د روغې جوړې او د سولې د مرکچی ډلې غړی نن پېژندل کېږی

  • خپرول: ۲۱ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 112033

د مخکې اعلان شوې نېټې له مخې، ټاکل شوې نن د روغې جوړې او له طالبانو سره د سولې د مرکچی ډلې غړی بشپړ او وپېژندل شی.
د روغې جوړې شورا په خپله لومړنۍ غونډه کې هوکړه وکړه ترڅو د دولت استازو په ګډون یو ستر پلاوی د قطر په راتلونکې بین الافغانی غونډه کې د ګډون په موخه ور وپېژنی.
ټاکل شوې د روغې جوړې شورا دوهمه غونډه نن چهارشنبه ترسره شی.
د روغې جوړې شورا د یکشنبه ورځې په غونډه کې له طالبانو سره د خبرو سرو کرښو د پېژندنې، د مرکچی پلاوی د ټاکلو، د روغې جوړې شورا د پراختیا او د مرکچی پلاوی دندو د کړنلارې د روښانه کېدو په موخه څلورو کمېټو ته دنده وسپارله.
دغو کمېټو ته دنده سپارل شوې ترڅو خپل ټول مخکنلیکونه د تصویب په موخه د روغې جوړې شورا ننۍ غونډې ته وړاندې کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112033

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *