وی هغه دی نه ږدی تر دې چې خپل حاجت پوره کړی.
رواه ابوداود و حاکم

د روژه ماتی احکام او آداب
د وصال څخه منعه والی:- وصال دې ته وایی چې روژه دار په روژه ماتی کې روژه ماته نه کړی او پېشمنی هم ونه کړی او بله روژه ورسره یو ځای کړی دا طریقه مکروه ده.
ابن عمر رضی الله عنه فرمایی چې رسول الله د وصال څخه منعه کړې ده، هغوی ورته وفرمایل چې ای رسول الله ته خو وصال کوی رسول صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل بیشکه زه تاسو کې د یو تن په شان نه یم بیشکه ماته زما رب خوراک او څښاک راکوی.
متفق علیه.

تر پېشمنی پورې وصال:- رسول الله فرمایل تاسو وصال مه کوئ پس کوم یو چې ستاسو اراده لری چې وصال وکړی نو تر پېشمنی پورې دی وصال وکړی.
رواه البخاری و ابو داود

د روژه ماتی وخت:- رسول الله فرمایل کله چې شپه رامخامخ شی او ورځ شا وکرځوی او لمر ډوب شی پس یقیناً روژه دار باید روژه ماته کړی.
متفق علیه.

د روژه ماتی مخکیوالی بهتر ده:- (۱)رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل همیشه به خلک په خیر باندی وی تر څو چې روژه ماتی کې مخکیوالی کوی.
متفق علیه.
(۲) رسول الله فرمایل همیشه به زما امت زما په طریقه وی تر څو چې هغوی خپل روژه ماتی کې د ستورو د راختلو انتظار نه کوی.
رواه ابن حبان و الحاکم
(۳)رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل چې الله تعالی فرمائی بیشکه زما په بنده ګانو کې ماته محبوب هغه بنده ده چې روژه ماتی کې مخکیوالی کوی.
رواه احمد و ترمذی

روژه ماتی په کجورو که هغه نه وی نو پر اوبو:-
له انس رضی الله عنه څخه روایت ده چې رسول صلی الله علیه وسلم به د لمونځ څخه مخکې په تازه کجورو باندې روژه ماتوله که هغه به نه وو بیابه یې په وچو کجورو ماتوله که هغه به هم نه وو بیابه یې په اوبو سره ماتوله.
رواه احمد و ابوداود و ترمذی

د روژه ماتی د وخت دعا:-
اللهُمَ اِنی أسألُک بِرَحمَتِکَ الَّتی وَسِعَتٌْ کُلَّ شَیءٍ أن تَغْفِرَلِی
رواه ابن ماجه

ژباړه: اې الله تعالی تاته ستا په هغه رحمت سوال کوم چې تا هر څیز پراخه کړی چې ماته زما ګناهونه معاف کړه.

د روژه دار د روژه ماتی پر وخت لاندې دعا لوستل:-
ذَهَبَ الظَّمَأُ وَبْتَلَّتِ الْعُرُقُ وَ ثَبَتَ الأَجْرُ اِن شَاءَ اللهُ
رواه ابوداود و نسائی.

تنبه:- کومه دعا چې (بسم الله اللهم لک صمت وعلی رزقک افطرت)
امام ابوداود په خپل سنن کې نقل کړې ده لکن هغه روایت مرسل ده ځکه معاذ ابن زهره وایی چې ماته د نبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه رارسېدلې ده لکن هغه صحابی نه وو.

همدارنګه امام الطبرانی په معجم الکبیرکې د عبدالله ابن عباس رضی الله عنه په روایت سره نقل کړې ده لکن هغه روایت ضعیف ده ځکه په هغه سند کې عبدالمالک بن هارون ده او هغه ضعیف ده (مجمع الزوائد۳/۱۵۶)

 

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=19583

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *