د روغتیا نړیوال سازمان: د لیبیا په جګړو کې تر اوسه ۱۴۷ کسان وژل شوی

  • خپرول: ۲۷ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 112807

د روغتیا نړیوال سازمان WHO وایی چې د لیبیا پر پلازمېنې طرابلس د ولکې په مقصد د سیالو ډلو ترمنځ په جګړو کې تر دې دمه ۱۴۷ کسان وژل شوی دی.

د ملګرو ملتونو دا اړونده اداره همداراز وایی، ۶۱۴ نور کسان له هغه مهاله چې د لیبیا د ملی پوځ په نوم وسله والې ډلې د اپرېل په پنځمه خپل پراخ عملیات پیل کړل، ټپیان شوی دی.

په لیبیا کې د WHO دفتر پرون دوشنبه د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې له زغم څخه کار واخلی او روغتونونو، امبولانسونو او روغتیایی کارکوونکو ته له زیان اړولو ډډه وکړی.

ملګری ملتونه وایی، یوازې په یوه وروستۍ ورځ ۲۵۰۰ ملکی وګړی د جګړو له کبله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوی چې له دې سره د کورنیو بېځایه شویو خلکو ټول شمېر له اتلسو زرو اوړی.

لیبیا د دوو موازی حکومتونو ترمنځ وېشل شوې ده چې یو د هېواد په ختیځ او بل په لوېدیځ کې واکمن دی او دواړه ملېشه ډلې لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112807

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *